1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د دوحې د ناستي په اړه د اروپایی ټولنی د استازي خبري

۱۴۰۳ خرداد ۱۴, دوشنبه

د افغانستان له پاره د اروپايي ټولني خاص استازي د طالبانو د بهرنيو چارو وزارت له سرپرست او د ايران د سفارت له مرستيال سره د دوحې د غونډې په اړه خبري اتري کړي دي. طالبانو په دغه غونډه کي د (معني لرونکي) حضور غوښتنه کړې ده.

https://p.dw.com/p/4ga4L
Sondergesandter der EU für Afghanistan Tomas Niklasson
په افغانستان کی د اروپایی ټولنی ځانگړی استازی، توماس نیکلسون انځور: WAKIL KOHSAR/AFP/Getty Images

په دوحه کي د افغانستان په هکله د ملگرو ملتونو د دريمي غونډي د جوړولو په درشل کي، په دغه غونډه کي د گډون له پاره د طالبانو د هڅولو په هکله هلي ځلي رواني دي.

د طالبانو د بهرنيو چارو وزارت اعلان کړی دی چي داروپايي ټولني ځانگړي استازي،د دغي ډلې د بهرنيو چارو د وزارت له سرپرست اميرخان متقي، سره ليدلي او د دوحې په دريمه غونډه کي يې د طالبانو د گډون پر اهميت ټينگار کړی دی.

د طالبانو د بهرنيو چارو وزارت په يوه خبرپاڼه کي راغلي دي چي توماس نيکلسن، د دوحې د غونډي په هکله د طالبانو د ادارې د بهرنيو چارو وزارت له سرپرست سره خپلي نظريې شريکي کړي دي.

د طالبانو د ادارې د بهرنيو چارو وزارت سرپرست ويلي دي چي طالبان د دوحې په غونډه کي د يوه (معني لرونکي) حضور غوښتونکي دي او په دغه ناسته کي خپل گډون ارزيابي کوي، خو په دې هکله نور جزيات نه دي ورکړل سوي.

همدارنگه په افغانستان کي د اروپايي ټولني  نمايندگي هم تر اوسه په دې هکله کوم څه نه دي ويلي.

علاوه پردې، په کابل کي د ايران  سفارت هم د نوموړي سفارت له مرستيال غلام رضا نجاري، سره د اروپايي ټولني د ځانگړي استازي له ليدني کتني څخه خبر ورکړی دی.

په کابل کي د ايران سفارت د يکشنبې په ورځ په ايکس پاڼه کي ليکلي دي چي په دغه ليدنه کتنه کي، دواړو خواوو د دوحې ددريمي غونډي  په هکله خبري اتري کړي دي.

په پام کي ده چي د افغانستان په هکله به د دوحې دريمه غونډه د ملگرو ملتونو په کوربه توب د جون مياشتي پر دېرشمه او جولای مياشتي پر لومړۍ نېټه په قطر کي جوړه سي.

د يادي غونډي په دوهمه دوره کي د طالبانو استازو ځيني مخکيني شرطونه وړاندي کړي وه چي ملگرو ملتونو هغه ونه منل او په نتيجه کي يې طالبانو په هغه کي گډون و نه کړ.

طالبانو د دوحې په دوهمه غونډه کي غوښتي وه چي د «ټول افغانستان له پاره د يوازيني استازي» په توگه به په هغې کي گډون کوي او د دې ضمانت به ورکول کيږي چي په کنفرانس کي به د دغي ډلې د حاکميت پر ډول انتقاد نه کيږي. خو د ملگرو ملتونو عمومي منشي ويلي ول چي «دغه ډول شرايط د منلو نه دی.» د هغه په خبره دغه شرايط له يوې خوا د افغانستان د نورو ټولنو له استازو سره د خبرو اترو خنډ گرځيدل او له بلي خوا دا کار (تقريباً د په رسميت پيژندلو) په معني هم وو.   

طالبانو تر اوسه پوري د دغي ناستي په دريم پړاو کي د گډون په هکله خپله پريکړه نه ده اعلان کړې.

دغي غونډي ته د طالبانو راغوښتل، د طالبانو د مخالفو سياسي گوندونو او اعتراض کوونکو ښځو غبرگونونه راپارولي دي.

ځينو اعتراض کوونکو ښځو، د دوحې په غونډه کي د طالبانو راغوښتل د «ترهگرۍ» د ملاتړ په توگه بللي او له نړيوالي ټولني څخه يې غوښتي دي چي له طالبانو سره د تعامل پر ځای دي په افغانستان کي د ښځو ملاتړ وکړي.

آیا د دوحې تړون په بشپړه توګه عملي شوی دی؟

GP/NZ/Ebrahimkhil, Shakila