1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

طالبانو د امو سیند نفتو تړون له چینايي شرکت سره لاسلیک کړ

۱۴۰۱ دی ۱۵, پنجشنبه

د طالبانو ادارې د امو سیند حوزې د نفتو د استخراج تړون له یوه چینایي شرکت سره لاسلیک کړ. دا د طالبانو له خوا د نفتو د استخراج لومړی تړون دی چې واک ته تر رسېدو وروسته يې له یوه نړیوال شرکت سره لاسلیک کوي.

https://p.dw.com/p/4LlIJ
Afghanistan Sar-e-Pol Öl
انځور: DW/Pajhohesh

د طالبانو ادارې د پنجشبنې په ورځ د امو سیند حوزې د نفتو د اکتشاف او استخراج تړون چې په سرپل او فاریاب ولایتونو کې موقعیت لري له یو چینایي شرکت «په منځنۍ اسیا کې د شین جیانګ د پطرولیم او ګازو (CAPEIC)شرکت» سره لاسلیک کړ.

د طالبانو د کانونو او پطرولیم وزارت چارسمبالی وزیر شهاب الدین دلاور د دغه تړون لاسلیک کولو پر وخت وویل چې د امو سیند حوزې کانونه د ۲۵ کلونو له پاره دې چینایي شرکت ته وسپارل شول.

«د نفتو د تولید محدودولو موافقې تمدید به یو تعادل رامنځته کړي»
په افغانستان کې د چین سفیر وانګ یو په یوه خبرې کنفرانس وویل: «د امو سیند د نفتو تړون د افغانستان او چین له پاره خورا مهمه پروژه ده.» 
په فاریاب او سرپل ولایتونو کې درې کانونه قشقري، بازارکمي او زمردسای موقعیت لري. 

د یاد وزارت د معلوماتو له مخې په دې حوزه کې په څلورنیم زره کیلومتره مربع ځمکه کې ۸۷ میليونه ټنه خام نفت تثبیت شوي دي.

«چينايان د افغانستان د اوبو پر بندونو او انرژۍ پر توليد پانګونه کوي»
د طالبانو د کانونو او پطرولیم وزارت په وینا، له دغو کانونو څخه په ورځنۍ ډول له ۱۵۰ تر ۲۰۰ ټنه خام نفت استخراج کېږي او د یاد تړون له عملي کولو وروسته به د استخراج لړۍ زرو ټنو ته لوړه شي. دلاور وویل چې د استخراج شویو نفتو پروسس به په افغانستان کې ترسره کېږي.

د دغه تړون پر اساس یاد چینايي شرکت به په یو کال کې ۱۵۰ میليونه ډالره او په راتلکونکو دریو کلونوکې ۴۵۰ میليونه ډالره پانګونه وکړي. په دې پروژې کې د طالبانو حکومت سهم ۲۰ سلنه دی چې تر ۷۵ سلنې پورې به لوړ شي.


طالبانو تېر کال په اپریل میاشت کې د نوموړې حوزې د نفتو استخراج چارې عملاً پیل کړې وې. چین که څه هم د طالبانو حکومت تراوسه په رسمیت نه دی پېژندلی خو له طالبانو سره نږدې اړېکي لري.

طالبانو ویلي دي چې د لوګر د مس عینک کان استخراج په اړه له چینایي لوري سره بحثونه دوام لري. د دغه کان د استخراج تړون د پخواني حکومت په وخت کې لاسلیک شوی و.

م.ا/ن.ز