1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

بلاول بوټو د طالبانو د منزوي کولو له پایلو خبرداری ورکړی

۱۴۰۱ مهر ۶, چهارشنبه

د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر له نړيوالې ټولنې غوښتي چې طالبان دې له سیاسي صحنې څخه نه لیري کوي او یو وار بیا یي د دوی د منزوي کولو له خطرناکو پایلو څخه خبرداری ورکړی. مخالفې ډلې بیا پر طالبانو د فشار زیاتولو غوښتنه کوي.

https://p.dw.com/p/4HTRK
Antony Blinken und  Bilawal Bhutto-Zardari  in Washington
انځور: Kevin Lamarque/AFP

د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر بلاول بوټو زرداري له فرانسې خبري آژانس سره په یوه مرکه کې چې په واشنګټن کې يې د سفر په ترڅ کې کړې، د «موازي حکومت» د رامنځته کیدو څخه يې خبرداری ورکړی.

امریکا متحده ایالاتو پر طالبانو د بې اعتمادۍ په دلیل د افغانستان د کنګل کړې شتمنۍ يوه برخه د سویس یو بانک ته انتقال کړې.

بوټو زرداري د سه شنبې په ورځ وویل: «موږ له تیرو زده کړي دي کله چې ځان مسئول ونه بولو او مخ واړو، شاید داسې پایلې چې موږ یي نه غواړو ایجاد شي او پخپله موږ ته لا زیاتې ستونزې رامنځته شي.»

نوموړي د خپلو خبرو په دوام وویل: «زه ډاډه یم چې د اقتصاد د پاشل کیدو، د پناه غوښتونکو د ډله ایزې وتنې او لکه د داعش او دې ته ورته سازمانونو له پاره د نوو افرادو د جذب د ګوښونو په اړه زموږ انديښنې له هغو انديښنو ډیرې مهمې دي چې شاید د هغوی (طالبانو) د مالي بنسټونو په اړه موجودې دي.»

اړوند: شريف له افغانستان او پاکستان سره مرستې وغوښتې

وروسته له دې چې امریکا متحده ایالاتو د تیر کال په اګست کې په افغانستان کې تر دوو لسیزو اوږدې جګړې ته د پای ټکې کیښود، طالبان بيا په افغانستان کې واک ته ورسېدل.

د دې په تعقیب له پاکستان سره د امریکا اړیکې سړې شوې. واشنګټن د پاکستان ځواکمن نظامي او استخباراتي سازمانونه په دې تورن کړل چې په پټه د طالبانو ملاتړ کوي او په عین وخت کې امریکایي ځواکونو ته لوجیستیکي امکانات برابروي.

د یو شمیر پخوانیو پاکستاني چارواکو برعکس بیا بلاول بوټو د طالبانو هرکلی نه دی کړی. خو نوموړی په دې باور دی چې طالبان د ښځو د حقونو په ارتباط انديښنو په هکله چې په شدید ډول محدود شوي «سیاسي فضا» ته اړتیا لري.

هغه وویل: «د تاریخ په اوږدو کې دین سالاره او استبندادي رژیمونو د اقتصادي کړکیج په دورو کې د خپلو اتباعو د حقونو زیاتولو ته چندان لیوالتیا نه درلودله، بلکي هغوی اکثره پر فرهنګي مسایلو او نورو ستونزو تکیه کوي، څو خلک په دا ډول مسایلو کې مصروف وساتي.»

د امریکا متحده ایالاتو استازو په اګست میاشت کې له طالبانو سره خبرې اترې ودرولې. دوی وویل چې طالب ملیشه و د القاعده مشر ایمن الظواهري ته پناه ورکړه او په دې توګه یي د خپلو ژمنو خلاف عمل کړی دی. د جولای پر ۳۱ نېټه ایمن الظواهري په کابل کې په خپل کور کې د امریکا د یوه بې پیلوټه الوتکې په برید کې ووژل شو.

اړوند: شهباز شریف: هیواد مو د خوراکي موادو له کمښت سره مخ دی

۳۴ کلن زرداري چې په اکسفورډ پوهنتون کې یې تحصیل کړی دی پنځه مياشتي مخکې یي د بهرنیو چارو وزیر په توګه کار پیل کړی دی. دا په داسې حال کې ده چې سیلابونو د دغه هیواد یو پر دریمه برخه لاندې کړې وه.

د دوشنبې په ورځ تر یوې لیدنې کتنې وروسته د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلینکن له پاکستان سره د اوږدمهاله ملاتړ ژمنه وکړه.

دغه لوړپوړي امریکایي ديپلومات په یوه پيغام کې چې په پاکستان کې يې ډېر هرکلی و نه شو، له اسلام آباده غوښتي دي چې له چین څخه دې غوښتنه وکړي چې د پاکستان د پورونو ساختار یا جوړښت دې بدل کړي. ځکه پيکنګ د هند اوقیانوس ته د لاسرسي په خاطر په پاکستان کې د اړینو زیربناو پر جوړولو میلیونونو ډالره لګولي دي.

بلاول بوټو زرداري د بلینکن د څرګندونو په اړه د یوې پوښتنې په ځواب کې وویل چې له چین سره یي خبرې اترې ډيرې اغیزمنې وې او هیله لري چې تر بې ساري سیلابونو وروسته مرستې «د سترو قدرتونو د رقابتونو او جیوستراتیژیکو مسائلو قرباني نه شي.»

د ډېرو پاکستانیانو په نظر چین یو عادي متحد دی، خو امریکا متحده ایالات بیا متفاوت نظر لري او په وار وار یي د پاکستان له مختلفو حکومتونو څخه غوښتي دي چې په چین کې دې د ایغور اقلیت او نورو مسلمانانو د ډله ایز حبس په هکله په صراحت سره دریځ ونیسي. هغه غوښتنې چې هر وار د پاکستاني سیاستوالو له خوا رد شوي دي. واشنګټن د ایغور مسلمانانو پر وړاندې د چین اقداماتو څخه د نسل وژنې په توګه یادونه کوي.

آژانسونه: ش.ن/ ن.ز

آیا د پاکستان او طالبانو ترمنځ اړیکې مخ پر خرابیدو دي؟