1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

له کابل څخه چین ته الوتني پيل سوې

محمد ابراهيم سپيڅلی
۱۴۰۲ خرداد ۳, چهارشنبه

د طالبانو ادارې د هوايي چلند مسئولين وايي چي له چين سره يې د مسافر وړونکو الوتکو پروازونه پيل کړي دي. سوداګر وايي چي دا به له چين سره په سوداګريزه برخه کي هم ډېري ګټي ولري.

https://p.dw.com/p/4RlMN
Afghanistan Flughafen Kabul | Flugzeug PIA
انځور: KARIM SAHIB/AFP/Getty Images

د طالبانو د ټرانسپورټ او هوايي چلند وزارت ویلي دي چي د چهارشنبې په ورځ (۲۰۲۳م کال د می ۲۴) له کابل څخه د چين اورمچي ښار ته او له هغه ځايه کابل ته د مسافر وړونکو الوتکو پروازونه پيل سول.

اړوند:د افغانستان، تېلو او غازو کې پانګونې ته د چینایانو لېوالتیا

د هغوی د معلوماتو له مخي اوس به دغه الوتني په اونۍ کي یواري کیږي، چي د مسافرو په غوښتنه او ټینګار پيل سوي دي.

د طالبانو تر ولکې لاندي باختر خبري آژانس د چین او افغانستان ترمنځ د الوتنو بیا پیلېدو ته په اشارې سره لیکلي چي «چهارشنبه د می میاشتي ۲۴مه» په کابل کي د چین سفیر وانګ یو د طالبانو د باندنیو چارو له وزیر امیر خان متقي سره د لیدني پرمهال د تازه میوې په ځانګړي ډول د انارو د وارداتو پر زیاتوالي، دمس عینک کان د لومړنیو کارونو پر چټکتیا او په افغانستان کي د «ارزان بیه کورونو جوړولو» پروژې شروع کولو یادوني کړي دي.» 

اړوند: چین او ایران: طالبان دي د ښځو پر زده کړو او کار بندیز لیري کړي

د افغانستان د سوداګرۍ خوني سرپرست مشر حاجي محمد یونس مومند له چين سره پروازونه د دواړو هيوادونو ترمنځ د سوداګرۍ په برخه کي يو ښه ګام بولي. مومند له دويچه ويله سره په خبرو کي چین یو نړيوال سوداګریز هیواد ياد کړ او دا پروازونه يې د افغان سوداګرو له پاره يوه ښه اسانتيا وبلله.

 زموږ یوټیوب په دغه ادرس کتلای سی

هغه وويل: «تاسو ته بهتره معلومه ده، چي هوايي تګ او راتګ په دغسي حساسو شرایطو کي له چین هیواد سره یو خاص سوداګریز اهمیت لري. دا الوتني به زموږ په سرمایه ګذارۍ او سوداګرۍ کي د پام وړ ډېر والی راولي.»

کابل هوايي ډګر
کابل هوايي ډګرانځور: Hector Retamal/AFP

اړوند: چین د افغانستان د فرهنګي او تاریخي بنسټونو بیارغونې له پاره علاقه ښودلی

د کندهار پوهنتون د اقتصاد پوهنځي مخکنی استاد محمد ایوب کاکړ په اوس مهال کي چي پر افغانستان نړيوال بندیزونه لګېدلي له چین سره د الوتنو د شروع ترڅنګ د نورو یادو پروژو عملي کیدل ډېر ګټور ګڼي.

کاکړ دویچه ویله ته په خبرو کي وويل چي اوس افغانان د سختي وزګارتیا له لاسه د ډیرو اقتصادي ستونزو څخه کړیږي، چي «د چین هیواد په ورته پروژو کي به زیاتو هیوادوالو ته د کار زمینه برابره او که یومخ نه وي نو د زیاتو افغان کورنیو پر دسترخوان به یوه ګوله ډوډۍ پیداسي.»

دلته زموږ فېسبوک پاڼه هم کتلای سی

نوموړی له طالبانو غواړي چي په خپل دریځ کي د نرموالي په راوستلو له لوېدیځي نړۍ سره هم اړیکي پستې کړي، ترڅو یوار بیا د زیاتو هیوادونو «پاملرنه» افغانستان ته را وګرځي.