1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د تورخم دروازه بيرته پرانيستل شوه

۱۳۹۸ بهمن ۹, چهارشنبه

تورخم دروازه، چې نن سهار پاکستانیو ملېشو تړلې وه، له لس ساعته بندښت وروسته بيرته پرانيستل شوه. د ننګرهار د والي ویاند عطاالله خوږیاڼي دویچه ويله ته وویل، دا لار پاکستانیو ځواکونو د امنیتي ملحوظاتو له امله تړلې وه.

https://p.dw.com/p/3Wx9m
Pakistan und Afghanistan Grenzöffnung bei Torkham
انځور: DW/O. Deedar

په ننگرهار کې د دويچه ويله ځايي خبريال وايي چې اوس مهال تورخم دواړو غاړو ته د ولسي وګړیو اوږده کتارونه دي، چې له ختمېدو سره به یې بار وړونکې موټر هم پرېښودل شي.

تر مخکي د ننګرهار د والي ویاند عطاالله خوږیاڼي، د دغې دروازې د تړلو لامل امنیتي دلایل یاد کړی وو، خو داسې ګنګوسې وې چې پاکستان په افغانستان کې د پښتون ژغورنې غورځنګ په ملاتړ د لاریونونو او د چارواکو د څرګندونو په غبرګون کې دا کار کړی دی.

پاکستان ته د تلو په نیت له کوره راوتلي رحیم الله، د تلیفون پر لیکه دویچه ویله ته وویل چې سهار وخته تورخم ته تللی خو د دروازې د تړل کېدو له امله د ورځې تر دولسو بجو پورې هلته ولاړ او د دروازې خلاصون ته یې انتظار دی.

هغه روښانه کړه ډېر نور مسافر د دروازې دواړو غاړو ته په ستونزو کې دي او هیله لري چې دروازه ژر تر ژره خلاصه شي.

پاکستاني چارواکي ډېر وخت د ځینو سیاسي ناندریو او د امنیتي حالت ترینګلتیا له کبله د تورخم دروازه تړي، چې له امله یې ولسي وګړو، سوداګرو او مسافرو ته د ستونزو جوړېدو تر څنګ اقتصادي زیانونه هم اوړي.

لا تر اوسه پورې د پاکستان له خوا په دې اړه کوم رسمي نظر نه دی ورکړل شوی؛ خو د ننګرهار چارواکي وايي چې په تورخم کې له پاکستانیو چارواکو سره په خبرو بوخت دي.

اميد ديدار