1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

طالبانو له افغانستانه د ډالرو لېږد محدود کړی دی

۱۴۰۱ بهمن ۱۹, چهارشنبه

د طالبانو ادارې د یوې اعلامیې په خپرولو سره له افغانستانه د ډالرو لېږد محدود کړی دی او دغه راز یې افغانستان ته د سيمي هيوادونو د پيسو راوړل منع اعلان کړي دي.

https://p.dw.com/p/4NEVI
Afghanistan Eid Al-Fitr Vorbereitungen
انځور: Getty Images/AFP/W. Kohsar

د طالبانو د رئيس الوزرای له خوا د سه شنبې په ورځ په خپره سوې یوه اعلامیه کې ویل سوي دي چې مسافر نه سي کولای تر پنځه زرو امریکایې ډالرو زیات د هوايي ډګر له لارې او پنځه سوه ډالرو څخه زیات د ځمکې له لارې انتقال کړي.

اړوند:صرافان: د ډالرو د قاچاق لار اوس پاکستان دی

په اعلامیه کې ټینګار سوی دی چي که څوک له ټاکل سوي حد څخه سرغړونه وکړي، د هغو پیسو له مخې به په بند محکوم سي چې غواړي بهر ته یې انتقال کړي.

د طالبانو د اعلامیې په یوه بله برخه کې بیا لیکل سوي دي چې افغانستان ته د سیمې د هيوادونو د بانکنوټونو داخلېدل منع دي.

دا په داسې حال کې ده چې په ځینو جنوبي او ختیځو ولایتونو کې د راکړې ورکړې یوه برخه په پاکستاني کلدارو او د افغانستان په لویدیځ کې په ایراني تومانونو ترسره کیږي.

تر دې مخکې مسافرو کولای سول تر لسو زرو ډالرو پورې بهر ته انتقال کړي.

داسي ښکاري چي د طالبانو دغه پرېکړه ګاونډیو هېوادونو ته د ډالرو د قاچاق د مخنیوي له پاره سوې وي.

اړوند:ایران ته د ډالرو قاچاق، په افغانستان کې د ګټې ښه لار

په افغانستان کې پر طالبانو د لګول سویو بندیزونو او د اقتصادي فعالیتونو او بانکي سیستم د ګډوډولو له امله دغه هېواد د نقدو پیسو له کمښت سره مخ دی.