1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

ازبکستان: د افغانستان له لورې پنځه ګولۍ توغول شوي دي

۱۴۰۱ تیر ۱۵, چهارشنبه

ازبکستان وايي د سه شنبې په ورځ د افغانستان له خاوري د دوی حریم باندې پنځه ګولۍ توغول شوي دي. د ازبکستان د بهرنیو چارو وزارت وايي دغه ګولۍ نه دي چاودلي او مرګ ژوبله نه لري.

https://p.dw.com/p/4DjD9
Usbekistan | Unruhen in Karakalpakstan
انځور: KUN.UZ/REUTERS

د فرانسې خبري آژانس له تاشکنده د ازبکستان د بهرنيو چارو وزارت په حواله لیکي چې دغو ګوليو مرګ ژوبله نه ده اړولې، خو سرحد ته نژدې ېې څو کورونو ته جزئي زيانونه اړولي دي.

په افغانستان کې د داعش سيمیزې څانګې په اپریل مياشت کې ادعا کړه وه چې پر ازبکستان باندې يې توغندويز برید کړی، خو د ازبکستان د بهرنيو چارو وزارت هغه وخت ويلي وو چې دغه ادعا دروغ ده.

د ازبکستان د بهرنيو چارو وزارت په يوه اعلامیه کې ويلي دي: «د ۲۰۲۲م کال د جولای مياشتې په ۵مه نيټه، د ماسپيښن شاوخوا ۴ بجې او ۲۰ دقيقې د ازبکستان په سرحدي سیمه کې د پنځو ګولیو د لګیدلو یادونه شوې، چې په احتمال سره د افغانستان له حریمه توغول شوي دي.» په اعلاميه کې زياته شوې ده چې دوی په دې ارتباط افغانستان لوري سره پر خبرو اترو بوخت دي تر څو د پيښې علت پيدا کړي.

د تاشکند حکومت په کابل کې د طالبانو له حکومت سره، پرته د رسميت پيژندلو، یو لړ اړيکې برقراره کړي دي.

د بهرنيو چارو وزارت په اعلاميه کې زياته شوې: «د يادونې وړ ده چې د ګوليو د غورځيدو پر وخت کومه چاودنه نه ده رامنځ ته شوې او په نهایت کې ېې انساني تلفات نه دي اړولي او نه هم تخریبات لري.» خو په رپوټ کې د اعلاميه په حواله بل ځای ويل شوي دي چې افغانستان سره په سرحدي ښار ترمز کې «څلور شخصي کورونه په جزئي توګه تخریب شوي دي.»

د ازبکستان د بهرينو چارو وزارت اعلامیه چې پر تیلګرام خپره شوې، په کې ويل شوي چې دغه پنځه ګولۍ د فوټبال په یوه میدان کې وموندل شوي دي چې بيا د پوځ د انجنيرۍ ډلې له خوا شنډې کړل شوې.

ازبکستان دا وخت په ترمز کې پر دې کار کوي تر څو دغه سرحدي ښار د سويلي آسیا هیوادونو لکه افغانستان، پاکستان او هندوستان له پاره پر یو سوداګریز مرکز بدل کړي.

ازبکستان د شاوخوا ۳۵ ميلیونه نفوس په درلودولو د منځنۍ اسیا تر ټولو ډير نفوس لرونکی هیواد دی. دغه هیواد له افغانستان سره ۱۴۴ کیلومتره سرحد لري.

آ/م.ک.ص./س.م.