1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

له پاکستان سره د ډنډ پټان لاره پرانېستل شوه

محمد اسماعیل شاکر
۱۴۰۱ شهریور ۴, جمعه

ځايي چارواکي وايي چې له پاکستان سره د ډنډ پټان لاره د قومي مشرانو په منځګړیتوب د سوداګرۍ او عامو خلکو د تګ راتګ له پاره پرانېستل شوې ده. د دې لارې پرانېستل کېدو څه اسانتیا رامنځته کړه؟

https://p.dw.com/p/4G5tG
آرشیف انځور
آرشیف انځورانځور: AFP/Getty Images

 

د پکتیا ولایت چارواکي وايي چې ډیورنډ ته څېرمه د ډنډې پټان لاره په عادې ډول د خلکو او سوداګرو له پاره پرانېستل شوې ده.

د ځايي اوسېدونکو په وینا لاره شاوخوا یوه میاشت وړاندې طالبانو هغه مهال وتړله کله چې د پاکستان پوله ساتو ځواکونو په ډزو کې یو افغان مړ او دوه نور ټپیان شول.

د دغه ولایت له پاره د طالبانو د اطلاعاتو او کلتور رئیس خالقیار احمدزي دویچه ویله ته ومنله چې لاره یې د پاکستان له لورې تر ننواتې وروسته پرانېستې ده: »همداسې یوه غوښتنه ترې شوې وه چې دوی باید ننواتې وکړي چې بالاخره پاکستانی لوری دې ته اړ شو او دې شرط ته یې غاړه کېښوده چې افغان لوري هم له لارې موانع لېرې کړل.»

دغه ځايي طالب چارواکی زیاتوي چې په دې اړه لا نورې خبرې هم کیږي چې له ډیورنډ اوښتونکو افغانانو له پاره هلته نورې لازمې اسانتیاوې هم برابره کړي.

د لارې تړل کېدو له امله پاکستان ته پرلاره په ډبرو سکرو بار سلهاوو لارۍ موټر هم ولاړ ول.

د تورخم دروازه بيرته پرانيستل شوه

له دې لاري پر سوداګرۍ سربیره هغو ناروغانو ته هم له ویزې او پاسپورټ پرته پاکستان ته د اوښتو اجازه ورکول کیږي چې په افغانستان کې یې درملنه سخته وي.

د ډنډې پټان ولسوالۍ یوه اوسېدونکي ذبیح الله تنویر دویچه ویله ته وویل د لارې تړل کېدو له امله ډیورنډ کرښې د دواړو غاړو اوسېدونکو ته درانه زیانونه اوښتي دي: «خوشبختانه نن دغه لار د دواړو خواوو له لورې پرانېستل شوې ده چې له هغې غاړې د تازه سبزیو او نورو خوراکي توکو اسانه تګ راتګ به په دغو سیمو کې د بیو پر ټيټوالي هم مثبت تاثیر وکړي، دغه راز له دې لورې به صادرات اسان شي.»

ځايي چارواکي وايي، چې پاکستان دغه راز ژمنه کړې چې تردې وروسته به هره ورځ شاوخوا ۵۰۰ افغانانو ته په تذکره له کرښې د تېرېدو اجازه ورکوي.

غلام خان؛ له پاکستان سره نوی سوداګریز بندر