1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

«که شتمنۍ آزادي نه شي، له امريکا سره پر تګلاري به غور وکړو»

۱۴۰۰ بهمن ۲۶, سه‌شنبه

طالبانو ويلي دي چې که چېري د امريکا حکومت پر خپلي هغي پريکړي له سره غور و نه کړي چې د افغانستان د شتمنيو يوه برخه د سپتمبر د يولسمې قربانيانو ته ورکوي، افغانستان به اړ شي چې د امريکا په تړاو خپلي تګلاري ته تغير ورکړي.

https://p.dw.com/p/472Ed
Gebündelte Hundertdollarscheine Geldstapel
انځور: Stefan Klein/imagebroker/picture alliance

دا خبره د دوشنبې په ورځ د  طالبانو د کورنیو چارو وزارت له خوا په جاري کړل شوې يوه اعلاميه کې شوې ده. په دغه اعلاميه کې چې د طالبانو د مرستيال وياند انعام الله سمنګاني له خوا لاسليک شوې، راغلي دي: «د سپتمبر د ۱۱مې نيټې پېښې په افغانستان پورې هيڅ تړاو نه لري.»

د امريکا متحده ايالاتو ولسمشر جو بايدن د تېرې جمعې په ورځ پريکړه وکړه چې د افغانستان د پخواني حکومت د اووه ميليارډه ډالره شتمنۍ نيمايي یې د ۲۰۰۱م کال د سپتمبر د پېښې قربانيانو ته د تاوان په توګه او پاتې یې په افغانستان کې د بشري مرستو له پاره وکارولې شي.

د بايدن دې پريکړې د افغانستان د نويو واکمنانانو سخته غوسه را وپاروله او د هغوی دا کار يې «غلا» او د امريکا «اخلاقي زوال» وباله.

طالبانو د دوشنبې ورځې په خپله اعلاميه کې ويلي دي: «د دې پېښې په پلمه د افغانستان د خلکو له اموالو څخه هر ډول استفاده له اسلامي امارت سره له توافقنامې ښکاره سرغړونه ده.»

په اعلاميه کې زياته شوې: «که امريکا متحده ایالات خپل دريځ ته تغير ور نه کړي او خپلو پاروونکو کړنو ته دوام ورکړي، نو دوی به اړ شي چې د امریکا په اړه پر خپله تګلاره له سره غور وکړي.»

د کنګل شويو ميليارډو ډالرو په اړه د ولسمشر بايدن دا غير عادي پریکړه په داسې يوه وخت کې شوې ده چې افغانستان ته بشري بحران متوجې دی.

واک ته د طالبانو تر رسېدو وروسته د افغانستان په ميليارډو ډالره شتمنۍ چې زياتره برخه یې په امريکايي بانکونو کې ده، د امريکا له خوا له دې کبله چې د طالبانو لاسو ته ونه لويږي، کنګل شوې.

خو اوس په داسې حال کې چې افغانستان له يوه سخت اقتصادي بحران سره مخ دی، واشنګټن له افغانستان سره د مرستې د لارو چارو په لټه کې دی او په عين حال کې غواړي چې دغه مرستې د طالبانو لاسو ته ونه لوېږي.

سپینې ماڼۍ ويلي دي چې بايدن لټه کوي چې  ۳،۵ ميليارده کنګل شوي ډالر «د افغانستان له خلکو سره د مرستې او د افغانستان راتلونکي له پاره» له يوې لارې د بشري مرستو يوه صندوق ته ور شاملې کړي.

خو د نورو ۳،۵ ميليارډه ډالرو برخليک او موضوع يو څه پېچلې ده. د سپتمبر د ۱۱مې نيټې د قربانيانو کورنۍ چې د نيويارک د برجونو، پر پنتاګون د بريد او همدا راز په پنسلوينيا کې د بريدونو د قربانيانو کورنۍ پکې شاملي دي، له اوږدې مودې راهیسې مبارزه کوي چې د القاعدې شبکې او نورو مسئولو کسانو څخه تاوان واخلي.

په امريکا کې د دې قضيو په ترڅ کې د قربانيانو ډلو د القاعدې او طالبانو پر ضد چې د بريدونو پر وخت یې القاعدې شبکې ته پناه ورکړې وه، محاکمې وګټلې او هغوی یې محکوم کړل خو د قربانيانو کورنيو ونه کړای شول چې له هغوی تاوان ترلاسه کړي.

دغه ډلې اوس د افغانانو د کنګل شويو شتمنيو د ترلاسه کولو له پاره د اقامې دعوې موقع لري.

خو بل لوري ته د جو بايدن دغه پريکړې اکثريت افغانان په غوسه کړي دي حتی هغوی هم چې د طالبانو مخالف دي او غوښتل یې چې د افغانستان شتمنۍ کنګل شي.

د طالبانو د دوشنبې ورځې په اعلاميه کې راغلي دي: «که امريکا غواړي چې د نړيوالو له خوا ملامت نه شي او د افغانستان له خلکو سره یې اړيکي زيانمنې نه شي، نو له خپلې دې پريکړې دې تېر شي.» په اعلاميه کې زياته شوې: «د افغانانو شتمني بې له قيد او شرطه بايد آزاده شي.»

ب. ص/ ن. ز (AFP)

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل