1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

«د نفتو د تولید محدودولو موافقې تمدید به د تعادل سبب شي»

۱۳۹۸ تیر ۹, یکشنبه

د نفتو د لویو تولیدونکو هیوادونو ترمنځ د نفتو د استخراج کمولو موافقې د تمدید تر اعلان وروسته، سعودي عربستان فکر کوي چې په نړیواله کچه به د زیرمه شوي نفتو اندازه را کمه او د عرضې او تقاضا ترمنځ به یو تعادل رامنځته شي.

https://p.dw.com/p/3LMAB
Saudi-Arabien Kronprinz Mohammed bin Salman und Putin
انځور: Imago/Russian Look

د سعودي عربستان د پیترولیم وزیر خالد الفالح د شنبې په ورځ (د جون میاشتې په ۲۹مه نیټه) په تویتر کې ولیکل چې له دې کار سره به د نفتو په بازار کې د ارزې او تقاضا ترمنځ یو بلانس یا تعادل رامنځته شي.

مخکې تر دې د روسیي ولسمشر ولادیمیر پوتین د چاپان هیواد په اوساکا ښار کې د جې۲۰ د سرمشریزې په څنډه کې د سعودي عربستان له ولیعهد محمد بن سلمان سره تر لیدنې کتنې وروسته وویل چې دواړه هیوادونه د نفتو د استخراخ د موافقې د غځولو ملاتړ کوي.

له دې سره به د روسیي په گډون د اوپیک سازمان نور تولیدونکي هیوادونه د نفتو د تولید د محدودولو هغې موافقې ته شپږ میاشتې نور هم ژمن پاتې شي چې له مخې یې تولیدونکي هیوادونه باید په ورځ کې له ۱،۲ میلیونه بیلرو څخه ډیر نفت تولید نه کړي. په یو بیلر کې ۱۵۹ لیتره تیل ځاییږي.

ولادیمیر پوتین وویل چې دغه موافقه چې د یکشنبې په ورځ (د جون میاشتې په ۳۰ مه نیټه) یي معیاد پای ته رسیږي، کیدای شي حتی نهو میاشتو ته هم وغځول شي.

امریکا متحده ایالات په نړیواله کچه د نفتو له دغو دوو لویو تولیدونکو هیوادونو سره په دې موافقه کې نه دی یوځای شوی.

په رسمي ډول د اوپيک پلاس(Opec+) یعنې د نفتو ټول تولیدونکي هیوادونه به په ګډه د راتلونکي دوشنبې او سه شنبې په ورځو کې د دغې موافقې پر غځولو بحث او خبرې وکړي.

د نفتو د استخراج د محدودولو موافقه له ۲۰۱۷م کال راهیسې عملي کیږي چې په پرله پسې ډول یې هر وار موده غځول شوې.

د نفتو تولیدونکي هیوادونه غواړي له دې موافقې سره لږ تر لږه د تیلو بیې ثابتې پاتې شي، کوم چې په ۲۰۱۶م کال کې په نړیوال بازار کې د نفتو د عرضې د لوړیدو له امله د یوه بیلر بیه ۳۰ امریکایي ډالرو ته را لویدلې وه. په اوس وخت کې دغه بیه د هغې نږدې دوه برابره ده.

په همدې منځ کې په دې وروستیو کې دغه بیې یو وار بیا ډیرې را ټیټې شوې وې، ځکه له یوې خوا د نړیوال اقتصاد د کمزورې کیدو په اړه اندیښنې موجودې وې، له بلې خوا د امریکا متحده ایالاتو او ایران ترمنځ د اړیکو د خرابیدو له امله کارپوهانو د نړیوال امنیت د بی ثباتۍ خبره کوله.

آژانسونه/ ش.ن/ ن.ز