1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

بحرین د حماس او اسرائیلي بندیانو تبادلې غوښتنه کړې

۱۴۰۲ آبان ۲۷, شنبه

د خلیجي هیواد بحرین رهبرۍ د اسرائیل او حماس تر منځ د بندیانو د تبادلې غوښتنه کړې ده. بحرین د حماس بریدونه او همدارنګه په غزې تراډه کې د اسرائیل هوایي بریدونه غندلي دي.

https://p.dw.com/p/4Z8LK
41. Gipfeltreffen Golf-Kooperationsrat in Saudi-Arabien
د بحرین لیعهد او لومړي وزیر سلمان بن حمد ال خلیفه(آرشیف انځور)انځور: Saudi Press Agency/dpa/picture alliance

د بحرین لیعهد او لومړي وزیر سلمان بن حمد ال خلیفه، د جمعې په ورځ ویلي دي چې حماس باید په عاجل ډول هغه ښځې او ماشومان خوشي کړي، کوم چې دوی یرغمل نیولي دي.

نوموړي زیاته کړې ده، فکر نه کوي چې تر ده دمخه دې د عربي هیوادونو له رهبرۍ څخه چا له حماس څخه دغه غوښتنه کړې وي، په دې دلیل اوس د دې وخت را رسیدلی دی چې دغه کلیمې په واضح ډول بیان شي.

د بحرین ولیعهد په ورته وخت کې لهاسرائیلو څخه هم غوښتنه کړې ده چې فلسطینيښځې او ماشومان دې خوشې کړي. د هغه په وینا دا ډیر اړین دی، تر څو په غزې تراډه کې شخړه او «نه زغمل کیدونکی وضعیت» پای ومومي.

اسرائیل له بحرین او متحده عربي اماراتو سره د ۲۰۲۰م کال په سپټمبر کې د دیپلوماتیکو اړیکو د پیلولو یوه موافقتنامه لاسلیک کړې ده. د دې ګام انګیزه د اقتصادي اړیکو نزدیوالی و. دغه هیوادونه د ایران پر وړاندې هم یو اتحاد تشکیلوي.

په دې وروستیو کې د بحرین پارلمان اعلان وکړ چې له اسرائیلو څخه یي خپل سفیر وربللی او د اسرائیل سفیر هم له دې شاهي هیواد څخه وتلی دی او له اسرائیلو سره ټولې اقتصادي اړیکې درول شوي دي. خو اسرائیل بیا دغه رپوټونه رد کړي او ویلي یې دي چې د دواړو هیوادونو ترمنځ اړیکي په خپل حال باقي پاتې دي.

آژانسونه: ش.ن/ ن.ص