1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

طالبانو د ۲۷ نویو ولسوالیو تشکیلات رامنځته کړل

فريدالله ظاهر
۱۴۰۱ اسفند ۲, سه‌شنبه

د طالبانو ادارې د کورنیو چارو وزارت ویلي، د هېواد په ۱۲ ولایتونو کې یې د ۲۷ نویو ولسوالیو تشکیلات رامنځته کړي دي.

https://p.dw.com/p/4NndE
Afghanistan Taliban Politik
انځور: WAKIL KOHSAR AFP via Getty Images

د باختر خبري اژانس، چې د طالبانو ادارې لاندې فعالیت کوي، د طالبانو ادارې د کورنیو چارو وزارت د رسمي مکتوب له قوله لیکلي دي، چې دغه ولسوالۍ په «هلمند، فراه، بغلان، فاریاب، سرپل، غور، بادغیس، پکتیکا، زابل، نورستان او کندهار ولایتونو کې تاسیس شوې دي.»

اړوند مطلب: طالبان د کوم معیار پر بنسټ ۲۶ نوې ولسوالۍ جوړوي؟

یاد خبري اژانس د کورنیو چارو وزارت یوې سرچینې ویلي دي، دغه ولسوالۍ د «صعب العبور» لارو او د یادو سیمو اوسېدونکو ته د غوره ټولنیزو خدمتونو وړاندې کولو په موخه رامنځته شوې.

د مالوماتو له مخې په ۲۰۰۵ م کال کې  د وخت د کورنیو چارو وزارت له لورې د افغانستان په ۳۴ ولایتونو کې ۳۹۸ ولسوالۍ په رسمي توگه وپېژندل شوي. خو پر دې سربېره په بېلابېلو ولایتونو کې یو شمېر داسې ولسوالۍ هم وې، چې د ولسوالیو په نوم یادیدې، خو رسمي تشکیلات یې نه لرل.

اړوند مطلب: طالبانو د ښځو چارو وزارت د امربالمعروف پر وزارت بدل کړ

سرچینې وایي، د طالبانو ادارې ریاست الوزرا ټولو دولتي ادارو ته امر کړی، چې په ۱۲ ولایتونو کې په رامنځته شویو ۲۷ ولسوالیو کې خپلې څانګې فعالې کړي.