1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د پاکستان بهرنیو چارو وزیر د طالبانو له ملا شیرین سره لیدلي

۱۴۰۲ دی ۱۴, پنجشنبه

د پاکستان د باندنیو چارو وزارت ویلي، د موقت حکومت د باندنیو چارو وزیر د کندهار له پاره د طالبانو له والي ملا شیرین سره لیدلي دي. سیاسي شنونکي وايي د ملا شیرین سفر د پاکستان په غوښتنه شوی څو د دواړو لوریو اړیکې ورغوي.

https://p.dw.com/p/4aroI
Jalil Abbas Jilani
انځور: Amer Hilabi/AFP/Getty Images

د کندهار له پاره د طالبانو د سرپرست والي او ملي دفاع وزارت د پوځي استخباراتو او ستراتیژۍ مرستیال ملا شیرین پاکستان ته سفر کړی دی. د پاکستان د باندنیو چارو وزارت د هغه هېواد د باندنیو چارو د وزیر جلیل عباس سره د ملاشیرین په مشرۍ د ورغلي هیئت له لیدنې خبر ورکړی دی.

ویل شوي، دواړو لوریو د سولې، امنیت او د خلکو د اړیکو په څېر پر هغو کلیدي موضوعاتو خبرې کړي، چې دواړه خواوې ورته لېوالتیا لري.

د پاکستان د باندنیو چارو وزارت د خبرپاڼې له مخې، پاکستان له طالبانو سره د دوه اړخیزه اړیکو او تعامل پر دوام ټینګار کړی دی. د پاکستان د باندنیو چارو وزیر په دغې لیدنه کې په سیمه کې د سوداګرۍ او له بشپړ ظرفیت څخه د استفادې له پاره اړین مسایل مطرح کړي، په داسې حال کې چې پاکستان له هغه هېواده د بې اسنادو افغانانو د ویستلو لړۍ پیل کړې او سلګونه زره افغانان یې په زوره له دغه هیواده اخراج کړي او دا لړۍ د ژمي په دې موسم کې هم روانه ده.

په دغې خبرپاڼې کې دا هم راغلي، چې طالب هیئت د پاکستان لوري د «څلورو لسیزو کوربه‌توب» قدردانی کړی، چې هغه هېواد کې یې میلیونونه افغانانو ته پناه ورکړې وه. د پاکستان د باندنیو چارو وزارت زیاته کړې، چې طالب پلاوي په دغې لیدنه کې د دوه اړخیزو اړیکو د تقویت له پاره په «لوړه سطحه خبرو او پر تعامل» موافقه کړې ده.

د پاکستان باندنیو چارو وزارت خبرپاڼه کې په دې اړه ډېر جزئیات نه دي ورکړل شوي. طالب ویاند ذبېح الله مجاهد پر خپل ایکس پاڼې لیکلي، چې د کندهار ولایت سرپرست او د ملي دفاع وزارت د استخباراتو او ستراتیژۍ مرستیال ملا شیرین د چهارشنبې پر ورځ د افغانستان او پاکستان تر منځ د هماهنګۍ شپږمې کمېټې ناستې کې ګډون کړی دی. هغه ویلي، د دې کمېټې ناستې په وار سره کابل او اسلام اباد کې کېږي.

مجاهد زیاته کړې، چې د تېرو ناستو په دوام، دې ناستې کې د هغو ستونزو پر حل هم پرېکړه کېږي، چې د دیورنډ کرښې په اوږدو کې پېښېږي. سربېره پر دې، د ډیورنډ دواړو لوریو خلکو ته د اسانتیاو پر برابرولو به هم بحث وشي. تر اوسه د دغو پرېکړو په اړه ډېر جزئیات نه دي ورکړل شوي.

پاکستان ته دطالبانو د والي ملا شیرین یو شمېر پوښتنې راولاړې کړي دي. دی قطر کې د طالبانو د مذاکراتي ډلې غړی هم و.

ملا شیرین د طالبانو په لومړۍ دوره کې له ۱۹۹۶ نه تر ۲۰۰۰ کاله پورې د ملا عمر ساتونکی و، چې له همدې امله د طالبانو د اوسني رهبر ملا هبت الله اخندزاده او د طالبانو د ملي دفاع سرپرست وزیر ملا یعقیوب له نیږدې کسانو دی.

