1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

طالبانو تخار کې ۱۹ تنه په دُرو وهلي

۱۴۰۱ آبان ۲۹, یکشنبه

د طالبانو سترې محکمې پرون د شنبې په ورځ ویلي چې په تخار ولایت کې ۱۹ ښځې او نارینه په عامه محضر کې په دُرو وهل شوي دي. د اعلامیې د معلوماتو له مخې هر مجرم پېژندل شوی کس ۳۹ دُرې وهل شوی دی.

https://p.dw.com/p/4JnJe
عکس له آرشیف څخه اخیستل شوی دی او په کې د طالبانو د لومړۍ دورې پرمهال یو بایسکل چلوونکی د یوه طالب سرتیري له خوا درول کیږي.
عکس له آرشیف څخه اخیستل شوی دی او په کې د طالبانو د لومړۍ دورې پرمهال یو بایسکل چلوونکی د یوه طالب سرتیري له خوا درول کیږي. انځور: AP

د شنبې په ورځ (د ۲۰۲۲م کال د نومبر پر ۱۹مه) د طالبانو د حکومت سترې محکمې خبر ورکړ چې په شمالي تخار ولایت کې یې پر ۱۹ مجرم پېژندل شوو کسانو شرعي سزا تطبیق کړې ده. په خپره شوې اعلامیه کې ویل شوي چې په دغو ۱۹ کسانو کې ښځې او نارینه شامل دي او دا چې دوی په مختلفو جرمونو نیول شوي وو. اعلامیه کې همدا راز زیاته شوې چې دوی په عام محضر کې په دُرو وهل شوي او دا چې تورن کسان له واده پرته د جنسي اړیکو، د بل شخص له پاره د پلار یا خاوند کور ترک کول او غلا په څیر جرمونه شامل دي.

د طالبانو د سترې محکمې د اعلامیې له مخې، تورن کسان هر یو ۳۹ دُرې وهل شوي دي او زیاتوي چې دغه سزاوې تیره اونۍ د تخار ولایت په مرکز تالقان ښار کې تطبیق شوي دي او دا چې دا کار د ټولنې د اصلاح له پاره کوي.

دا په داسې حال کې ده چې څه موده وړاندې د طالبانو مشر مولوي هبت الله اخندزاده د خپلو ټولو قاضیانو سره په یوه ملاقات کې له دوی غوښتي وو چې په شرایطو پر برابرو مجرمینو باندې دې د شریعت له مخې سزا عملي کړل شي. په دغو سزاوو کې د لاس قطع کیدل، سنګسار او قصاص هم شامل دي.آيا په جنايي جرمونو تورن پخواني طالب زندانیان به هم ونيول شي؟

په افغانستان کې د طالبانو په بیا راتګ سره یو لړ محدودیتونه هم وضع شوي دي. طالبانو لا هم له شپږم ټولګي د پورته نجونو ښوونځي تړلي او د ښځو د سفر په برخه کې یې هم محدودیتونه وضع کړي دي. سربیره پر دې، د افغانستان د خراب اقتصادي وضعیت ته په کتو ښځو ته په ګڼ شمیر مواردو کې د کار اجازه هم نه ورکول کیږي.

په تر ټولو تازه پریکړه کې، طالبانو پارکونو ته د ښځو پر ورتګ هم بندیز وضع کړی دی. د بشري حقونو ډلو د طالبانو پر دغو بندیزونو کلکې نيوکې کړې دي. طالبانو د نړیوالو د تاکید برعکس لا هم یو ټول منلی حکومت هم نه دی جوړ کړی چې له کبله یې د سیمې د هیوادونو په شمول د نړۍ هیڅ هیواد د طالبانو حکومت په رسمیت نه دی پیژندلی.

ډي. پې. اې / خ.ح / ن. ص