1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

چین د افغانستان تاریخي ځایونو بیارغونې ته لیواله دی

۱۴۰۱ تیر ۲۷, دوشنبه

چین وايي هېواد چمتو دی د افغانستان د فرهنګي او تاریخي بنسټونو د بیا رغونې په برخه کې ونډه واخلي. دا خبره د چین د اقتصادي او فرهنګي برخو مسئول «ماسټر خون او» د طالبانو د حکومت له چارواکیو سره په لیدنه کې کړې ده.

https://p.dw.com/p/4EIby
Kopie eines afghanischen Wandgemäldes aus dem Bamiyan-Tal
انځور: Charly Triballeau/AFP

نوموړي د افغانستان د کلتوري برخو په رغاونه کې د مشخصو همکاریو ډاډ ورکړی او زیاته کړې یې ده، چې چمتو دي چې د افغانستان په څېر هېواد کې د کلتوري میراثونو په بیا رغاونه کې ونډه واخلي.

په افغانستان کې د څه باندې څلورو لسیزو جګړو پر مهال د دغه هيواد تاریخي ابداتو او فرهنګي میراثونو هم زیان لیدلی.

د چین استازو که څه هم په مشخص ډول د کومې تاریخي سیمې یا فرهنګي نښې نوم نه دی ذکر کړی؛ خو ډاډ یې ورکړی چې په کلتوري برخو کې به ځانګړې همکاري وکړي.

په افغانستان کې د پخواني حکومت پر مهال د ډېرو تاریخي ابداتو د بیا رغاونې کارونه روان ول او په ډېرو سیمو کې تاریخي کیندنې هم پیل وې.

فرهنګي او فرهنګپاله کړۍ اندېښنه لري چې د طالبانو په راتلو سره به، په کلتوري برخو کې پیل شوي کارونه نیمګړي پاتې شي او په ځینو مواردو کې به د تاریخي سیمو د ناقانونه سپړنو رپوټونه هم ورکړل شوي.

طالبان وايي، د نورو برخو تر څنګ به فرهنګي او تاریخي اثارو ساتنه او بیارغاونه هم کوي.

د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت له پاره د طالبانو د حکومت د فرهنګ او هنر مرستیال عتیق الله عزیزي د چین له چارواکیو غوښتي دي چې د اقتصادي همکاریو سربېره دې دوی سره په فرهنګي او لرغون پېژندنې برخو کې هم خپلې تجربې شریکې کړي.

د طالبانو د حکومت چارواکیو دغه راز زیاته کړې، چې له یوه خصوصي شرکت سره یې د میس عینک د کان استخراج او هلته د موجوده تاریخي اثارو او لرغونې سیمې د تخریب مخنیوي په موخه هم خبرې کړي دي.