1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

مجاهد: د ازبکستان او تاجکستان د راکټي بریدونو عاملین مو وژلي

۱۴۰۱ تیر ۲۶, یکشنبه

طالبان ادعا کوي، چې ځواکونو یې د ازبکستان او تاجکستان د راکټي بريدونو يو شمېر عاملين وژلي او يو شمېر نور يې نيولي دي. ذبیح الله مجاهد ویلي چې طالبانو په دغو عملیاتو کې د «خوارج» یو مرکز هم ویجاړ کړی دی.

https://p.dw.com/p/4EFQJ
Afghanistan PK der Taliban
انځور: Stringer/REUTERS

طالبانو ادعا کړې چې د دې ډلې ځواکونو د شنبې او يکشنبې په منځنۍ شپه د کندز ولایت په امام صاحب ولسوالۍ کې د «خوارجو» یو مرکز کشف او له منځه وړی دی.

طالب وياند ذبيح الله مجاهد پر خپله ټويټر پاڼه ليکلي، چې په دې عملياتو کې درې تنه چې څو موده وړاندې یې  تاجکستان او ازبکستان  په توغندیو په نښه کړی و، وژلي او پنځه نور یې ژوندي نیولي دي.

ذبيح الله مجاهد د دې پېښې د یوه نیول شوي کس د څرګندونو ویډیو هم خپره کړې ده.

نیول شوی سړی چې سترګې یې پټې دي وايي چې د داعش ډلې د یوه غړي په همکارۍ له کابل ولایت څخه کندز ته تللی و.

ظاهراً نیول شوی کس ادعا کوي چې «د مقاومت د جبهې او داعش ډلې تر منځ همغږي شته او توغول شوي راکټونه د مقاومت د جبهې له خوا له داعش سره په همغږۍ برابر شوي دي.»

 خو د دغو څرګندونو حقیقت خپلواکو سرچینو نه دی تایید کړی.

تر دې وړاندې هم د طالبانو له خوا له بندیانو څخه د جبري څرګندونو اخیستل د بشري حقونو د ډېرو بنسټونو له انتقادونو سره مخ شوي دي.

 که څه هم د مقاومت جبهې په دې اړه څه نه دي ویلي، خو دغې جبهې تل له داعش ډلې سره هر ډول تړاو رد کړی دی.

څه موده وړاندې د ازبکستان او تاجکستان چارواکو اعلان وکړ چې د افغانستان له خاورې څخه د دغه هېواد پر ځینو برخو راکټي بریدونه شوي دي.

ازبکستان وايي د افغانستان له لورې ورباندې ګولۍ توغول شوي دي

تر اوسه طالبانو له افغانستان څخه پر  ازبکستان او تاجکستان د دغو بریدونو په اړه څه نه دي ویلي.

 که څه طالبانو  تل ټینګار کړی چې له افغانستان څخه نورو هېوادونو په ځانګړې توګه ګاونډیو هېوادونو ته کوم ګواښ نشته، خو له افغانستان سره پر پوله پراته هېوادونه په دغه هېواد کې د ترهګرو ډلو له فعالیتونو اندېښمن دی.

په افغانستان کې د طالبانو له واکمنۍ وروسته په دغه هېواد کې د اسلامي دولت نومې  ډلې (داعش) فعالیتونه زیات شوي دي.