1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
جرمونه

په روسیه کې پخوانی امریکایي عسکر په ۱۶ کاله بند محکوم شوی

۱۳۹۹ خرداد ۲۶, دوشنبه

د امریکا متحده ایالاتو د سمندري ځواکونو یو پخوانی عسکر په روسیه کې د جاسوسۍ په تور په ۱۶ کاله بند محکوم شوی دی. امریکا د دغه پخواني سرتیري د خوشي کیدو غوښتنه کړې ده.

https://p.dw.com/p/3dnHf
Moskau US-Bürger Paul Whelan wegen Spionage verurteilt
انځور: Reuters/M. Shemetov

د امریکا د سمندري ځواکونو پخوانی عسکر پاول ویلان په روسیه کې د جاسوسۍ په تور په ۱۶ کاله بند محکوم شوی دی. محکمې دا حکم د دوشنبې (د جون میاشتې ۱۵) په ورځ په مسکو کې اعلان کړ.

ویلان چې د امریکا د تابعیت تر څنګ د کاناډا، ایرلنډ او بریتانيا هیوادونو تابعیت هم لري د ۲۰۱۸م په دسمبر میاشت کې په مسکو کې نیول شوی وو. پر نوموړي تور لګول شوی وو چې د حکومت محرم اسناد یې ترلاسه کړي دي.

د مدافع وکیل په خبره یي ویلان د یوه توطئې ښکار شوی دی. هغه ویلي چې مؤکل یې په هغه وخت کې له یوه آشنا کس څخه یو فلش ډسک ترلاسه کړی وو او فکر یي کاوه چې په ډسک کې د رخصتۍ د ورځو انځورونه ذخیره شوي دي.

دغه محاکمه د خلکو له عامه محضر څخه لیري په مسکو کې دایره شوې وه. د امریکا سفارت دغه پټه محاکمه «پر عدالت ټوکې» بللي دي. څارنوال د ۱۸ کاله بند غوښتنه کړې وه.

ویلان پر ځان لګیدلي تورونه رد کړي او ویلي یي دي چې د استناف غوښتنه به وکړي. د روسیي ولسمشر ولادیمیر پوتین د روسیي د ملي امنیت «FSB» په غونډه کې په خپل هیواد کې د بهرني جاسوسۍ خبرداری ورکړ وو. د پوتین په خبره یوازې په ۲۰۱۸م کال کې تر۴۶۰ ډیر جاسوسان افشاء شوي دي.