1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
فوټبالنړیوال

لیونل ميسي په اتم ځل د سرو زرو توپ جایزه وګټله

۱۴۰۲ آبان ۹, سه‌شنبه

لیونل ميسي یو ځل بیا د سرو زرو توپ جایزه وګټله. د اتم ځل لپاره د طلا توپ جایزي په ګټلو سره نوموړي تر کریسټیانو رونالډو درې توپه ډېر ترلاسه کړي دي. د اسپانيا د نړیوال جام اتلې آیتانا بونماتید بیا د ښځو جایزه وګټله.

https://p.dw.com/p/4YEOR
د سرو زرو د توپ د جایزي ګټونکی میسي
د سرو زرو د توپ د جایزي ګټونکی میسيانځور: Stephanie Lecocq/REUTERS

د ارجنټاين دغه ۳۶ کلن د فوټبال د تیر فصل د ویاړ دا جایزه د دوشنبې په ورځ (د ۲۰۲۳م کال د اکتوبر ۳۱مه نيټه) په پاریس کې ترلاسه کړه. تېر کال بیا کریم بینزیما دغه جایزه ګټلې وه.

د ميسي لپاره دا جایزه تر بل هر څه ډیر په قطر کې د تیر کال د فوټبال په نړیوال جام کې د هغه د ښې لوبي او فعالیت په نظر کې نیولو سره وکړل شوه. د فوټبال دغه ستوری وتوانید چې ارجنټاین په یاد فصل کې بریا ته ورسوي. لیونل ميسي په یاد نړیوال جام کې اووه ګولونه ووهل او د سیالیو غوره لوبغاړی وټاکل شو.

ميسي د سټیج پر سر د ډیویډ بکهم څخه د جایزې ترلاسه کولو پر وخت وويل: «دا د ټول ارجنټاین د ټیم لپاره ډالۍ ده چې موږ ترلاسه کړي ده.»

لیونل ميسي په دې مراسمو کې ډیاګو مارادونا ته اشاره وکړه، چې په حقیقت کې د دوشنبې په ورځ د اکتوبر پر ۳۰مه د دغه وتلي فوټبالي ستوري د زیږون ورځ وه.

میسي وویل: «ډیاګو ستاسو د زوکړې ورځ دې مبارک شي دا ستاسو لپاره هم ده.»

لیونل ميسي د اتم ځل لپاره د طلا توپ د جایزې د ترلاسه کولو وروسته د خپل پخواني سیال کریسټیانو رونالډو څخه درې ډېر د طلا توپ ګټلي.

د سرو زرو توپ د فوټبال کلنۍ جایزه ده چې د فرانس فوټبال مجلې لخوا د نړۍ د کال غوره فوټبالر ته ورکول کیږي.دا جایزه د لومړي ځل لپاره په ۱۹۵۶ کې ورکړل شوه.

لیونل میسي په ۲۰۰۹، ۲۰۱۰، ۲۰۱۱، ۲۰۱۲، ۲۰۱۵، ۲۰۱۹، ۲۰۲۱ او ۲۰۲۳ کلونو کې دا جایزه ګټلی ده.