1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
سياستسعودي عربستان

فارس خلیج ته د پوتین سفر؛ د دوو جګړو او نفتو د تولید بحث

۱۴۰۲ آذر ۱۶, پنجشنبه

پوتین د فارس خلیج څنډې دوو هیوادونو ته سفر وکړ، خو د اقلیم په نړیوال کنفرانس کې یې ګډون ونه کړ. پوتین د متحدو عربي اماراتو او سعودي عربستان له مشرانو سره ولیدل. هغه په دغو دوو هیوادونو کې د خپل نیول کیدو ویره نه درلوده.

https://p.dw.com/p/4ZtPj
Saudi-Arabien Wladimir Putin zu Besuch in Riad
انځور: Alexei Nikolsky/Sputnik, Kremlin Pool Photo/AP/picture alliance

په داسې حال کې چې دوبۍ د ملګروملتونو د اقلیمي بدلون د کنفرانس کوربتوب کوي، د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتینمتحدو عربي اماراتو او سعودي عربستان ته په دې هیله سفر وکړ چې په منځني ختیځ کې د دغو دوو نفتو څخه غني هیوادونو ملاتړ ترلاسه کړي.

پوتین د اماراتو په پلازمېنه ابوظبۍ کې د اماراتو د بهرنیو چارو وزیر شیخ عبدالله بن زاید آلنهیان له هرکلي سره مخ شو. د امارات له ولسمشر شیخ محمد بن زاید النهیان سره له لیدنې کتنې مخکې د دغه هیواد د جنګي الوتکو اکروباتیک ټیم د هغه د راتګ په مناسبت پروازونه وکړل.

پوتین د دواړو هیوادونو ترمنځ د سوداګرۍ په ستاېنې او د اماراتو د ولسمشر په مخاطب کولو سره وویل: «ستاسې د دریځونو له برکته، زموږ مناسباب بې سارې کچې ته رسیدلي دي.»

هغه وویل چې له خپل سیال سره به د سیمې د وضعیت په اړه جدي خبرې وکړي. پوتین هم د منځني ختیځ او هم د اوکراین بحران ته اشاره وکړه، چې هدف یې د اوکراین پر وړاندې د روسیېیرغلیز برید وو.

د بریکس په غونډه کې د اماراتو ولسمشر ته د پوتین بلنه

د روسي سرچینو په حواله پوتین له اماراتو سره د خپل هیواد دوه اړخیز مناسبات له تاریخي پلوه بې سارې وبلل او محمد بن زاید النهیان ته یې په کزان کې د ۲۰۲۴م کال د «بریکس» ډلې هیوادونو په غونډه کې د ګډون کولو بلنه ورکړه. پوتین متحده عربي امارات په سیمه کې خپل تر ټولو مهم تجارتي شریک وباله.

پوتین تر ابوظبۍ وروسته سعودي عربستان ته ولاړ، څو هلته د دغه هیواد له ولیعهد محمد بن سلمان سره وویني. د تاس خبري آژانس د رپوټ پر بنسټ د روسیې ولسمشر په ریاض کې د دواړو هیوادونو ترمنځ پر نږدې اړیکو له ټینګار سره وویل: «هیڅ شی زموږ د دوستانه اړیکو د پراختیا مخه نه شي نيولی»

نوموړي همدارنګه د سعودي عربستان له ولیعهد سره په مسکو کې د راتلونکي ناستې خبره وکړه. د کرملین په وینا په ریاض کې د مذاکراتو موضوع د نورو ترڅنګ پر سوداګرۍ، پانګونې او نړیوال سیاست متمرکزه وه.

د نیول کیدو د ویرې نشتوالی

د مسکو د چارواکو په وینا، دغو دوو عربي هیوادونو ته د پوتین په سفر کې د نفتو د تولید د کمولو په اړه د اوپک- پلس تصمیم د خبرو په اجنډا کې شامل وو. په هر حال دا ونه ویل شول چې آیا پوتین به د ملګرو ملتونو د اقلیمي بدلون په کنفرانس کې چې همدا اوس په دوبۍ کې جریان لري ګډون وکړي او که نه؟

په ډنهاګ کې د جزا نړیوالې محکمې (ICC) د روان کال په مارچ میاشت کې روسیې ته د اوکرایني ماشومانو د تښتولو له کبله د پوتین د نیولو حکم صادر کړ. له هغې وروسته پوتین په مهمو نړیوالو غونډو کې ګډون ونه کړ. نوموړي په سپتمبر میاشت کې په هند کې د جي ۲۰ ډلې هیوادونو په غونډه کې او همدارنګه په اګست میاشت کې په سویلي افریقا کې د بریکس هیوادونو ډلې په غونډه کې له ګډون کولو څخه لیري پاتې شو.

خو د نړیوالې محکمې پر حکم سربیره، پوتین په عربي اماراتو او یا سعودي عربستان کې د خپل نیول کیدو ویره نه درلوده، ځکه دغه دواړه هیوادونه د جزا د نړیوالې محکمې غړي نه دي.

پوتین په دې وروستیو کې هغو هیوادونو ته سفر وکړ چې شخصاً د ده پر وړاندې دوستانه دریځ یې خپل کړی دی. نوموړي په اکتوبر میاشت کې د وریښمو د نوي لارې د غونډې په څنډه کې د چین له ولسمشر شي جن پینګ سره ولیدل. څو ورځې مخکې له هغې هم د نیول کید حکم له صادریدو وروسته، پوتین د لومړي ځل له پاره له روسیې څخه ووت او قرغیزستان ته تللی وو.

آژانسونه: ش.ن/ ن.ز