1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

«فلای دوبی هوايي شرکت کابل ته الوتنې پیلوي»

۱۴۰۲ مهر ۲۱, جمعه

د متحده عربي اماراتو هوایي شرکت فلای دوبی چې د ټیټې بیې هوايي شرکت یاد شوی، له دوه کلن ځنډ وروسته بیرته کابل ته الوتنې پیلوي.

https://p.dw.com/p/4XUYL
Dubai Airshow
انځور: Jon Gambrell/AP Photo/picture alliance

دا لومړی نړیوال هوايي شرکت دی چې د طالبانو تر واکمنۍ وروسته کابل ته الوتنې پیلوي.

فلای دوبی د پنجشنبې په ورځ اعلان وکړ چې د نومبر له ۱۵مې به کابل ته دوه ورځنۍ الوتنې ولري.

دغه شرکت په خپله وېبپاڼه کې ویلي: «فلای دوبی... نن د کابل نړیوال هوايي ډګر ته د الوتنو د بیا پیل اعلان وکړ.»

کابل ته نړیوالې الوتنې د ۲۰۲۱م کال د اګست پر ۱۵ د نړیوالو ځواکونو له وتلو او د طالبانو له خوا د واک تر نیولو وروسته بندې شوې وې.

د کابل د هوايي ډګر بشپړ فعاليت چې د بهرنیو ځواکونو د وتلو او د طالبانو له خوا د واک د نيولو پر مهال ويجاړ شوى وو، د افغانستان د اقتصاد د بيا احيا له پاره مهم بلل کېږي.

اوس کام ایر او آریانا هوايي شرکتونه له کابل څخه دوبی، مسکو، اسلام اباد او استانبول ته محدود پروازونه لري.

د متحده عربي اماراتو د شرکت (GAAC) تېر کال په افغانستان کې د هوايي ترافیکو د مدیریت په برخه کې له طالبانو سره یو هوکړه لیک لاسلیک کړ چې له مخې یې باید دغه هېواد ته د نړیوالو الوتنو له پاره زمینه برابره شي.

د متحده عربي اماراتو د ګاک شرکت همدا راز له طالبانو سره د ځمکنیو خدماتو او د افغانستان په دریو هوايي ډګرونو کې د امنیت نیولو له پاره قراردادونه هم لاسلیک کړي.

په دوبی کې د افغانستان قونسلګرۍ په خپله فیسبوک پاڼه لیکلي چې فلای دوبی لومړنی نړیوال هوايي شرکت دی چې له دوو کلونو وروسته یې کابل ته الوتنې بیا پیل کړې.

په دوبی کې د افغانستان قونسلګرۍ لیکلي دي چې دا به «د نورو نړیوالو هوايي شرکتونو د الوتنو د بیا پیل له پاره لومړی اقدام وي.»