1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

طالبان وايي له پاکستان سره يې د افغانانو پر شتمنيو خبري کړي

۱۴۰۲ آبان ۲۳, سه‌شنبه

د طالبانو د سوداګرۍ وزير په اسلام آباد کې د پاکستان د بهرنیو چارو له وزير سره کتلي او ورسره ېې د سوداګرۍ او د افغان کډوالو د انتقال پر موضوع ګانو خبرې کړي. تر اوسه تر ۳۰۰زره ډېر افغانان بېرته خپل هېواد ته ستانه شوي دي.

https://p.dw.com/p/4Ympo
په اسلام آباد کې د افغانستان سفارت چې د طالبانو له خوا پر مخ وړل کيږي ويلي دي چې د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت سره ېې د افغان کډوالو پر موضوع خبرې کړي
په اسلام آباد کې د افغانستان سفارت چې د طالبانو له خوا پر مخ وړل کيږي ويلي دي چې د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت سره ېې د افغان کډوالو پر موضوع خبرې کړيانځور: Abdul Ghani Kakar/DW

په اسلام آباد کې د افغانستان سفارت چې چاري يې طالبان پر پخ وړي، پر ايکس شبکې ليکلي چې د طالبانو د صنعت او سوداګرۍ سرپرست وزير، نورالدين عزيزي او ورسره مل پلاوي ېې دپاکستان د بهرنيو چارو له وزير، جلال عباس جيلاني سره کتلي دي. سفارت زیاته کړې چې په دغه کتنه کې پر دوه اړخيزو اړيکو«په ځانګړي ډول کراچۍ بندر کې د افغان سوداګرو بند پاتې اموال، هېواد ته د افغان کډوالو د اموالو انتقال او اړوندو موضوعاتو په اړه بحث وشو.»

د رويټرز خبري آژانس د رپوټ پر اساس، د افغانستان سفارت د سه شنبې په ورځ په یوه اعلاميه کې ويلي دي چې په دغه کتنه کې پر دې هم خبرې شوي دي چې له پاکستانه خپله هېواد ته په زرونو بېرته ستنېدونکي افغانان څنګه وشي کړای خپلې نغدې پېسې او نورې شتمنۍ له ځانه سره ویسي.

دغه کتنه داسې وخت کېږې چې پاکستان څه کم يوه اوونۍ مخکې له پاکستانه د زرونو بې اسناده افغانانو د اخراج په مسئله کې طالبانګرم بللي وو. اسلام آباد ويلي چې طالبان د هغو اورپکو پر ضد اقداماتو ته ليوالتيا نه لري کوم چې په پاکستان کې د حملو له پاره د افغانستان له خاورې استفاده کوي او دغه اخراجونه د طالبانو ادارې د همدغې بې علاقګۍ په ځواب کې کيږي.

خو طالب چارواکي وايي چې اورپکي د پاکستان خپله داخلي موضوع ده، له افغان مهاجرو سره تړاو نه لري او پر اسلام آباد ېې غږ کړی دی چې د افغان مهاجرو اخراج ودروي.

له پاکستانه افغانستان ته بېرته ستانه شوي افغانان وايي، له پاکستانه افغانستان ته د نغدو پیسو او شتمنیو پر انتقال محدودیتونه لګول شوي او دوی په دې برخه کې له ستونزو سره مخ دي، هغه هم په داسې حال کې چې افغانانو د څو لسیزو په جریان کې په پاکستان کې کورونه او کاروبارونه جوړ کړي دي.

د پاکستان د بهرنيو چارو وزیر جلال عباس جيلاني ويلي دي چې د سيمه ایزې سوداګرۍ او اتصال له پاره د تروریزم پر وړاندې ځواکمنه مشترکه مبارزه اړينه ده.

