1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

له افغانستان او پاکستانه امریکا ته متوجه ګواښونه

۱۴۰۳ اردیبهشت ۲۶, چهارشنبه

د پخوانیو امریکایي سیاستوالو یوې ډلې د دغه هیواد له حکومته غوښتي دي چې له افغانستان او پاکستان څخه امریکا ته د متوجه ګواښونو پر وړاندې دې پوځي اقدام وکړي، بې له دې چې یوې دودیزې جګړې ته بیرته ور وګرځي.

https://p.dw.com/p/4fsDu
د آرشیف انځور - په افغانستان کې د امریکا یوه بې پېلوټه الوتکه
د آرشیف انځور - په افغانستان کې د امریکا یوه بې پېلوټه الوتکهانځور: Unbekannt/Zuma Wire/imago images

دغه څېړنه د امریکا متحده ایالاتو د پخوانیو لوړپوړو سیاستوالو د یوې ډلې له خوا ترسره شوې ده. دوی واضح کړې ده چې نه غواړي امریکا په افغانستان کې د دغه هیواد تر ټولو اوږدمهاله جګړې ته بیرته ور وګرځي. هغه جګړه چې د ۲۰۲۱م کال په دوبي کې له افغانستان څخه د امریکایي سرتیرو په وتلو او یو وار بیا واک ته د طالبانو په رسیدلو سره پای ته ورسیدله.

دغې څېړنې ویلي دي چې د ۲۰۰۱م کال په سپټمبر کې له ترهګریزو بریدونو وروسته د ترهګرۍ پر وړاندې پر مبارزې ډیر تمرکز وشو، خو اوس داسې معلومیږي چې دغه بهیر پر معکوس لور روان دی.

د دغو سیاستوالو په وینا دا ځکه چې اوس امریکا له چین سره رقابت، پر اوکراین د روسیې یرغل او د حماس او اسرائیل جګړې ته ډیر پام اړولی دی.

د دغې څېړنې چې په ۲۰۲۲م کال کې د امریکا متحده ایالاتو د سولې انستیتوت له خوا پيل شوې وه، پایلې ښيې چې «هم تصمیم نیونکو او هم په ډیر شمیر هغو کسانو کې چې د ملي امنیت په ادارو کې یې کار کاوه، د ترهګرۍ پر وړاندې د شل کلنې مبارزې له کبله تراوما (رواني ناروغۍ) ته ورته علایم لیدل کیږي.»

په دې تحقیق کې راغلي دي: «په خواشینې کوونکي ډول په افغانستان کې د امریکا متحده ایالاتو د ماموریت پای دا مسئله په یوې زهرجنې موضوع بدله کړې ده او له سیاسي اجنډا او عمومي افکارو څخه د سیمې لیري ساتلو ته تمایل یې پياوړی کړی دی.»

خو دغه څیړنه ښيې چې افراطي حرکتونه په داسې شکل سره قدرت نیسي چې د امریکا متحده ایالاتو او متحدینو ګټې یې ګواښي او «افراطیانو» په افغانستان کې د بیا منسجم کیدلو، توطیې او همکارۍ فرصت ترلاسه کړی دی.

دغو پخوانیو سیاستوالو د طالبانو رقیبې ډلې یعنې د داعش خراسان څانګې ته اشاره کړې ده چې په افغانستان کې یې پټنځای پيدا کړی دی او په مارچ میاشت کې د مسکو په ستر برید کې یې لاس درلود او همدارنګه د پاکستاني طالبانو تحریک چې د پاکستان د حکومت پر وړاندې یو وسله واله جګړه پر مخ وړي.

دغې ډلې له امریکا متحده ایالاتو څخه غوښتي دي چې له افغانستان څخه د ګواښونو پر وړاندې دې له ځواک څخه د کار اخیستنې په برخه کې «لږ محدودیت» ولري، البته په دې معنا نه چې بیرته دې دودیزې جګړې ته ستون شي، بلکې د متحده ایالاتو پر وړاندې پيژندل شوو ګواښونو پر ضد پوځي اقدام وکړي.

دغه رپوټ ویلي دي متحده ایالات دې د قدرت نمایش، لکه د بې پیلوټه الوتکو پروازونه په نظر کې ونیسي، څو د طالبانو پر مشرانو فشار راوستل شي چې د القاعده شبکې سره خپلې اړیکې پرې کړي.

د څیړنې لیکونکو دې خبرې ته په اشارې کولو سره چې له افغانستان څخه د امریکا تر وتلو وروسته په دغه هیواد کې د متحده ایالاتو استخبارات کم شوي دي، د دغه هیواد له حکومت څخه غوښتي دي چې له پاکستان سره دې همکاري، د هغو له جملې څخه له وسله والو سره د مبارزې په ګډون د پاکستان هوایي حریم ته دې اوږدمهاله لاسرسی له سره پيل کړي.

په افغانستان کې د امریکا متحده ایالاتو د ماموریت په جریان کې، پاکستان د دغه هیواد د مرستو په تر ټولو ستر ترلاسه کوونکي بدل شو، خو امریکایي چارواکي په دې باور ول چې اسلام آباد دوګونې لوبه پرمخ وړي او له امریکا سره د همکارۍ ترڅنګ، په ورته وخت کې طالبانو ته هم پټنځایونه ورکوي.

د جو بایډن حکومت په دې برخه کې له پاکستان سره تعامل ته لږه لیوالتیا ښودلې ده.

لاورل میلر، چې د دې څیړنې یوه له مشرانو څخه ده او مخکې یې د افغانستان او پاکستان په چارو کې د امریکا د استازې په توګه کار کړی دی وویل: «ډیر شمیر کسان شته چې اوس په امریکا متحده ایالاتو کې په لوړو پوستونو کې کار کوي، د افغانستان د ۲۰ کلنې جګړې د تجربو پر اساس له پاکستان څخه ډیر بیزاره دي.»

میرمن میلر، چې اوس د «اسیا بنسټ» مشره ده زیاته کړه چې په دې مورد کې یو قوي احساس شته چې پاکستان له امریکا سره په صداقت نه وو: «خو ځینې نه بدلیدونکي واقعیتونه شته، د دې په ګډون چې پاکستان د افغانستان په ګاونډ کې موقعیت لري، هغه هیواد چې اوس د ترهګرو ډلو پناه ځای دی.»

اغلې میلر، واضحه کړه: «په دې اساس زه فکر کوم چې له پاکستان سره د یو ډول اړیکو له لرلو پرته بل انتخاب نشته چې امریکا دې وکولی شي په سیمه کې خپلې ګټې وساتي».

آژانسونه: ش.ن/ ن.ز

له آرشیف څخه (29.06.2021 ):

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب

د نورو مطالبو ښودل