1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د ولږې نړيوال سازمان له طالبانو سره د عملي چلند غوښتنه کوي

۱۴۰۲ مرداد ۲۳, دوشنبه

«له لوږي سره د مرستي نړیوال سازمان» ويلي دي چې په افغانستان کې پر طالبانو نړيوال فشار بې اعيزې وو. لویديځ باید له هغوی سره خبرې اترې وکړي.

https://p.dw.com/p/4V8cZ
Welthungerhilfe
انځور: Lukas Schulze/dpa/picture alliance

 

 

«له لوږي سره د مرستي نړیوال سازمان» ويلي دي چې په افغانستان کې پر طالبانو نړيوال فشار بې اعيزې وو. لویديځ باید له هغوی سره خبرې اترې وکړي.

په افغانستان کې د طالبانو د واک تر لاسه کولو دوه کاله وروسته، «له لوږي سره د مرستي نړيوال سازمان» له دغې اورپکې اسلامې ډلې سره د عملي چلند خبره کړې ده.

د آلمان (RND) د اداریې شبکې د آسیا د مرستندویه موسسې سیمه ایزي مشرې، ايلکه گوتشالک د  آلمان تحریر شبکې ته ويلي: «له اړمنو خلکو سره د مرستي له پاره يوازي له طالبانو سره يوځای يو څه په لاس راتلی شي، نه د هغوی پر وړاندي.»

«موږ باید له طالبانو سره په گډه کار وکړو»

طالب جنگيالیو په افغانستان کې د خپل واک چلولو لومړۍ کليزه په پلازمينه کابل  کې ولمانځله
انځور: Ali Khara/REUTERS

هغې ويلي دي: «په هرحال موږ ته دا روښانه ده چي بشري مرستي بايد سياسي نه شي.»

گوتشالک د خپلو خبرو په دوام کې وويل: «لویدیځ باید له طالبانو سره لا زیاتې او په جديت خبرې اترې وکړي. دا د دوی د پیژندلو په اړه نه دي. خو که موږ دا خوښوو یا نه، موږ باید له دوی سره کار وکړو.»

هغې وویل: «دا زموږ له پاره په یقیني ډول روښانه ده، چې بشري مرستې باید سیاسي نه شي.» په تېرو دوو کلونو کې په پرله پسې ډول پر طالبانو د فشار راوړلو هڅې شوې دي چې د نړیوالو ملاتړو له لارې خپل غیر انساني سیاست پای ته ورسوي.»

هلته د آلمان استازی ته اړتیا ده پرته له سفارت څخه. ګوتشالک وویل: «دا کوم پیغام نه دی، خو د آلمان حکومت باید د افغانستان د وضعیت په اړه خپل انځور جوړ کړي.» بیا به دا اسانه وي چېاړیکې رامنځ ته کړيترڅو له واک لرونکو خلکو سره د اړیکو چینل رامنځ ته شي.

د آلمان پوځ او نړيوال ځواکونه د ۲۰۲۱م کال په دوبي کي په دوبې کې له افغانستان څخه ووتل. طالب وسله والې ډلې په خپلو چټکو بریدونو سره کابل پرته له کوم مقاومت ونيو. له هغه مهال څخه مدنې آزادي ډېره محدوده شوې، په خاص ډول له ښځو او نجونو سره زور او ستم روان دی.