1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

طالبانو په پنجشنیر کې د ملکيانو نيول کیدل تائيد کړل

۱۴۰۱ خرداد ۱۵, یکشنبه

د طالبانو يوه چارواکي د شنبې په ورځ ومنله چې دوی په پنجشیر ولایت کې په لسونو ملکیان نيولي دي. پنجشير د افغانستان هغه ولایت دی چې د رپوټونو پر اساس په ځينو برخو کې ېې اوس هم د طالبانو پر ضد وسلواله مبارزه ادامه لري.

https://p.dw.com/p/4CIcy
Afghanistan I Die Provinz Panjshir unter der Taliban
انځور: Sayed Khodaiberdi Sadat/AA/picture alliance

د پنجشير د والي ویاند، ابوبکر صديق، وويل چې د ۳۰ تر ۴۰ پورې کسان د امنیتي ځواکونو له خوا په حصه اول ولسوالۍ کې نيول شوي دي، خو د هغوی د نیولو دلیل ېې په ډاګه نه کړ.

طالبان په پنجشير کې د ملکيانو د نیول کیدو تصدیق داسې وخت کوي چې په وروستیو کې يو شمیر رسنيو په ياد ولایت کې د څه باندې سل تنه ملکي کسانو د نیول کیدو رپوټونه ورکړل. په رپوټونو کې ويل شوي چې طالبانو دغه افراد په پنجشیر کې د مقاومت ملي جبهې سره چې طالبانو پر ضد جنګیږي، د همکارۍ لرو په تور نيولي دي. 

د آلمان خبري آژانس په حواله، په يوه ويډيو کې چې پر ټولنیزو رسنیو خپره شوې، ښکاري چې نيول شوي افراد د ولایت محبس ته وړل کيږي.

په رپوټ کې د يوې ځايي منبعې له قوله ويل شوي، چې د طالبانو له خوا د نیول شوو کسانو له ډلې يو ېې مړ شوی دی.

په افغانستان کې د بشر حقونو په برخه کې د ملګرو ملتونو سازمان يوه ځانګړي استازي خبرداری ورکړی چې په پنجشیر او د افغانستان په نورو ولایتونو کې د تاوتريخوالو پيښې په ډيره شديده توګه ترسره کیږي.