1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
جرمونهاروپا

لندن: روسي هکران د کرونا واکسین په اړه پلټنو جاسوسي کوي

۱۳۹۹ تیر ۲۷, جمعه

لویدیځ تاسیسات چي همدا اوس د کرونا واکسین پر جوړولو کار کوي، د هغو روسي هِکرانو تر څارني لاندي راغلي چي د روسې د استخباراتو له پاره کار کوي. دا خبر د سایبري امنیت له پاره بریتانوي ادارې ورکړی.

https://p.dw.com/p/3fT42
USA Moderna Tests von Corona-Impfstoff
انځور: picture-alliance/dpa/S. Warren

په لندن کي د سایبري امنیت له پاره بریتانوي چارواکو څرګنده کړې چي د روسي استخباراتو د یوې برخي په توګه دغه هکري ډله، په ډیر یقیني ډول سره عمل کوي. د هغوی هدف په بریتانیا، کاناډا او امریکا متحده ایالاتو کي د واکسین جوړولو او په اړه یې د تحقیقاتو تاسیسات دي.

د ملي امنیت مرکز NCSC څرګنده کړې چي امریکا او کاناډا هم د بریتانوي چارواکو د خبرو په تائيد وايي چي د APT29 په نامه ډله د روسیې په استخباراتو پوري اړه لري. نوموړې ډله د خرسانو په لباس کي پر لار دي او داسي تور ورباندي لګول کیږي چي په ۲۰۱۶م کال کي د امریکا متحده ایالاتو تر پارلماني انتخاباتو مخکي یې د دیموکراټانو پر ګوند هِکري بریدونه پیل کړي ول.

سربیره پر دې ویل کیږي چي د ارقامو دغه ډول غلا د سبوتاژ په معنی، بلکي دا صنعتي جاسوسي ده. د ملي امنیت د مرکز NCSC په حواله دغه هکري ډله خپلو فعالیتونو ته ادامه ورکوي او د هدفمندانه جعلي ایمیلونو تر څنګ د بیلابیلو تخنیکي وسایلو څخه هم کار اخلي.

Ministers - Thursday 2 July 2020 - Downing Street, London
د بریتانیې د بهرنیو چارو وزیر دومنیک رابانځور: picture-alliance/Photoshot/UPPA/Avalon/J. Ng

د بریتانيا خارجه وزیر دومنیک راب ټینګار کوي چي دا په هیڅ ډول د منلو وړ نه ده چي د روسیې استخبارات هغه کسان خپل هدف وګرځوي چي د کرونا ویروس د پاندیمي پر ضد عمل کوي. په داسي حال کي چي نور کسان په بې رحمانه چلند سره خپلي شخصي ګټي لټوي، بریتانیا او د هغه متحدین بیا په ډیري سختۍ سره خپل کار پر مخ بیايي تر څو یو واکسین جوړ او په نړیواله سطحه د خلکو روغتیا وژغوري.

راب اعلان وکړ چي هیواد به یې د هغو کسانو په مقابل کي ودریږي چي د دغه ډول سایبري بریدونو تر شا ولاړ دي. خو په مسکو کي د کریملن یوه ویاند د لندن له خوا دغه ډول تورونه په کلکه رد کړي.

په انتخاباتو کي د روسیې د لاسوهني په اړه رپوټ

د چارواکو له خوا دا ډول تورونه د هغه رپوټ تر خپرولو یوازي څو ورځي مخکي رامنځته سوي چي ښايي د بریتاینا د محافظه پال حکومت له پاره خوش آینده نه وي.

د بریتانیا د استخباراتي ادارې له خوا رپوټ د بریتانیا د شاهي سلطنت په سیاست او انتخاباتو کي د روسیې لاسوهنه په ګوته کوي. خارجه وزیر راب په پارلمان کي د یوه تحریري دریځ په ترڅ کي وویل: دا تقریباً معلومه ده چي روسي لوبغاړو غوښتل د ۲۰۱۹م کال په پارلماني انتخاباتو کي د آنلاین له لاري د غیر قانوني دولتي اسنادو په ویشلو سره مداخله وکړي. په دې اړه به اوس جنايي تحقیقات تر سره سي.