1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

لا ډېر انسانان له لوږې سره لاس او گريوان دي

۱۳۹۹ تیر ۲۴, سه‌شنبه

لومړی د اقليم د ناورين گواښ او بيا د کرونا وبا: مرستندويه ټولنې خبرداری ورکوي چې دې ستونزو يوه بله نړيواله او دېره خطرناکه ستونزه له پامه غورځولې ده.

https://p.dw.com/p/3fIQa
Südsudan Hunger
انځور: picture-alliance/AP Photo

په ټوله نړۍ کې په تیر کال کي ۶۹۰ ميلونه انسانان له لوږې سره مخ وو، چې د ۲۰۱۸م کال څخه لس ميليونه زياتوالې په کې راغلې دی. دا خبره د ملګرو ملتونو د  نړۍ د خوراک په رپوټ کې راعلې چې په دې وروستيو کي په روم او نيويارک کې خپور شوی.

په دغه رپوټ کي ويل شوي چې د کرونا ستونزې له کبله په ټوله نړۍ کې لوږه زیاته او حالت يې کړکيچن شوې، د ۲۰۲۰ م کال تر پايه پورې په دې برخه کي د مرستو نه رسولو له کبله ۱۳۰ ميلونه نور انسانان له دوامدارې لوږې سره مخ کيدای شي.

پنځه سازمانونه خبردارې ورکوي

د نړۍ خوراک راپور هر کال د ملګرو ملتونو د ماشومانو د مرستي سازمان يونیسف، د خوراکي توکو نړیوال سازمان، د زراعت پراختيا نړيوالې مرستې د پروگرام  د نړۍ، د لوږې سازمان او د نړۍ د روغتيا سازمان له خوا خپريږې. دغه پنځوو سازمانونو د دوشنبې په ورځ خبردارې ورکړې: د نړيوالې ټولنې دغه هدف چې تر ۲۰۳۰ م کال پورې به په ټوله نړۍ کې لوږه پاي ته ورسیږې اوس په خطر کې دی. د دوی له خوا په ګډه ويل شوي:«موږ اوس د پخوا په څير پر سم لوري نه يوو روان.»

اړونده موضوع:«په سوریه کي ۹،۳ میلیونه انسانان له لوږي سره مخامخ دي»

په اصل کي مثبت پرمختګ

ددغه سازمانونو د معلوماتو له مخې د کلونو راهيسې د روان مثبت پرمختګ وروسته له ۲۰۱۴م کال راهيسې د خوراکي توکو کمښت يووار بيا زیات شوې.  دمگړۍ د ځمکې هر نهم کس له لوږې سره مخ دی. د معلوماتو له مخې د خوراکي توکو له کمښت سره مخ تر ټولو ډير انسانان په آسیا کي دي. په افریقا کې له لوږې سره لاس او ګريوان انسانان شل سلنه جوړوي. د ملګرو ملتونو د معلوماتو له مخې په ۲۰۳۰ م کال کې به په ټوله نړۍ کې د وږو انسانانو شمير تر ټولو زيات په افريقا کې وې.

اړونده موضوع:«په میلیونونو افغان ماشومان د لوږې له ګواښ سره مخامخ دي»

 د بيدارولو غږ

د «میسيرو» په نامه د مرستي کاتوليکي بنسټ د بيداري د غږ څخه خبرې کړې ده. د دې ټولنې مشر پرمين شپيگل وويل: «اوس د کرونا ستونزې پر مهال په نړۍ کې د لوږې سره د مبارزې سیستم په ښکاره ډير کمزورې شوې.» شپيګل غوښتنه کوي: «د سیمه ایز تولید زياتول او په نړیواله کچه  باید په اقتصادي بهيرکې یووالې رامنځ ته شی.» د پرمختیا سازمان اوکسفام د آلمان له حکومت څخه د لوږې پر وړاندې د مبارزې له پاره د نویو اقداماتو غوښتنه کړې. د اکسفام د زراعت کارپوهه ماريتا ويګرتهاله وايې: «نويو ډېرو لوړو شمیرو ته پام سره نور داسی حالت بايد پاتې نه شي.».

زموږ له آرشيف څخه: