1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

طالبان د کوم معیار پر بنسټ ۲۶ نوې ولسوالۍ جوړوي؟

محمد اسحاق اکرمی
۱۴۰۱ دی ۱۴, چهارشنبه

د طالبانو اداره غواړي په ۱۲ ولایتونو کې ۲۶ نوې ولسوالۍ جوړې کړي. د طالبانو یوه ځايي چارواکي دویچه ویله ته وویل چې دا ولسوالۍ به په هغه سیمو کې جوړې شي چې طالبانو په تېرو شلو کلونو کې »قوي حضور او فتحې« کړې دي.

https://p.dw.com/p/4Lima
د آرشیف انځور - د طالبانو رئیس الوزرا او نور چارواکي
د آرشیف انځور - د طالبانو رئیس الوزرا او نور چارواکيانځور: WAKIL KOHSAR AFP via Getty Images

طالب چارواکو رسنیو ته ویلي دي چې د افغانستان په ۱۲ ولایتونو کې ۲۶ نوې ولسوالۍ جوړوي.

که څه هم طالبانو تر اوسه په رسمي ډول د نویو ولسوالیو نومونه نه دي خپاره کړي، خو په ټولنیزو شبکو کې یو نوملړ خپور شوی چې دوو سیمه ایزو طالب چارواکو دویچه ویله ته تایید کړی دی.

دوی وویل، چې له دې ۲۶ ولسوالیو څخه به یې ځینې نوې جوړې شي او نورې له پخوا موجودې وي چې یوازي به یې مرکز بدل شي.

د طالبانو د کورنیو چارو وزارت مرستیال نور جلال جلالي رسنیو ته ویلي دي چې د دې ولسوالیو د جوړولو طرحه د طالبانو د مشر له خوا تصویب شوې او د تشکیلاتو په اړه ېې کار پیل شوی دی.

ایراني پانګوال د افغانستان د اوبو پر بندونو پانګونه کوي

دویچه ویله هڅه وکړه، چې په دې تړاو د کورنیو چارو وزارت څخه جزیات ترلاسه کړي خو چا جواب نه وايه، خو په سرپل ولایت کي د طالبانو امنیه قوماندان مولوي عبدالبصیر دویچه ویلي ته تایید کړه چې په دغه ولایت کې څلور نوې ولسوالۍ د نفوسو او مساحت له مخې جوړیږي چې ډیر ژر به یې تشکیلات اعلان شي.

همدارنګه په فاریاب ولایت کې د طالبانو والي ملا شعیب رسالت هم تایید کړه چې په دغه ولایت کې څلور نوې ولسوالۍ جوړیږي. نوموړی وايي، دا ولسوالۍ په هغو سیمو کې رامنځته کېږي چې د جهاد پر مهال د اسلامي امارت ولسوال، امنیه قومندان او سرتیري پکې موجود او تر فتوحاتو وروسته په رسمي ډول تاسیس کیږي.

په افغانستان کې د هند لسګونو پروژې له خطر سره مخامخ دي

رسالت زياته کړه: »د رئیس الوزرا له دفتر څخه يو پلاوی فارياب ته راغلى دى او د دغو نويو ولسواليو پولې او سرحدات به مشخص کړي تر څو په راتلونکې کي د خلکو ترمنځ ستونزې رامنځته نه شي او همداشان په  راتلونکي کال کې به د دغو ولسواليو تشکيل اعلان شي.«

یو شمیر کسان نیوکه کوي، چې طالبانو په دې کار کي د نفوسو او جغرافیې په څېر معیارونه په پام کې نه دي نیولي.

د طالبانو د کورنیو چارو وزارت مرستیال نور جلال جلالي رسنیو ته ویلي دي چې د دې ولسوالیو د جوړولو طرحه د طالبانو د مشر له خوا تصویب شوې او د تشکیلاتو په اړه ېې کار پیل شوی دی
د طالبانو د کورنیو چارو وزارت مرستیال نور جلال جلالي رسنیو ته ویلي دي چې د دې ولسوالیو د جوړولو طرحه د طالبانو د مشر له خوا تصویب شوې او د تشکیلاتو په اړه ېې کار پیل شوی دیانځور: Ali Khara/REUTERS

د باميانو ولايت د ورس ولسوالۍ اوسېدونکى محمد امين  اخلاقي وايي: «د بامیانو ورس  د مساحت او نفوس له پلوه يوه له لويو سيمو څخه ده، خو په دې پرېکړه کې طالبانو ورته پام نه دی کړی. دغه سیمه تر یو لک او شل زره ډېر نفوس لري، چې باید پر څو ولسوالیو و ویشل شي.»

د پخواني حکومت یو شمېر چارواکي وايي، چې د طالبانو دغه کړنه د خدمت له پاره نه بلکې سیاسي اړخ لري.

پاکستان کې د ښځو او ماشومانو په ګډون ۱۲۰۰ افغانان بندیان دي

په تېر حکومت کې د سیمه ایزو ارګانونو د خپلواکې ادارې مرستیال سرور جوادي وايي، طالبان غواړي هغه سیمې چې د شل کلنې جګړې پر مهال د دوی تر واک لاندې وې او یا یې په نیولو کې رول درلود، ورته یو ډول امتیازات ورکړي: «د نفوس، جغرافيايي موقعیت، د لاسرسي وړ او يا د خلکو د غوښتنې پر بنسټ بايد نوې ولسوالۍ رامنځته شي چې د يوه جلا اداري واحد د شرايطو سره سمون ولري.»

دا مهال د افغانستان په ۳۴ ولایتونو کې ۳۶۴ ولسوالۍ شته او د نویو ولسوالیو په جوړېدو سره به د ولسوالیو شمیر ۳۹۰ ته ورسېږي.

آیا طالبان د بریښنا د کمښت ستونزه حلولی شي؟

په تېر حکومت کې هم په اداري واحدونو کې د اصلاحاتو هڅې وشوې. که څه هم دغه اصلاحات بشپړ شوي نه وو، خو د نویو ولسوالیو د جوړولو پر ځای د ولسوالیو پر وېش ډېر تمرکز شوی وو.

سرور جوادي چې په تېرو دورو کې يې په دې برخه کې کار کړى دی وويل چې ټاکل شوې وه چې د افغانستان ولسوالۍ پر پنځو کټګوريو و وېشل شي سرچينې او اسانتياوې به د همدې هدف پر بنسټ وېشل کېږي. هغه دا پنځه کټګورۍ د «ښاري ولسوالۍ، د ښاري کیدو په بهیر کې ولسوالۍ، پر لویو لارو پرتې ولسوالۍ، سوداګریز بندرونه او د ځانګړي اقتصادي ظرفیت لرونکي ولسوالۍ او نورمالو ولسوالۍ يادي کړې.

«چينايان د افغانستان د اوبو پر بندونو او انرژۍ پر توليد پانګونه کوي»

باید وویل شي وروسته له هغه چې طالبانو د ۲۰۲۱م کال په اګست میاشت کې واک تر لاسه کړ، د سیمه ایزو ارګانونو د خپلواکې ادارې په ګډون ېې یو شمېر پخواني تشکیلات لغوه کړل چې یوه یې د سیمه ایزو ارګانونو خپلواکه اداره وه چي په تیر حکومت کي ېې د ولایتونو، ولسوالیو او ښاروالیو چارې سمبالولې.

له آرشیف څخه یو انځوریز البوم:

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب

د نورو مطالبو ښودل