1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

طالبانو خپله دوه کلني ولمانځله

۱۴۰۲ مرداد ۲۴, سه‌شنبه

طالبانو د سه شنبې په ورځ د بيا واک نيولو دویمه کلیزه ولمانځله. نن طالبانو په افغانستان کې عمومي رخصتي اعلان کړې او په دې مناسبت یې یوه اعلامیه هم خپره کړې ده.

https://p.dw.com/p/4VBO2
Afghanistan I Selbstmordanschlag in Kabul
انځور: Wakil Kohsar/AFP/Getty Images

د پلازمېني کابل په ډېرو پوستو کې د طالبانو بیرغونه نصب شوي دي. طالبان له دې سره دوه کاله مخکې خپله بریا لمانځي چې په ترڅ کې یې پخواني حکومت سقوط وکړ او ډېر مشران یې له هیواده تیښتې ته اړ شول.

د طالبانو له خوا په دې مناسبت په خپره شوې اعلامیه کې راغلي دي: «د کابل فتح یو ځل بیا ثابته کړه چې هیڅوک نه شي کولی د افغانستان ویاړلی ملت کنترول کړي.»

په اعلامیه کې زیاته شوې ده چې «هیڅ اشغالګر ته به بیا اجازه ور نه کړل شي» چې بیا افغانستان وګواښي. طالبان په افغانستان کې د امریکایي او ناټو ځواکونو پخواني حضور ته د اشغال په سترګه ګوري.

طالبانو له بیا واکمنیدو راهیسې د ښځو پر وړاندې ډیر شمیر محدودیتونه لګولي دي
طالبانو له بیا واکمنیدو راهیسې د ښځو پر وړاندې ډیر شمیر محدودیتونه لګولي ديانځور: Ebrahim Noroozi/AP/dpa/picture alliance

د سه شنبې په ورځ د کابل خالي سړکونو د طالبانو موټرو ته امکان ورکړ چې د امریکا متحده ایالاتو د پخواني سفارت مخې ته راټول شي. د طالبانو ځینو غړو له ځان سره وسلې هم لیږدولې، خو ځینو نورو بیا له دې سیمې انځورونه اخیستل.

په هرات کې هم د طالبان پلویان واټونو ته راوتلي ول او د «غریبانو او اروپایانو» پر ضد یې شعارونه ورکول. خو په کندهار کې بیا یو پلان شوي پوځي رسم ګذشت لغوه شوی دی. تمه کیده چې په دې رسم ګذشت کې به له امریکا او پخواني حکومت ډیر پاتې شوې ډیرې وسلې او وسایط نندارې ته وړاندي شي، خو د طالبانو رهبر ملا هیبت الله اخندزاده، بیا د یوه فرمان په صادرولو سره دغه رسم ګذشت لغوه کړ. هغه ویلي دي چې له دې سره به د خلکو ژوند له ستونزو سره مخامخ شي او ورته به مزاحمت خلق شي.

په کابل کې هم د طالبانو د زده کړو وزارت په یوه ښوونځي کې د طالبانو د واک ته رسیدو دوه کلنۍ ولمانځله.

طالبان په داسې حال کې دغه ورځ لمانځي چې لا هم د هیڅ یوه هیواد له خوا په رسمیت نه دي پیژندل شوي. پر طالبانو باندې د ښځو د حقونو د ترپښو لاندې کولو، هغوی ته د کار او زده کړې د اجازې نه ورکولو، د ټول شموله حکومت د نه جوړولو او له ترهګرو ډلو سره د خپلو اړیکو د نه شلولو له کبله سختې نیوکې کیږي.

د ملګرو ملتونو د کارپوهانو یوې ډلې د دوشنبې په ورځ یوه اعلامیه خپره کړه او په هغې کې یې پر طالبانو باندې د بشري حقونو د تر پښو لاندې کولو له کبله نیوکې وکړي. په دې اعلامیه کې راغلي دي: «که څه هم د طالبانو بالقوه چارواکو ډاډ ورکړی وو چې هر ډول محدودیتونه، په ځانګړې توګه زده کړې ته د لاسرسي په برخه کې، به لنډمهاله وي، په سیمه کې واقعیتونه مخ پر ډیریدونکی او سیستماتیک، د تبعیض پراخ سیستم، ګوښې ته کولو بهیر او تعقیب پیښې ښيي.»

افغان سوک وهونکی چې اوس په پیښور کې ترکاري خرڅوي

افغان ښځو هم تر کلیزې مخکې په پیلابیلو ولایتونو کې مظاهرې وکړې. خو طالبان تل د ښځو مظاهر ځپي له دې کبله نو ښځو په مظاهرو کې خپل مخونه پوښلي ول.

د افغانستان اقتصادي وضعیت هم د ډیرو اندیښنې راپارولي دي. واک ته د طالبانو له رسیدو سره افغانستان ته ډیرې اقتصادي مرستې بندې شوي دي. امریکا متحده ایالاتو هم پر طالبانو باندې اقتصادي بندیزونه وضعه کړي دي.

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب