1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
پوههسعودي عربستان

لومړنۍ سعودۍ ښځې فضا ته سفر وکړ

۱۴۰۲ خرداد ۱, دوشنبه

د لومړي ځل له پاره د سعودي عربستان یوې میرمن فضا ته سفر کړی. ریانه برناوي د سېنې سرطان څېړونکې ده او هغې سره په دغه سفر کې جنګي پيلوټ، علي القرني، او امریکايي همکاران هم مل دي.

https://p.dw.com/p/4ReVd
Axiom Ax-2 Mission Launch
انځور: Axiom Space/AFP

ریانه برناوي چې د سينو د سرطان څېړونکې ده، د سعودي عربستان لومړنۍ ښځه ده چې نړیوال فضايي ستيشن (ISS) ته سفر کوي. دا فضا ته دوهم شخصي سفر دی چې د يکشنبې په ورځ د امریکا متحده ایالاتو له فلوريدا څخه پيل شو. د دوی سفر د اکسیوم سپیس شخصي شرکت له خوا تنظیم شوی دی.

فضا ته د اکسیوم دوهم ماموریت (Ax-2)، د فلوریدا په کيپ کاناورال کې واقع له کينيدي فضايي مرکز څخه پيل شو. د دوی ليږدونکي، سپیس فالکن ۹ فضا وهونکی توغندي، په ځايي وخت د مازدیګر په ۵ بجو او ۳۷ دقیقو پرواز وکړ.

په دغه ټيم کې له میرمن برناوي او پيلوټ علي القرني ترڅنګ، د ناسا پخوانۍ فضانورده پګي ويتسن او امریکايي سوداګر، جان شوفنر هم شامل دي
په دغه ټيم کې له میرمن برناوي او پيلوټ علي القرني ترڅنګ، د ناسا پخوانۍ فضانورده پګي ويتسن او امریکايي سوداګر، جان شوفنر هم شامل ديانځور: Saudi Press Agency/REUTERS

په دغه ټيم کې له میرمن برناوي او پيلوټ علي القرني ترڅنګ، د ناسا پخوانۍ فضانورده پګي ويتسن او امریکايي سوداګر، جان شوفنر هم شامل دي. په پام کې ده چې دوی به شا او خوا لس ورځې په مدار کې تېرې کړي.

ورته نور ولولۍ: ساینسپوهان: سپوږمۍ شاوخوا ۲۷۰ تریلیونه کیلوګرامه اوبه لري

فضا ته د سعودي عربستان د یو اتباع له خوا وروستی سفر په ۱۹۸۵ کې د هوايي قواو د پيلوټ، شهزاده سلطان بن سلمان بن عبدالعزیر له خوا ترسره شو. دغه سفر هم د امریکا متحده ایالاتو له خوا تنظیم شوی وو.

سعودي عربستان خپل د فضايي کمیسیون، په ۲۰۱۸ کې تاسیس کړ او فضا ته ېې د فضانوردانو د استولو په موخه يو پروګرام په لاره واچوه. برناوي د سعودي عربستان لومړنۍ میرمن ده چې فضا ته سفر کوي.

میرمن برناوي د خپل سفر په هکله وويل چې دا «د سعودي عربستان د لومړنۍ فضانورې په توګه، د سیمې استازيتوب کوي، دا د لوی ویاړ ځای دی او زه ډېره خوښه یم چې دا ترسره کوم.»

ورته نور ولولۍ: د سپيس ايکس امريکايي، روسي او جاپاني ستورمزلي ځمکې ته راستانه شول

د سپیس اکسیوم ميژن (ماموریت) ۲ ټيم
د سپیس اکسیوم ميژن (ماموریت) ۲ ټيمانځور: Joe Marino/UPI Photo/Newscom/picture alliance

سعودي عربستان چې د اسلام دین پېداېښت پکې شوی او د مسلمانانو قبله هم په کې ده، ښځو ته په کې يوازې څو کاله کيږي چې د موټرچلونی حق ورکړل شوی دی.

میرمن برناوي زیاته کړه چې په تمه ده چې خپلې تجربې له ماشومانو سره شريکي کړي. هغې وويل: «دا به ډيره هيجاني صحنه وي چې زه د هغوی مخونه په داسې یو حالت کې ووینم چې هغوی د لومړي ځل له پاره د خپلې سېمې فضارنوردان ويني.»

ورته نور ولولۍ: د سپوږمۍ مالک څوک دی؟

پيلوټ القرني بیا وويل چې «تل ېې د ناکشف شوو څيزونو تحقیقاتو ته ليوالتيا درلودلې او دا دی اوس د آسمان او ستورو ښکلاوې تعريفوي.» هغه زیاته کړه: «دا زما د علاقې وړ مسایلو تعقيبولو چې زه ېې په لټه کې یم، یو لوی فرصت دی او زه به اوس ښايي د ستورو منځ کې پرواز کوم.»

دويچه ویله ا/م.ک.ص./ب.ص.

پر ورته موضوع زموږ له آرشیف څخه یو انځوریز البوم: