1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

طالبانو د خرڅلاو مالیې د معافيت او کمښت اعلان کړی

۱۴۰۳ خرداد ۱۰, پنجشنبه

د طالبانو چارواکو اعلان کړی دی چې هغه کسبګر چې په کال کې تر دوو میلیونو افغانيو پوري خرڅلاو ولري، د مالیو له ورکولو څخه معاف کیږي. طالبانو له دوو میلیونو افغانیو څخه د ډېر پلور د مالیاتو کچه هم راکښته کړې ده.

https://p.dw.com/p/4gSMv
Afghanistan - Impressionen von Marktplätzen zum Eid Al-Adha Fest
انځور: Sirat

د طالبانو د حکومت د رئیس الوزرا، اداري مرستیال او د مالیې وزارت سرپرست د پنجشنبه په ورځ په کابل کې د یوه خبري کنفرانس په ترڅ کې پر خرڅلاو باندي د مالیاتو له کمښت څخه خبر ورکړ. 

دطالبانو د حکومت د رئیس الوزرا  اداري مرستیال، عبدالسلام حنفي وویل چې په افغانستان کې ټول هغه دوکانداران او کسبه کاران چې په کال کې تر دوو میلیونو افغانیو پوري خرڅلاو ولري، د مالیاتو له ورکولو څخه معاف دي.

حنفي زیاته کړه چې د مالیاتو کچه هم راټیټه سوې ده او هغه کسبګر چې په کال کې له دوو میلیونو افغانیو څخه ډیر خرڅلاو ولري، تر دې وروسته به د صفر اشاریه ۵ پر ځای صفر اشاریه ۳ سلنه مالیات ورکوي.

مخکې له دې دوکاندارانو دطالبانو  له خوا د «ملاماتوونکو» مالیو له وضع کولو څخه شکایت کاوه. عبدالسلام حنفي، په خپلو خبرو کې اعتراف وکړ چې د افغانستان له مختلفو ولایتونو څخه ځینو صنفي اتحادیو او کسبه کارانو له لوړو مالیو څخه شکایت درلود.

طالبان  په داسي حال کې پر کسبګرو د مالیو له کمښت څخه خبر ورکوي چې د عوایدو پرځای له خرڅلاو څخه مالیه اخلي.

مخکې په کابل کې د سوداگرود اتحادیې یوه مسوول، دویچه ویله ته ويلي ول ستونزه داده چې مالیات د دوکاندارانو او کسبګرو د خرڅلاو له مخې محاسبه کیږي، په داسي حال کې چې مخکې به مالیات د عایداتو له مخی سنجول کیدل.

د جمهوریت د مخکیني ړنگ سوي حکومت پر وخت، کسبګرو د خپل عاید له هرو سلو زرو افغانیو څخه یو اشاریه ۵ سلنه مالیه ورکوله. 

GP/BS/Alizadah