1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د طالبانو له خوا جبري ودونه؛ انفرادي قضیې که یوه عامه پديده؟

حسین سیرت | زمزمه نیازۍ
۱۴۰۱ شهریور ۹, چهارشنبه

د یوې ښځې د ویډیو کلیپونو خپرېدو چې د طالبانو د کورنیو چارو وزارت پخوانی ویاند په «جنسي تېري» او «جبري واده» تورنوي په افغانستان کې د طالبانو د غړو له خوا د اجباري ودونو په اړه اندېښنې زیاتې کړي.

https://p.dw.com/p/4GGuK
Afghanistan | Taliban feiern ersten Jahrestag des Rückzugs der US Truppen
انځور: Ali Khara/REUTERS

په ټولنیزو شبکو کې د الهې دلاورزي په نوم د یویې ښځې د یو لړ ویډیوګانو خپرېدو پراخ غبرګونونه پارولي دي.

نوموړې ادعا کوي چې د طالبانو د کورنيو چارو وزارت پخواني وياند سعيد خوستي ورسره په زوره واده کړى، شکنجه او وهلې يې ده.

سعید خوستي له الهې سره نکاح تائید کړې، خو له هغې سره یې تاوتریخوالی رد کړی دی او  ویلي یې دي چې دې ښخې ته یې  طلاق ورکړی.

که څه هم دا مسله په ټولنیزو رسنیو کې په پراخه کچه خپره شوې، خو تر دې وړاندې هم د طالبانو د غړو د دا ډول ودونو او ګڼو ودونو په اړه ګڼ راپورونه خپاره شوي دي.

څه موده مخکې د طالبانو مشر ملا هيبت الله اخندزاده په یوه حکم کې د دغې ډلې له غړیو وغوښتل چې له دویم، دریم او څلورمو ودونو څخه ډډه وکړي. دا حکم ظاهراً د طالبانو د غړو تر منځ د څو تنو ودونو ته اشاره کوي.

په وروستیو میاشتو کې داسې راپورونه خپاره شول چې د طالبانو ځینو قوماندانانو دوه یا درې ځلې ودونه کړي دي.

افغان سیمه ایزو رسنيو د سلواغې پر ٣مه داسې خبرونه خباره کړل، چې په تخار کې د طالبانو يو قوماندان په يوه اونۍ کې دوه ځلې واده کړى دى.

د دغو راپورونو له مخې، د تخار د درقد ولسوالۍ له پاره د طالبانو ولسوال شمس الدین همایون له یوې کونډې سره تر واده یوه اونۍ وروسته له یوې بلې نجلۍ سره واده وکړ.

که څه هم د طالبانو مشر د واده پر مهال د بالغو نجونو پر رضایت ټینګار کړی، خو راپورونه وايي چې د طالبانو د قومندانانو او غړو له خوا دغه حکم ته درناوی نه دی شوی.

په روزګان کې یوې نجلۍ چې نه یې غوښتل نوم یې واخلو، وویل چې له اجازې پرته یې په زوره له يوه طالب سره واده ته اړه شوې.

هغې د پلوشې په مستعار نوم دویچه ویله ته وویل: «ما پخپله دا تجربه کړې ده. دوې میاشتې کېږي چې زما له اجازې پرته یې زه بل چاته په نکاح کړې یم. هغوئ [طالبان] دي زور لري او ما د خپلو شخصي ګټو له پاره کاروي.»

د طالبانو په واکمنۍ کي د افغان ښځو ژوند

دغه نجلۍ وایي چې د عدل او انصاف په نوم هیڅ هم نشته: «هر ځای چې زه ځم، ټول قاضیان د طالبانو پلوي ملایان دي. دوی زما شکایت نه اوري. ماته وایي که شکایت وکړم په ډزو به مې ووژني.»

د بشري حقونو سرغړونې

د بشري حقونو کمیسیون  پخواني مرستیال عبدالاحد فرزام دویچه ویله ته وویل چې د خپرو شویو اسنادو له مخې مېرمن الهه د «اجباري واده» قرباني ده.

که څه هم د الهي دلاورزي او سعید خوستي د ادعاوو په اړه په خپلواکه توګه څېړنه ممکنه نه ده، خو فرزام وايي چې د وړاندې شویو څرګندونو او شواهدو پر بنسټ دغه مېرمن له څو میاشتو راهیسې له شکنجو او بد چلند سره مخ وه ځکه نو په خبره یې «دا مسله د شکنجې یوه بیلګه ده».

د فرزام په وینا: «د ښځو پر وړاندې د طالبانو له چلند څخه دا جوته کېدای شي چې جبري ودونه د طالبانو له نا اعلان شویو پالیسیو څخه یوه ده.»

د ښځو د حقونو يوې فعالې هودا خموش چې څو مياشتې وړاندې يې په کابل کې د طالبانو پر ضد په لاريونونو کې برخه اخيستې وه، دويچه ويله ته وويل چې د طالبانو له خوا د ښځو د جبري ودونو له څو قضيو خبر ده.

هغې وويل: «کومې څیړنې چې ما له شمالي ولایتونو پیل کړې ډیرې نجونې په جبري ډول طالبانو نکاح کړي یا یې هم کورنۍ مجبوري کړي چې لوڼې یې دوئ ته ورکړي.»

واک ته د طالبانو له راتګ وروسته، افغان ښځو خپلې ازادۍ او حقونه له لاسه ورکړي او د ځینو سکتورونو په استثنا له کار کولو منع شوې او پر کور ناستي دي.

ايمنستي: په افغانستان کې ښځې له «تدريجي» مرګ څخه خبره کوي

د بخښنې نړیوال سازمان یوې څیړونکې نیکولیټ والډمن د روانې میاشتې په پیل کې دویچه ویله ته وویل چې په تیر کال کې په افغانستان کې د ښځو او نجونو حقونه له منځه تللي او له سیستماتیک تبعیض سره مخامخ دي.

والډمن زیاته کړه، چې په افغانستان کې ښځې د خوندي، ازاد او هوسا ژوند حق نه لري او دا ژوند د دوی له پاره «ریښتیا هم وحشتناک» دی.

د بخښنې نړیوال سازمان راپور ښیې چې د ماشومانو ودونه زیات شوي او په ځینو مواردو کې د طالبانو قوماندانانو ښځې جبري ودونو ته اړي کړي دي.

د بخښنې نړیوال سازمان څیړونکي وویل: «موږ داسې قضیې اوریدلي چې واقعیاً د اندېښنې وړ وضعیت په ګوته کوي.» هغې زياته کړه چې د «تېر په پرتله د اجباري ودونو او د ماشومانو د ودونو شمېر زيات شوى دى».