1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
سپورتاروپا

ميسي د ګولونو ريکارډ مات کړ

۱۳۹۹ دی ۳, چهارشنبه

د فوټبال وتلي لوبغاړي لیونل ميسي، د پخواني برازيلي فوټبالر، پلې، د ډيرو ګولونو ريکارډ مات کړ. پلې په دې هکله ميسي ته مبارکي ورکړې ده.

https://p.dw.com/p/3n9U5
Lionel Messi in Barcelona 2020
انځور: Imago Images/AFLOSPORT

د بارسيلونا د فوټبال کلب مشهور ارجنټيني لوبغاړي ليونل ميسي د دسمبر مياشتي پر ۲۲مه د پخواني برازيلي فوټبالر پلې، د ډيرو ګولونو ريکارډ مات کړ. پلې هم په همدغه کلب کې لوبيدلی. په دې ترتيب سره ميسي د دغه کلب تر ټولو ډير ګول وهونکی لوبغاړی شو.

ميسي د ريال والياډوليد سره د لوبې په ۶۵ دقيقه کې د ګول په وهلو، د خپلو ګولونو شمیر ۶۴۴ ته ورساوه او په دې سره يې نوی ريکارډ جوړ کړ. دا په لوبه کې د ميسي وروستی ګول وو. لوبه درې صفر پای ته ورسيده.

تر دې وړاندې د برازيل د فوټبال ستوري، پلې، د ايف سي بارسيلونا کلب له پاره ۶۴۳ ګولونه وهلي ول چې يو ريکارډ وو.

تر لوبې وروسته، د بارسيلونا کوچ، رونالد کوئيمان، ميسي ته مبارکي ورکړه. هغه وويل: «زه ميسي ډير خوشاله وينم، هغه ډيره خواري کوي او په لوبو کې زموږ د حملې د برخې يوه مهمه حصه ده.»

میسي هم پر خپل انستاګرام باندې د خپلې خوشالۍ اظهار کړی دی. هغه ليکلي دي: «ما نن د پلې ريکارډ مات کړ، خو کله چې ما ورزش پيل کړ نو هيڅکله مې دا فکر نه کاوه چې کوم ريکارډ به ماتوم.»

Brasilien Pele soll unter Depressionen leiden
د ۶۴۳ ګولونو ريکارډ درلودونکی پخوانی فوټبالر پلېانځور: Getty Images/AFP/F. Fife

ميسي په دغه پيغام کې له خپلې کورنۍ، ملګرو او ټولو هغو کسانو څخه مننه کړې چې له کلونو راهيسې يې ورسره همکاري کړې ده.

پخواني ريکارډ درلودونکي، پلې هم په دې هکله میسي ته مبارکي ورکړې ده. پلې پر انستاګرام ليکلي: «ميسي، تاته دې مبارک وي چې تاريخي ريکارډ مو جوړ کړ. تر دې لويه مبارکي د دې درکوم چې تاسو د بارسيلونا ټيم تر ټولو ښه لوبغاړی ياست.»

خو پلې يو څه د خپګان اظهار هم کړی دی. هغه لیکلی دي: «خو له بده مرغه له يوه کلب سره زموږ د اوږدې مودې د ملګرتيا خبرې، د فوټبال په نړۍ کې ډيرې لږ یادونه کیږي.»

پلې اوږده موده د بارسيلونا کلب غړیتوب درولود. نوموړي د دغه کلب په ۶۴۳ لوبو کې برخه اخیستي چې ۶۴۳ ګولونه يې پکې لگولي دي، خو ميسې بيا د پلې دغه ريکارډ په ۹۶ ډيرو لوبو يعنې ۷۴۹ لوبو کې مات کړ.

دویچه وله ا/م.ک.ص./ن.ز.

پر ورته موضوع په اړه زموږ له آرشيف څخه يو انځوريز البوم(03.07.2017):