1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

«په سوریه کي ۹،۳ میلیونه انسانان له لوږي سره مخامخ دي»

۱۳۹۹ تیر ۹, دوشنبه

د یوه خیریه سازمان په حواله په سوريه کې چې کورنۍ جگړې سخت ځپلی دی، ۹،۳ میلیونه انسانان له لوږي سره مخامخ دي. اسعارو یې ۵۰ فیصده ارزښت له لاسه ورکړی او کرونا لا یو بل چلنج دی، چي دغه هیواد ورسره لاس او ګریوان دی.

https://p.dw.com/p/3eUtH
Konflikt in Syrien
انځور: picture-alliance/dpa/A. Alkharboutli

دغه خبره نن دوشنبه (د جون میاشتي ۲۹ مه) خیریه سازمان (CARE) کییر په بون کي وکړه او ویې ویل چي د دغه هیواد د اقتصادي زیربنأ او صحي سیسټم د خرابیدو په دلیل دکرونا ویروس هم «غیر قابل پیشبیني صحي خطرونه» رامنځته کړي دي.

په بروکسل کي د سوریې لپاره د پیسې ورکوونکو هیوادونو د کنفرانس پر مهال دغه خیریه سازمان د بشري کومکونو د ډیریدو او مرستندویانو ته په دغه هیواد کي بې له محدودیته د فعالیت اجازې ورکولو غوښتنه وکړه.

په سوریه کي د کییر سازمان منطقوي مرستیال، توی یاکوبسن ویلي دي، چي ټوله اړ او مجبوره کسان دي په سوریه کي کومکونه تر لاسه کړي، بې تفاوته ده، چي هغوی په کومه ساحه کي ژوند کوي. د اقتصادي بحران او دوامداره شخړي په نتیجه کي جنسي تشدد اضافه سوی او خصوصأ د ښځو او نجونو څخه سؤ استفاده او استثمار په ښکاره ډول سره ډیر سوی دی. ځکه یې نو په خبره باید هغوی د کومکونو په مرکز کي واقع سي.

د کییر خیریه سازمان همدارنګه ویلي دي، چي دا «ډیر ضروري ده» چي متخاصم طرفونه باید پر یوه دوامداره اوربند باندي توافق وکړي، تر څو د سولي له پاره زمینه مساعده او د خلګو کړاو او درد ته خاتمه ورکړل سي. دغه سازمان همدارنګه د ملګرو ملتو د امنیت شورأ څخه غوښتي دي، چي په جولای میاشت کي د کومکونو ختمیدونکې پریکړه لیک بیا تمدید او نور هم پراخ کړي.