1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

طالبان: له بامیانو قاچاق کیدونکي تاریخي اثار نیول شوي

فريدالله ظاهر
۱۴۰۲ شهریور ۱۸, شنبه

د طالبانو ادارې خبر ورکړی، چې عسکرو یې د بامیانو ولایت څخه قاچاق شوي لرغوني اثار، چې یو شمېر مهم اثار هم پکې دي، نیولي دي. سرچینه وایي، چې له قاچاق راګرځول شوي لرغوني اثار د افغانستان ملي موزیم ته سپارل شوي دي.

https://p.dw.com/p/4W8ix
USA Washington DC | Übergabe afghanische Antiquitäten an Botschaft Afghanistan
انځور: Press Office of the Afghan Embassy

د طالبانو ادارې د دفاع وزارت په یوه خبرپاڼه کې خبر ورکړی، چې درې تنه هغه قاچاقبر یې نیولي دي، چې لرغونې اثار او عتیقه توکي یې انتقالول.

خبرپاڼه وایي، چې په دې لرغونو اثارو کې دوه بُتان، په سرو زرو لیکل شوی یو کتاب او ځینو نور اثار شامل دي.

زياته شوې چې «په دغو اثارو کې دوه دانې بتان (مجسمې)، دوه مومیایي جسدونه، یو د سرو زرو تاج، پنځه صندوقونه، دوه دانې تورې (شمشېر) او یو کتاب، چې په سرو زرو لیڪل شوی او ۱۷ پاڼې لري شامل وو.»

په خبرپاڼه کې زیاته شوې ده، چې له قاچاق راګرځول شوي لرغوني اثار د افغانستان ملي موزیم ته سپارل شوي دي.

دا چې د افغانستان دا لرغونې اثار چیرته قاچاق کیدل، د طالبانو ادارې یې په اړه څه نه دي ویلي، خو دفاع وزارت یې وایي، چې د دوی د »۲۰۹ الفتح« قول اردو عسکرو په دې تړاو ٣ کسان چې د مزار شریف اوسیدونکي دي، له څو نورو شکمنو کسانو سره نیولې دي.

ارشیف: د متحده ایالاتو واشنګټن ډي سي، د افغانستان سفارت ته د افغان لرغونو اثارو سپارل
ارشیف: د متحده ایالاتو واشنګټن ډي سي، د افغانستان سفارت ته د افغان لرغونو اثارو سپارلانځور: Press Office of the Afghan Embassy

افغانستان چې یو لرغونی هېواد دی، په تېرو څو لسیزو کې د جګړو پرمهال یې ګڼ مهم لرغونې اثار قاچاق شوي، چې ځینې یې د نړۍ په سترو موزیمونو کې هم ايښودل شوي. خو د پخواني حکومت پرمهال ځینې هېوادونو افغانستان ته بیرته خپل یو شمېر هغه لرغونې اثار ورسپارلي وو، چې له افغانستان څخه ور وړل شوې وو.

د ۲۰۲۱ م کال د اګست په نیمایي کې واک ته د طالبانو د بیا رسیدو وروسته، یو ځل بیا د افغانستان لرغونو اثاروته جدي ګواښ پېښ شو. که څه د افغانستان موزیمونه خوندي وساتل شول، خو  څو ځلې د طالبانو ادارې له خوا له ګاونډیو هېوادونو سره په سرحدي ګمرکونو کې له هېواده د قاچاق کیدونکو لرغونو اثارو د نیولو خبرونه ورکړل شوي.