1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

يوې پاکستانۍ محکمې د عمران خان دریم واده «غیرقانوني» وباله

۱۴۰۲ بهمن ۱۴, شنبه

د پاکستان یوې محکمې د شنبې په ورځ د پاکستان د پخواني صدراعظم عمران خان دريم واده د اسلام دين د اصولو خلاف ګڼلي. محکمې خان او مېرمن ېې دواړه پر اوه اوه کلونو حبس محکوم کړي. دغه خبره د خان ګوند تائيد کړې ده.

https://p.dw.com/p/4c0gE
Pakistans Ex-Premier Khan zu mehrjähriger Haft verurteilt
انځور: Arif AliAFP

د پاکستان يوې محکمې د شنبې په ورځ له بُشرا بي بي سره د پاکستان د پخواني صدراعظم، عمران خان دريم واده د اسلام دين د اصولو خلاف وګاڼه او دواړه ېې پر اوه اوه کلونو حبس محکوم کړل. 

دغه حکم د اسلامي حکم، ادت، سره تړاو لري، چې پر اساس يې ښځه تر کونډيتوب یا طلاق وروسته باید د بل واده پورې درې میاشتې انتظار وکړي تر څو ېې د حمل په هکله هېڅ داسې شک پاتې نشي چې ماشوم ېې د کوم مېړه څخه دی.

د خان ګوند، پاکستان تحریک انصاف (PTI)، په یوه اعلاميه کې ويلي دي: «یوې محکمې اعلان کړه چې د پخواني صدراعظم، عمران خان او بُشرا بي بي واده غیرقانوني دی چې پر هر یو ۷ کاله حبس» راغلی دی.

د عمران خان تر سلب صلاحیت کېدو وروسته د هغه پلویانو د پاکستان په مختلفو ښارونو کې مظاهرې وکړې، چې په ځینو کې ېې د تاوتریخوالو پېښې هم یادې شوې دي
د عمران خان تر سلب صلاحیت کېدو وروسته د هغه پلویانو د پاکستان په مختلفو ښارونو کې مظاهرې وکړې، چې په ځینو کې ېې د تاوتریخوالو پېښې هم یادې شوې ديانځور: Ahmed Khan/AFP

دا د ېوې اوونۍ په جریان کې د پاکستان د پخواني صدراعظم او د دغه هېواد د کریکټ پخواني وتلي لوبغاړي، عمران خان، پر ضد د محکمې دريم حکم دی. خان تر دې مخکې د سایفر کیس یا د حکومتي راز د افشا کولو قضيې په تړاو په ۱۰ کاله او له خپلې مېرمنې بُشرا بي بي سره د ډاليو ترلاسه کولو په تړاو د فساد په قضيه کې په ۱۴ کلونو حبس محکوم شوي ول.

د خان وکيل، ګوهر علي خان، وويل: «دغه له شرمه ډکه قضيه غیرمنطقي ده. دا هرڅه د سیاسي موخو له پاره کیږي.»

علي خان زیاته کړه چې دغه حکم پر وړاندې به په محکمه کې اعتراض وکړي. عمران خان د میاشتو راهيسې په راولپنډۍ کې د بند سزا تېروي او ميرمن باندې ېې روانه اوونۍ حکم صادر شو چې اسلام آباد ته څېرمه په خپل کور کې «فرعي-حبس» کې ساتل کېږي.

د خان او بشرا بي بي د واده په هکله شکایتونه د تېرکال په نومبر کې د بشرا بي بي د پخواني مېړه، خاور مانیکا له خوا راپورته شول.

خو په يوه اعلاميه کې د بي بي له قوله ويل شوي چې «خاور مانیکا ماته د ۲۰۱۷م کال په اپریل کې درې ګونی طلاق راکړ. ما او عمران خان د ۲۰۱۸م کال د جنورۍ په لومړۍ خپل واده وکړ.»

(AFP)mks/akh/

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب

د نورو مطالبو ښودل