د تورخم له لارې افغانستان ته د بېرته راستنو شوو افغان کډوالو ته پولې ته نژدې په راڼه مېدان کې لګول شوې خېمې
د تورخم له لارې افغانستان ته د بېرته راستنو شوو افغان کډوالو ته پولې ته نژدې په راڼه مېدان کې لګول شوې خېمېانځور: Ebrahim Noroozi/AP Photo/picture alliance

د پاکستان د بهرنيو چارو وزارت دفتر وايي چې د طالبانو د صنعت او سوداګرۍ وزير به د سه شنبې په ورځ (۲۰۲۳م کال د نومبر ۱۴مه) د پاکستان او ازبيکستان د استازو په ګډون په یوه درې اړخېزه غونډه کې هم ګډون وکړي.

رويټرز ليکي د دغې غونډې اجندا لا تر اوسه روښانه نه ده، خو څه چې روښانه دي هغه دا دي چې دغه درې هېوادونه د ترانزيت سوداګرۍ او د افغانستان له منځه د اورګاډۍ پټلۍ په ذریعه د منځنۍ او جنوبي اسيا د اتصال پر پلانونو کار کوي.

د پاکستان حکومت تېره مياشت هغو افغان کډوالو ته چې په پاکستان کې د اوسېدو اسناد نه لري یوه میاشت یعنې د اکتوبر تر ۳۱مې وخت ورکړ چې له دغه هېواده په خپله خوښه ووځي، که نه وبه نيول شي. د پاکستان پر دغه تصمیم غربي هېوادونو او دبشري حقونو سازمانونو نيوکي کړي دي.

د پاکستان تر اعلان وروسته، تر اوسه تر۳۰۰زره ډېر افغان کډوال له پاکستانه افغانستان ته تللي دي.

چارواکو د سه شنبې په ورځ (د نومبر ۱۴مه) وويل چې تر اوسه تر ۳۰۰زرو ډېر هغه افغانان چې په پاکستان کې د اوسېدو اسناد نه لري، بېرته افغانستان ته ستانه شوي دي. د آلمان خبري آژانس د چارواکو له قوله وايي چې د پاکستان تر اعلان وروسته تر دا مهاله، ۳۰۵ زره او ۴۶۲ افغانان له پاکستانه وتلي دي.

​​​​پاکستاني چارواکو د سه شنبې په ورځ د نومبر ۱۴مه وويل چې تر اوسه تر ۳۰۰زرو ډېر افغانان چې پاکستان کې د اوسېدو قانوني اسناد نلري بېره خپله هېواد ته ستانه شوي دي
​​​​پاکستاني چارواکو د سه شنبې په ورځ د نومبر ۱۴مه وويل چې تر اوسه تر ۳۰۰زرو ډېر افغانان چې پاکستان کې د اوسېدو قانوني اسناد نلري بېره خپله هېواد ته ستانه شوي ديانځور: Abdul Majeed/AFP/Getty Images

پاکستاني چارواکي فضل ربي چې د افغانان کډوالو د اخراج له پروسې نظارت کوي وايي چې تر ټولو ډېر یعنې ۲۰۹ زره او ۵۵۰ افغانان د تورخم له لارې افغانستان ته اوښتي دي. په کويټه کې بیا کمشنر حمزه شفقت، وايي چې ۹۵زره او ۹۱۲ افغانان د بلوچستان له لارې افغانستان ته ستانه شوي دي.

بشري سازمانونو په افغانستان کې د ناوړه وضعيت په هکله اندېښنې ښودلي او وايي چې په وروستيو کې له پاکستانه افغانستان ته ډېری بېرته ستانه شوي افغانان له ګڼو ستونزو سره مخ دي په داسې حال کې چې سوړ ژمي هم راروان دی.

دغه سازمانونه وايي ډېری دغه کډوال په ابتدا کې پولې ته نژدې له ګڼې ګوڼې څخه په ډکو سرپناو کې اړوي کوم چې د مرستندویه سازمانونو او طالب چارواکو له خوا مدیريت کيږي. د رپوټونو پر اساس په دغو سرپناو کې امکانات ډېر کم دي.

mks/nz/(dpa/Reuters)

له آرشیف څخه یو انځوریز البوم:

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب

د نورو مطالبو ښودل