1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

ایران ته د ډالرو قاچاق، په افغانستان کې د ګټې ښه لار

۱۳۹۷ شهریور ۲۵, یکشنبه

د ورځې نږدې ۵ میلیونه ډالر د افغانستان له لارې د ایران بازارونو ته قاچاقیږي. د پیسو قاچاق د ګټې په یوه ښه لاره بدله شوې او یوازې د تېرې میاشتې په ترڅ کې ایران ته د ډالرو په قاچاق کې ۵۰ سلنه زیاتوالی راغلی.

https://p.dw.com/p/34wZp
Dollar, Schmuggel, zwischen Afghanistan und Iran
انځور: Tasnim

د بلومبرګ په نامه یوې امریکايي رسنۍ چې زیاتره وخت اقتصادي رپوټونه خپروي په خپل یوه تازه رپوټ کې د ایران بازار ته له افغانستان څخه د ډالرو د قاچاق موضوع ته کتنه کړې ده. د یادې امریکايي رسنۍ په رپوټ کې راغلي چې د ایران د پولي واحد یا ریال د ارزښت په لوېدو سره، ایران ته د ډالرو په قاچاق کې د پام وړ زیاتوالی راغلی دی. رپوټ وړاندې وايي چې په افغانستان کې یو شمیر صرافان د ټکسي پرمټ د هرات ولایت د اسلام قلعه بندر له لارې میلیونونه نغد ډالر د ایران مشهد ښار ته قاچاقوي چې د هر ډالر بیه ۱۲ زره تومنه ده.

رپوټ دا هم وايي چې دغه کسان بیا رانیول شوي تومن د ایران او افغانستان په پوله کې د ۳۰ سلنه ګټې په ترلاسه کولو سره بیرته پلوري. د ایران او افغانستان د پولې په اوږدو میشت خلک، د ژوند لومړني توکي زیاتره د ایران په پولي واحد رانیسي او په دې ترتیب سره ایراني تومن بیرته بازار ته داخليږي.

بلومبرګ په خپل دغه خپاره شوي رپوټ کې همدا راز ویلي چې په ورځني ډول له دې لارې شاوخوا پنځه میلیونه ډالر په نغدي ډول قاچاقیږي او د ایران بازار ته داخلیږي. د کابل په شهزاده سرای مارکیټ کې چې د صرافانو یو له اصلي بازارونو څخه شمیرل کيږي، یوه صراف ویلي چې نوموړي د یوې میاشتې په ترڅ کې ایران ته په درې ځله تګ سره شاوخوا ۲۲۰ زره ډالر قاچاق کړي دي.

Afghanistan Falschgeld
انځور: AP

د افغانۍ د ارزښت لوېدل

د افغانستان له بازارونو څخه د ډالرو او نورو بهرنیو اسعارو ناقانونه وتل د دې سبب شوي چې افغانۍ د تېر په پرتله د پام وړ خپل ارزښت له لاسه ورکړي. د خپرو شوو معلوماتو په اساس، د تیرو میاشتو په ترڅ کې د افغانۍ ارزښت درې نیم سلنه لوېدلی دی.

د بلومبرګ رسنۍ خبریال د ایراني پولي واحد ریال پر وړاندې د افغانۍ ارزښت لوېدو ته په پام سره، په دې باور دی چې د افغانۍ ۳،۵ سلنه ارزښت لوېدل د ایراني تومن د شاوخوا ۶۰ سلنې ارزښت لوېدلو په مقابل کې په داسې سطحه کې نه دي چې د ډالرو دغه قاچاق پر ایران ډیر اغیز وکړي.

له افغانستان څخه د ډالرو ناقانونه وتل د دې هیواد د وارداتو له ارزښت څخه ډیر دي. د بیلګې په توګه د ۲۰۱۷ کال له جون میاشتې نه تر اوسه پورې، له افغانستان څخه نږدې دوه میلیارده او ۶۰۰ میلیونه ډالر په قانوني توګه وتلي دي. په داسې حال کې چې په همدې موده کې د قاچاق شوو ډالرو کچه له ۴ ملیارده ډالرو اوړي.

Afghanistan Falschgeld FLASH Galerie
انځور: AP

د بلومبرګ په رپوټ کې همدا راز راغلي چې یوازې د تیرې یوې میاشتې په ترڅ کې له افغانستان څخه ایران ته د قاچاقیدونکو ډالرو په کچه کې ۵۰ سلنه زیاتوالی راغلی دی. د دغې رسنۍ خبریال د قاچاق د ډیریدو سبب، په ایران کې ډالرو ته ډیره تقاضا په ګوته کوي. د نوموړي په وینا زیاتره ایرانیان ویره لري چې د دوی پولي واحد به خپل ارزښت لا ډیر له لاسه ورکړي او له همدې امله غواړي خپلې ساتل شوې پیسې ډالرو ته واړوي چې څه نا څه نړیوال ثبات لري.

یادې امریکايي رسنۍ په خپل رپوټ کې همدا راز ویلي چې له افغانستان څخه ایران ته د پیسو قاچبران نه یوازې څو کراته ویزې لري بلکې د خپلو اړیکو له لارې دوی د دې وړتیا لري چې پرته له کومې ستونزې له بندر څخه امریکايي ډالر ایران ته واړوي او له هغې خوا ایراني تومن د افغانستان خاورې ته داخل کړي. 

دا په داسې حال کې ده چې د څو میاشتو راهیسې افغانۍ په تدریجي توګه خپل ارزښت له لاسه ورکړی دی چې د اقتصادي چارو کارپوهان یې یو له اصلي عواملو څخه ایران او پاکستان ته د ډالرو قاچاق په ګوته کوي. د افغانۍ د ارزښت د ثابت ساتلو له پاره د افغانستان بانک په دوامداره توګه په میلیونونه ډالر د افغانستان د پیسو بازار ته عرضه کوي څو په بازار کې ډالرو ته تقاضا کمه کړل شي او د افغانۍ ارزښت له لا ډیر نزول څخه وژغورل شي.

زموږ له آرشیف څخه: