1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د بایدن د وروستي اعلان پر ضد په کابل کې مظاهره شوې

۱۴۰۰ بهمن ۲۳, شنبه

د افغانستان د کنګل شوو شتمنیو په تړاو د بایدن د وروستي اعلان پر ضد کابل کې مظاهرې وشوې. بایدن ويلي دي چې د افغانستان ۳،۵ ميلیارډه ‌ډالر آزادوي او نورې به يې د سپتمبر ۱۱مې پيښې قربانیانو کورنیو له پاره امریکا کې پاتې وي.

https://p.dw.com/p/46vdA
Afghanistan Kabul | Protest für Freigabe der eingefrorenen Geldmittel
انځور د ۲۰۲۱م کال په دسمبر کې په کابل کې د افغانستان د کنګل شوو پیسو د ازادولو په موخه د مظاهرې - آرشیفانځور: Bilal Guler/AA/picture alliance

د اسوشتيد پریس په حواله، مظاهره کونکي د شنبې په ورځ (د فبروري ۱۲مه) د کابل ښار د عیدګاه مسجد مخې ته راټول شوي ول. دوی د بایدن د وروستي فرمان په غندلو، له امریکا څخه د تیرو شلو کلونو په جریان کې د لسونو زره افغانانو د وژنې د مالي غرامت غوښتنه هم کوله.

د اسوشيتد پريس له خوا تیره ورځ په يوه رپوټ کې د يوه امريکايي چارواکي له قوله ليکل شوي انتظار کيږي چې په امریکا کې د افغانستان د کابو ۷ مليارډه کنګل شوو ډالرو نیمايي يې افغانستان ته د بشري مرستو ته بیلې، او پاتې پیسې به يې د سپتمبر د ۱۱مې نيټې د بريدونو د قربانيانو کورنيو ته د تاوان په توګه ورکړل شي.

خو په کابل کې د شنبې ورځې مظاهره کونکو ويل چې افغانانو هم ډیره قرباني ورکړې او دا چې د هغوی قرباني به څنګه کيږي. د مظاهرې یوه تنظیمونکي او فعال عبدالرحمن وويل: »افغانانو هم ډیره قرباني ورکړې او په زرونو يې خپل ژوند له لاسه ورکړی، دا به څنګه کيږي؟»

مدني فعال عبدالرحمن وايي چې دوی به ډيرې نورې مظاهرې هم په لاره واچوي. هغه وویل: «دغه پیسې د افغانستان د خلکو دي، نه د امریکا متحده ایالاتو. دا د افغانستان د خلکو حق دی.«

د متحده ایالاتو ولسمشر، د جمعې په ورځ د یو امر په لاسليک کولو سره په امریکا کې د افغانستان د کنګل شوو پيسو څخه ۳،۵ ميليارډه نورې پيسې هم افغانانو ته د بشري مرستو د برابرلو له پاره بیلې کړې. زياته شوې چې پر دغو پيسو به مرستې د ملګرو ملتونو سازمان له خوا برابريږي.

د افغانستان بانک له پاره د پخواني افغان حکومت مالي سلاکار، طارق فرهادي د ملګرو ملتونو سازمان له خوا د افغانستان د مرکزي بانک د ادارې ریزرف کولو په تړاو دغه سازمان تر پوښتنې لاندې راوست. هغه وویل چې دغه شتمنۍ د بشري مرستو له پاره نه بلکې د «هیواد د اقتصادي ملاتړ، د پولي پالیسۍ سره د مرستې او د افغانستان د راکړې ورکړې د مدیريت له پاره دي.»

هغه همدارنګه د بایدن د دغه امر قانونيت هم تر پوښتنې لاندې راوست.

هغه وويل: «دغه شتمني د افغانستان خلکو پورې اړه لري نه طالبانو پورې... د بایدن تصمیم یوجانبه دی او له نړیوال قانون سره مطابقت نه لري.»

فرهادي زیاته کړه چې د «نړۍ هيڅ هیواد د یو بل هیواد د شتمنۍ په هکله دا ډول مصادره کونکی تصمیم نه نیسي.»

افغانستان له سمندرونو ورهاخوا د شاوخوا ۹ ميليارډه ډالرو په ارزښت شتمنۍ لري چې له دې ډلې ۷ میلیارډه يې په متحده ایالاتو کې دي. د پاتې نورې شتمنۍ ډيری برخه یې په آلمان، متحده عربي اماراتو او سويس کې دي.

د بایدن د جمعې ورځې اعلان په ټولنیزو رسنیو کې د افغانانو له خوا په «امریکا د افغانانو پیسې غلا کوي» تریند باندې واوښت.

یو شمیر شنونکو هم پر ټويټر د بایدن تصمیم تر پوښتنې لاندې راوستلی دی. په امریکا کې د ویلسن مرکز د آسیا پروګرام مرستیال مشر، مايکل کوګلمن، د بایدن فرمان په اړه ويلي دي چې دا «بې رحمي» ده.

هغه پر ټويټر ليکلي دي: «دا یو ستر کار دی چې افغانستان سره د بشري مرستو له پاره نور ۳،۵ ميلیارډه ډالر آزاديږي. خو دا چې ۳،۵ مليارډه نور ډالر چې په افغانانو پورې مربوط دي اخیستل کيږي او يو بل لور ته منحرف کيږي، غلطه لار او ښکاره بې رحمي ده.»

امریکا، د القاعده شبکې مشر، اسامه بن لادن د امریکا د ۲۰۰۱ کال د سپتمبر ۱۱مې تروریستې بریدونو عامل پېژني چې هغه وخت په افغانستان کې وو. بن لادن وروسته له هغې چې په ۱۹۹۶ کال کې له سوډان څخه تبعید شو، د افغان جنګي رهبرانو له خوا افغانستان ته راوستل شو.

د سپتمبر ۱۱مې بریدونو پر وخت طالبان په افغانستان کې حاکم ول، هغه مهال متحده ایالاتو له طالبانو وغوښتل چې بن لادن ورته تسلیم کړي، خو د طالبانو مشر، ملا محمد عمر، د امریکا دغه غوښتنه رد کړه او دغه کار پر افغانستان د امریکا د پوځي حملې او د طالبانو د هغه وخت رژيم د ړنګیدو سبب واقع شو.

خو اسامه بن لادن ډير کلونه وروسته د پاکستان په ایبټ آباد کې د امریکايي قواوو په یوه ځانګړې عملیات کې ووژل شو.