1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
ټولنهمالي

مالي کې د یوه بس د چپه کېدو په پيښه کې ۳۱ کسان مړه شوي

۱۴۰۲ اسفند ۹, چهارشنبه

د مالي د ټرانسپورټ وزارت د سې‌شنبې په ورځ وویل، چې د دغه هېواد په سویل ختیځ کې یو بس له پله څخه لوېدلی، چې ۳۱ کسان پکې مړه شوي او لس نور ټپيان شوي دي.

https://p.dw.com/p/4cyDl
Mali, Timbuktu | Rettungswagen
انځور: Maimouna Moro/AFP/Getty Images

په مالي کې د یوه مسافر وړونکي بس موټر د چپه کېدو له امله ۳۱ کسان مړه شوي دي. د دغه هېواد د ټرانسپورټ وزارت د معلوماتو له مخې، دغې پېښې کې لس نور مسافر «سخت» ټپيان شوي، چې د ځینو روغتیايي حالت نازک دی.

ټرانسپورټ وزارت ویلي دي چې دا بس د مالي له سویل ختیځ څخه ګاونډي هېواد بورکینافاسو ته روان و، چې د یوه پله څخه لوېدلی دی. د لومړنیو معلوماتو له مخې، ښايي موټر چلوونکي د بس کنټرول له لاسه ورکړی و.

په مالي کې دا وړ ټرافیکي پېښې ډېرې کېږي. د لویدیځې افریقا د دې هېواد سړکونه او موټر تر ډېره په ناوړه حالت کې دي. د روانې میاشتې په لومړیو کې هم د مالي هېواد باماکو سیمې ته روان یو بس له یوې بار وړونکې لارۍ سره جنګېدلی و، چې په هغې پېښې کې هم ۱۵ کسان مړه او ۴۶ نور ټپیان شوي وو.

(AFP)pa/af/OD

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب