1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د طالبانو د بهرنیو چارو سرپرست سمرقند ته تللی

شکیلا ابراهیم خیل | شبنم الکوزۍ
۱۴۰۲ فروردین ۲۴, پنجشنبه

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت اعلان کړی دی چې د دغه وزارت سرپرست امیرخان متقي د افغانستان د ګاونډیو هېوادونو په غونډه کې د ګډون له پاره ازبکستان ته تللی دی.

https://p.dw.com/p/4PzsR
د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت سرپرست وزیر امیر خان متقي
د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت سرپرست وزیر امیر خان متقيانځور: Rahmat Gul/AP Photo/picture alliance

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت اعلان کړی دی چې د دغه وزارت سرپرست امیرخان متقي د افغانستان د ګاونډیو هيوادونو د بهرنیو چارو د وزیرانو په غونډه کې د ګډون له پاره ازبکستان ته تللی دی. ټاکل شوې ده چې د افغانستان د ګاونډیو هيوادونو څلورمه غونډه به نن په سمرقند کې ترسره شي.د قطر یو پلاوی کابل ته رسېدلی او له اميرخان متقي سره ېې کتلي

نن (پنجشنبه، اپریل ۱۳) د ازبکستان سمرقند ښار د افغانستان او د ګاونډیو هيوادونو د بهرنیو چارو د وزیرانو کوربه دی.

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت وايي چې د دغه وزارت سرپرست امیرخان متقي په دې غونډه کې د ګډون له پاره د یوه پلاوي په مشرۍ سمرقند ته رسېدلی دی.بلاول بوټو د طالبانو د منزوي کولو له پایلو خبرداری ورکړی

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت د ویاند مرستیال حافظ ضیا احمد تکل وايي چې متقي د ازبکستان په رسمي بلنه د افغانستان د ګاونډیو هيوادونو د بهرنیو چارو د وزیرانو په غونډه کې د ګډون په موخه دغه هيواد ته تللی دی.

هغه زیاته کړه د غونډې په څنډه کې به د طالبانو د بهرنیو چارو سرپرست وزیر امیر خان متقي د افغانستان د یو شمېر ګاونډیو هيوادونو د بهرنیو چارو له وزیرانو سره وګوري او خبري اتري به وکړي.

د روانې اوونۍ په لومړیو ورځو کې روسي رسنیو د ازبيکستان په سمرقند ښار کې د روسیې په مشرۍ د افغانستان د ګاونډیو هيوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو د غونډې د جوړېدو خبر ورکړی و.

طالبانو د تاشکند غونډې ته پلاوی لیږلی

د روسي رسنیو د راپورونو له مخې، د دغه هيواد د بهرنیو چارو وزارت په افغانستان کې د پېچلو امنیتي وضعیت، د تروریستي فعالیتونو د زیاتوالي او د نشه یي توکو د تولید له امله دغه غونډه مهمه بللې ده.

په دې ناسته کې به د روسیې، چین، ایران، پاکستان، تاجيکستان، ترکمنستان او ازبيکستان د بهرنیو چارو وزیران حضور ولري.

 دا د افغانستان د ګاونډیو هيوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو څلورمه غونډه ده چې طالبانو ته پکښې د لومړۍ ځل له پاره بلنه ورکول شوې.

پر افغانستان د طالبانو له واکمنۍ ټیک ۲۰ میاشتي کیږي، خو لا هم هیڅ هیواد دغه ډله په رسمیت نه ده پیږندلې، خو سربیره له دې ځیني ګاونډ او سیمه ایز هیوادونه بیا له طالبانو سره تعامل لري.  

 

شبنم الکوزۍ له دویچه ویلې سره په پښتو او دري ژبو د مولټي میدیا خبریالې په توګه کار کوي.@dwalokozai