1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د مرستندیانو خبرداری: افغانستان د ناورین پر لور روان دی

۱۴۰۲ آبان ۲۱, یکشنبه

د کله راهیسې نه چې طالبان په ۲۰۲۱م کال کې یو وار بیا واک ته رسیدلي دي، داسې معلومیږي چې نړیوالو له افغانستان څخه خپله توجه اړولې ده. خو دغه هیواد له بل هر وخت څخه اوس مرستو ته ډیره اړتیا لري.

https://p.dw.com/p/4YiRx
Kinderarbeit in Afghanistan
انځور: Oliver Weiken/dpa/picture alliance

په هرات ولایت کې تر شدیدې زلزلې یوه میاشت وروسته مرستندویه سازمانونه د دغه هیواد د بشپړ سقوط ویره لري. ملګري ملتونه د یوه «بې ساري ناورین» خبره کوي او د کاتولیکانو مرستندویه سازمان  میسیریور (Misereor) بیا خبرداری ورکړی دی چې افغانستان باید له پامه ونه غورځول شي. سربیره پر دې د روانې ماشتې له پیل راهیسې له پاکستان څخه د سلګونو زرو افغان مهاجرو اخراجیدلو وضعیت لاپسې خراب کړی دی.

د شنبې په ورځ د ملګرو ملتونو سازمان د بشري مرستو همغږې کوونکي دفتر اوچا (OCHA) وویل چې د ۲۰۲۱م کال په اګست میاشت کې د کله راهیسې نه چې طالبان واک ته رسیدلي دي په دې هیواد کې لوږه او د ښځو ځپل ډیر زیات شوي دي.

دغه هیواد لکه د وروستۍ زلزلې طبیعي ناورینونو پر وړاندې بې وسه دی. د ژمې په درشل کې هم ډیر شمیر خلک مجبوره دي چې په خیمو کې ژوند کولو ته دوام ورکړي، بې له دې چې د سوړ ژمي په مقابل کې د ځان ګرم ساتلو وسایل او د څښلو پاکې اوبه ولري.

د ملګرو ملتونو سازمان د بشري مرستو همغږې کوونکي دفتر (OCHA) ټینګار وکړ چې «افغانستان د یوه بې ساري بشري ناورین په درشل کې ولاړ دی. دلته د یوه ستر بشري ناورین او په بشپړ ډول د سیستم د پاشل کیدو خطر موجود دی.»

د دغو بحرانونو په سبب د هغو لاسته راوړنو د لمنځه تللو خطر موجود دی چې د طالبانو واک ته له رسیدو مخکې په تیرو ۲۰ کلونو کې دغه هیواد ترلاسه کړي وو. د ملګرو ملتونو سازمان د شمیرو له مخې د دغه هیواد نږدې ۳۰ میلیونه وګړي یعنې دوه پر دریمه برخه د نفوس مرستو پورې وابسته دي یا ورته اړتیا لري.

میسیریور خبرداری ورکوي چې د منځني ختیځ په څیر د اوسنیو بحرانونو له کبله باید نور بحرانونه لکه افغانستان له یاده ونه ایستل شي. د میسیرور مشر پرمین شپیګل، کاتولیکي خبري آژانس (KNA) ته وویل «مونږ ځان د خپلو شریکانو پوروړي ګڼو چې بیا بیا یې هغه څه ته پام را وانه ړوو، کوم چې له پامه غورځول کیږي.»  

په ورته وخت کې مرستندویه سازمانونه خبرداری ورکوي چې له پاکستان څخه د اخراج شوو افغان مهاجرو په ورتګ سره وضعیت لا زیات خراب شوی دی.

د کاریتاس مرستندویه سازمان عمومي مشر اولیور مؤلر وویل چې راستنیدونکي هیڅ هم نه لري، نه په کافي اندازه پاکې اوبه شته او نه هم خوراکي توکي. نوموړي غوښتنه وکړه: «مونږ د دې ډراماتیک بیړني وضعیت په پام کې نیولو سره، باید دغه خلک یوازې پرې نږدو.»

د نومبر له لومړۍ نیټې څخه باید ۱،۷میلیونه هغه افغان مهاجر چې قانوني اسناد نه لري له پاکستان څخه ووځي. د پاکستان حکومت وایي چې افغان مهاجر له ترهګرۍ سره د مبارزې اقداماتو پروګرام په لړ کې اخراجوي.

 د مرستندویه سازمانونو په حواله همدا اوس په سلګونو زره خلک د افغانستان په سرحدي سیمه کې بند پاتې دي.

د پاکستان او افغانستان له پاره د مالتیزه انټرنیشنل سازمان استازي مارکوس هاکه، وایي ویل کیږي چې ډیري دغو کسانو د طالبانو له ویرې پاکستان ته پناه وړې وه. هاکه وویل دا به مشکله وي څو وویل شي چې آيا بیرته ستنیدونکي به په افغانستان کې په امن کې وي او کنه نه.

هاکه وویل: «په هر حال مونږ پوهیږو چې د افغان کډوالو په ټولنه کې له تعقیب او اقتصادي بدبختۍ څخه ویره مخ پر پراخیدو ده. د ژمي نږدې کیدو دغه ویره لازیاته کړې ده».

آژانسونه: ش.ن/ ن.ص

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل