طالبان: په دايکنډي کې مو ملکيان نه، بلکې بغاوتګر وژلي
۱۴۰۱ آذر ۵, شنبهطالبان په دایکنډي ولایت کې د ماشومانو او ملکيانو وژنه ردوی. د طالبانو ویاند، ذبیح الله مجاهد په خپلې ټويټرپاڼې ليکلي دي: «په دايکنډي کې د یاغیانو يوه ډله وځپل شوه.»
مجاهد د طالبانو د داخله وزارت له قوله لیکلي، د دایکنډی ولایت د نيلي ولسوالۍ د سیواک شیبر سیمې په دوو کورونو کې د مسلح کسانو د حضور په اړه د رپوټونو د ترلاسه کېدو وروسته، د طالبانو امنيتي ځواکونو پر دغو کورونو حمله وکړه چې نهه تنه يې ووژل او څلور تنه نور يې ټپیان کړل.
ملګري ملتونه: د طالبانو د واکمنۍ راهیسې نږدې ۴۰۰ ملکيان وژل شوي
ذبیح الله مجاهد زیاته کړې ده چې په دغه پېښه کې د طالبانو يو غړی هم وژل شوی او دوه نور ټپیان شوي دي. د مجاهد د ټويټ په یوه برخه کې راغلي: «وژل شوي کسان ټول مسلح ول او د بغاوت هوډ يې درلود. هلته د ماشومانو د وژنې او نور زیانونه حقیقت نه لري.»
په دایکنډي ولایت کې ځايي اوسیدونکي وايي، د پنجشنبې په ورځ د طالبانو شاوخوا ۲۰۰ ځواکونه د شخصي خصومت او په احتمال سره د يوې جنايي قضيې له پاره د دغه ولایت د «سیواک شيبر» سیمې پر دوو کورونو حمله وکړه چې پکې يې د تنکیو ځوانانو په ګډون ۹ تنه ووژل، دوه نارینه او یوه ښځه يې ټپيان کړل او شپږ تنه نور يې له ځان سره بوتلل. وژل شوي د دوو کورنیو غړي ول.
په پنجشير او اندراب کې څه تیريږي؟
د طالبانو له خوا په دايکنډي ولایت کې د ملکيانو او ماشومانو وژنې په افغانستان دننه او بهر شدید غبرګونونه راپارولي دي.
د ملګرو ملتونو سازمان د ماشومانو د ملاتړ صندوق (یونیسف) هم په دغه پيښه کې د څلورو ماشومانو د وژل کېدو خبر ورکړی دی.
طالبانو په پنجشنیر کې د ملکيانو د نیولو خبره تائيد کړه
یونیسف پر خپلې ټويټر پاڼې ليکلي دي چې د دایکنډي ولایت د نيلي ولسوالۍ پر«سیواک شيبر» کلي د پنجشنبې ورځې حمله کې څلور ماشومان چې عمرونه يې له یو نه تر څلور کاله پوري وو، وژل شوي دي.
د ماشومانو د ملاتړ دغه سازمان پر ټويټر د دغه سازمان له نښې سره د یو تور انځور په خپرولو، دغه حمله غندلې ده.