1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

آيا په جنايي جرمونو تورن پخواني طالب زندانیان هم نېول کیږي؟

محمد اسماعیل شاکر
۱۴۰۱ آبان ۲۶, پنجشنبه

د طالبانو حکومت د کورنیو چارو وزارت وايي، هغه پخواني زندانیان چې د طالبانو په راتګ له زندانونو تښتېدلي بیرته نیسي، چې په دې ډله کې ډېر یې طالب زندانیان هم دي.پخوانیو طالب زندانیانو ته کوم ډول جرمونه راجع کېدل؟

https://p.dw.com/p/4JfIG
افغانستان پروان/ پخواني طالب زندانیان
افغانستان پروان/ پخواني طالب زندانیانانځور: PPI/Zuma/picture alliance

د ۲۰۲۱م کال د اګست مياشتي پر ۱۵نېټه چې طالبان بيا پر افغانستان واکمن شول په ټول هيواد کې زندانونه مات او زندانیان یې وتښتېدل. په زندانیانو کې طالب جنګیالي هم ول چې کره شمېر یې نشته خو ویل کیږي چې په زرونو ول.

دغه طالب زندانیان یا د جګړې له ډګره او یا هم د ترهګریزو بمي او ځانمرګو برېدونو د پلانولو په تور نېول شوي ول.

د دغو زندانیانو له ډلې ځينې یې ان په اعدام محکوم ول، خو پوښتنه داده چې د طالبانو اوسنی حکومت یې په حق کې څه کوي؟

د طالبانو ادارې د کورنیو چارو وزارت ویاند عبدالنافع ټکور دویچه ویله ته وویل، په جنايي جرمونو تورن ټول بندیان بیرته نېول کیږي، هغه که هرڅوک وي: «که څوک جرم ولري او عریضه ورباندې وشي موږ یې نیسو، هغه که هرڅوک وي.»

د پخواني حکومت پرمهال د افغانستان په زندانونو کې شاوخوا ۳۰ زره کسان د بیلابیلو جرمونو په تور بندیان ول، چې له دې ډلې تر لس زرو ډېر یې په څرخي پله زندان کې ول.

آرشیف: د څرخي پله زندان
آرشیف: د څرخي پله زندانانځور: DW

په دغو زندانیانو کې پر سیاسي بندیانو سربیره د وژنو، وسله والو غلاوو، اختلاس، تښتونو، قاچاق او په نورو بیلابیلو جرمونو تورن کسان ول چې د ځینو دوسيې يې حتی بشپړې شوې هم وې.

«اوس هغه پخواني طالبان نه دي»

یوشمېر عام افغانان وايي، کله چې طالبان تېر کال بیا واک ته ورسېدل، خلک په تمه ول، چې دا ډله به د خپلې تېرې واکمنۍ په څېر بیا هم د مجرمینو پرضد جدي چلند وکړي، خو هر څه برعکس شول.

د کابل یو اوسېدونکی چې نه غواړي په رپوټ کې یې نوم یاد شي دویچه ویله ته وویل: «کله چې په لومړیو کې نظام بدل شو، په هغو اولو دوو میاشتو کې ډېر څه نه ول، خو وروسته وروسته غلاوې، قتلونه، لارې شکونې ډېرې شوې او لاډېریږي او دا هماغه خلک دي چې د همدغو جرمونو غلاوو، قتلونو او نورو جرمونو په تور زندانونو کې ول، د طالبانو په راتګ سره چې کله زندانونه مات شول، ټول قاتلین، غلا، وسله وال او زورواکي ټول راخوشې شول چې دوی اوس بیا خپلو جرمونو ته لاس اچولی.»

د کابل ښار د دغه اوسېدونکي په وینا چې اوس ان د ورځې هم څوک نه شي کولای په ډاډه زړه خپل موباییل له جېبه راوباسي.

کله چې طالبان په ۹۰ کلونو کې په افغانستان واکمن ول، نو په بیلابیلو جرمونو تورنو کسانو به یې شرعي حد پلی کاوه، چې هماغه مهال د بشري حقونو ځینو نړېوالو بنسټونو له نېوکو سره هم مخامخ ول.

خو اوس د ځینو افغانانو په باور د مجرمینو پرضد د طالبانو چلند خورا سوړ دی چې له امله یې د جرمونو کچه هم ورځ په ورځ لوړیږي.

هاخوا طالبان وايي، جرمونه که پخواني وي یا هم اوس ترسره کیږي دوی یې پر وړاندې اقدام کوي.

د کورنیو چارو وزارت ویاند وویل: «هر هغه څوک چې په جنايي جرمونو تورن وي د پولیسو لخوا تر تعقیب لاندې دي، هره ورځ لسګونه تورن کسان چې جرمي ریکارډونه لري د پولیسو لخوا پیژندل کیږي او نیول کیږي.»

له دغه طالب چارواکي سره کره شمېرې نشته او نه هم په دې اړه مالومات لري چې له پخوانیو تښتېدلو زندانیانو څومره یې بیرته نېول شوي او د دوسیو برخلیک به یې څه وي.

د انتقالي عدالت د پلې کولو غوښتنه

د چارو کتونکي وايي، د پخوانیو زندانیانو او په ځانګړو توګه د هغو تورنو چې دوسیې یې بشپړې شوي، په بند او یا هم د جرمونو د ثبوت په صورت کې په جزا محکوم دي باید تعقیب او ونېول شي.

اړوند مطالب:«د څرخي پله له زندان نه طالبان نه دي تښتېدلي»

د افغانستان د حقوقپوهانو د اتحادیې مرستیال عبدالسبحان مصباح دویچه ویله ته وویل: «د طالبانو په راتګ سره دا یوه ډېره ستره تېر وتنه وه او ستره جفا وه، چې د قانون حاکمیت او عدالت ته د لاسرسي پر وړاندې، ټول هغه کسان خوشې شول چې په درنو جرمونو تورن ول، دوی اوس ټولنې ته ستر ګواښ دی.»

د ښاغلي مصباح په ټکو اوس چې په زرهاوو دغسې تورن کسان آزاد ګرځي په طبعي ډول ټولنه کې ورسره جرمونه هم ډېر شوي دي.

مصباح زیاته کړه:«له حقوقي اړخه دوی ته هغه مجازات چې په نظر کې نېول شوي ول، باید هغه بیرته ورباندې عملي شي، اوس اسلامي امارت ته لازمه ده چې د هماغه لیست په مطابق هرڅوک چې په هرقدم کې اووسي باید ونېسي.»

سره له دې چې کره شمېرې یې نشته خو د رپوټونو له مخې په پخواني حکومت کې شاوخوا ۷۵۰ زندانیان په اعدام محکوم شوي وو، چې په دې ډله کې طالب زندانیان هم ول.