ملاشیرین «د طالبانو یو له نفوذ لرونکو څیرو»

یو شمېر کارپوهان وايي، ملا شیرین چې اصلي نوم یې محمد علي حنفي دی، له دې امله چې له ملا هبت الله اخندزاده او ملا یعقوب سره نیږدې، اړیکي لري، د پاکستان په غوښتنه دغه هېواد ته ځکه سفر کړی دی. ملا یعقوب د طالبانو د پخواني مشر ملا عمر زوی دی، چې د پاکستان پر ضد سخت دریځ لري. ملا یعقوب اوسمهال د طالبانو د حکومت د دفاع سرپرست وزیر دی.

Afghanistan Kabul | Sticker mit Taliba Führer Hibatullah Achundsada
انځور: Mohd Rasfan/AFP/Getty Images

په پاکستان کې پخوانی افغان دیپلومات او د سیاسي چارو کارپوه احمد سعیدي وايي: «دا پلاوی د پاکستان په غوښتنه او خوښه دغه هیواد ته تللی ترڅو پر ملا یعقوب فشار راوړي څو پاکستاني طالبان د یو څه وخت له پاره اوربند ته مجبور کړي. د پاکستان هدف دا دی څو په فبرورۍ میاشت کې د پارلماني ټاکنو پر مهال له پاکستاني طالبانو سره اوربند وشي.»

دغه پخوانی افغان ډپلومات زیاتوي چې د کندهار ولایت له پاره د طالبانو والي ملا شیرین د طالبانو د ډلې پر رهبر ملا هبت الله او د طالبانو د دفاع د سرپرست وزیر ملا یعقوب، چې تر ډیره پورې د پاکستان ضد موقف لري، ډېر نفوذ لري.

په عین وخت کې میرویس افغان خبریال چې د طالبانو په اړه معلومات لري، په دې باور دی چې کله ملاشیرین قناعت وکړي، ملاهبت الله اخندزاده هم قناعت کوي. نوموړی ادعا کوي، چې طالبان د بهرنیو چارو د سرپرست وزیر امیرخان متقي په پرتله پر ملاشیرین زیات اعتماد او حساب کوي.

میرویس افغان په دې اړه زیاتوي: «پاکستان هم دا درک کړې چې ملا شیرین د طالبانو په منځ کې یوه مهمه څیره ده. د تیر میلادي کال په نومبر میاشت کې هم د پاکستان د استخباراتو ادارې اړوند یوه پلاوي له ملا شیرین سره وکتل او هغه ته یې پاکستان ته تګ رسمي بلنه ورکړه.»

میرویس افغان له دویچه ویله سره په خبرو کې همدا راز زیاته کړه چې طالبان غواړي له پاکستان سره اړیکې بیرته سمې کړي: «ملاشیرین چې د پاکستان استخباراتي ادارې ته ډېر نیږدې دی، باید د طالبانو سیمه ییزې اړیکې په ځانګړې توګه له پاکستان سره بېرته ورغوي. د چارو کارپوهان د ملاشیرین په هکله وايي چې مخکې له دې چې هغه د کندهار د والي په توګه وګمارل شي، نوموړی د طالبانو د یوې ۳۰ زره کسیزې ډلې مشري کوله.

پاکستان ته د کندهار له پاره دطالبانو د والي او د ملي دفاع وزارت د استخباراتو او ستراتېژۍ د مرستیال ملا شیرین سفر په داسې حال کې کېږي چې په پاکستان کې د تحریک طالبان پاکستان یا ټي ټي پي ډلې بریدونه زیات شوي دي. په پاکستان کې دغو بریدونو د پاکستان او افغان طالبانو ترمنځ هم اړیکې خړې پړې کړي دي.

پاکستاني چارواکي تل ادعا کوي چې تحریک طالبان پاکستان یا ټي ټي پي ډله د افغانستان خاوره په پاکستان کې د بریدونو له پاره کاروي، هغه ادعا چې په افغانستان کې د طالبانو ادارې رد کړې ده. طالب چارواکي په پاکستان کې وروستۍ ناامنۍ د دغه هېواد د داخلي عواملو له امله بولي.

آیا روان کال هم افغانستان په نړیوالو اړیکو کې شا تګ وکړ؟