1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

مجاهد: مولانا فضل الرحمن د یوه پلاوي په مشرۍ نن کابل ته راځي

شبنم الکوزۍ
۱۴۰۲ دی ۱۷, یکشنبه

د پاکستان د جمعیت علمای اسلام ګوند مشر مولانا فضل الرحمن نن د افغانستان په لور خپل سفر پیل کړی. ټاکل شوې کابل ته د نوموړي په دغه سفر کې به د طالبانو او پاکستان تر منځ په یو شمیر سیاسي او نورو مسایلو بحث وشي.

https://p.dw.com/p/4awwK
 د پاکستان د جمعیت علمای اسلام د ګوند د مشر مولانان فضل الرحمن
د پاکستان د جمعیت علمای اسلام د ګوند د مشر مولانان فضل الرحمن انځور: AP

د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد نن د یکشنبې پر ورځ د جنورۍ اوومه د ایکس په ټولنیزه شبکه کې کابل ته د پاکستان د جمعیت علمای اسلام د ګوند د مشر مولانان فضل الرحمن سفر تائید کړی دی.

دا په داسې حال کې ده چې له سفره مخکې، مولانا فضل الرحمن رسنیو ته په ډاګه کړې وه چې افغانستان کې به له طالبانو سره د ټي ټي پي یا تحریک طالبان پاکستان په اړه هم بحث وکړي. د جمعیت اسلامي ګوند دې مشر ته طالبانو کابل ته د ورتګ بلنه ورکړې وه.

کابل ته مولانا فضل الرحمن داسې مهال سفر کوي چې د کابل او اسلام آباد ترمنځ اړیکې تر پخوا ډیرې ترینګلي شوي دي. اسلام آباد له څو میاشتو را په دیخوا ادعا کوي چې تحریک طالبان پاکستان یا ټي ټي پي د افغانستان له خاورې پر پاکستاني ملکي او نظامي اهدافو بریدونه کوي، داسې ادعاوې چې طالبان یې ردوي. طالبانو د دغه ادعاو په ځواب کې په وار وار ویلي چې هیچا ته اجازه نه ورکوي چې د افغانستان له خاورې ترهګریز بریدونه وکړي او یا دا چې د هیواد خاوره د کوم هیواد خلاف استفاده شي.

ایا د پلاوي تګ، راتګ به د طالبانو او پاکستان اړیکې ورغوي؟

د پاکستان او افغانستان تر منځ د اړیکو د جنجالي کیدو وروسته د لومړي ځل له پاره کندهار کې د طالبانو والي محمد علي حنفي چې په ملا شیرین پیژندل کیږي د یو پلاوي سره د جنورۍ پر درییمه د پاکستاني چارواکو سره د خبرو اترو له پاره اسلام آباد ته تللی وو.

 

شبنم الکوزۍ له دویچه ویلې سره په پښتو او دري ژبو د مولټي میدیا خبریالې په توګه کار کوي.@dwalokozai