1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د افغانستان ملي موزیم بيا د لیدونکو پر مخ پرانیستل شوی

۱۴۰۰ دی ۲, پنجشنبه

د افغانستان ملي موزیم یو ځل بیا د لرغونو آثار په ښودلو سره د سیلانیانو پر مخ خلاص شوی دی. ظاهراً د طالبانو د حکومت دغه اقدام د دوی د مخکنۍ واکمنۍ په پرتله سیاست کې د یو ښکاره بدلون راتلو ښکارندويي کوي.

https://p.dw.com/p/44hIr
Afghanistan | National Museum in Kabul
د افغانستان ملي موزیمانځور: Rafiq Maqbool/AP/picture alliance

په کابل کې د افغانستان په ملي موزیم کې ته راغلي سیلانیان هڅه کوي چې د آثارو د نندارې خونو ته خپله لاره پرانیزي. دوی ټول افغانان دي. دوی غواړي د افغانستان په ملي موزیم کې ايښي آثار چې د تيږې توږدنې له دورې څخه نيولې تر لرغونو سیکو، اشعارو او مذهبي توکو پورې دي، وويني.

موزیم ته په راغلو کسانو کې یو هم ۶۵ کلن سید رحمت الله دی. هغه د تورو يوه مجموعه ګوري چې ۲۰۰۰ کاله زوړ تاريخ لري. رحمت الله په ډېر دقت او شوق د دغو تورو تر کتلو وروسته د فرانسې خبري آژانس ته وويل: «دا په داسې انسانانو کې جوړې شوي چې د هغوی د تاريخ د ارزښت ښکارندويي کوي.»

رحمت الله زیاتوي: «ما غوښتل چې د خپل هیواد د تاريخ په اړه ډېر معلومات ولرم. دا [هیواد] زما په زړه کې يو خاص ځای لري.»

په کابل کې د افغانستان ملي موزیم په اګست مياشتې کې قدرت ته د طالبانو تر رسیدلو درې میاشتې وروسته په نوامبر مياشت کې بیرته د سیلانیانو پر مخ پرانيستل شوی. دغه اقدام د طالبانو د سرپرست حکومت د اطلاعاتو او کلتور وزارت له خوا شوی دی.

شل کاله مخکې طالبان او ننني

Afghanistan | Buddhistische Kunst aus Hadda
په موزیم کې ځينې آثار د طالبانو له نظريې سره په تضاد کې دي خو د موزیم مشر وايي چې د ممانعت له پاره يې کومه هڅه نشتهانځور: Jawad Jalali/AFP/Getty Images

د فرانسې خبري آژانس په حواله، طالبانو پر افغانستان د خپلې لومړنۍ واکمنۍ پر وخت چې دغه دوره د ۱۹۹۶ تر ۲۰۰۱ کال پورې وه، په موزیمونو کې د مجسمو په څير توکي ویجاړول په داسې حال کې چې په زرونو توکي لوټ شول چې هيڅکله بیرته ترلاسه نه شول. طالبانو په هغې دوره کې په بامیان ولایت کې د بودا ۱۵۰۰ کلنې لويې دوې مجسمې هم ويجاړې کړې چې په پراخه کچه غبرګونونه يې له ځانه سره درلودل.

نن ورځ هم د کابل په ملي موزیم کې نندارې ته ايښي ځينې آثار، اساسا د طالبانو د رادیګالې ايډيالوژي سره په ټکر کې دي، لکه د لوښو هغه مجموعې چې ورباندې د انسانانو او حیواناتو انځورونه وښکل شوي دي.

خو طالبانو اوس د کابل پر ملي موزیم باندې خپل ساتونګي ګومارلي تر څو يې د داعش ډلې جنګيالیو له برید څخه حفاظت کړي.

د موزيم مشر، عین الدین صداقت په خبره، داسې هيڅ هڅه نه ده شوې چې د نمايش له پاره ايښودل شوي شیانو باندې دې محدودیتونه ولګول شي.

۳۵ کلن صداقت د فرانسې خبري آژانس ته وويل چې يوازې «۱۵ تر ۲۰ سلنې پورې نندارې ايښي آثار اسلامي میراث» پورې تړاو لري.

په سیاست کې نرمښت

طالبان وايي چې د مخکنۍ دورې په پرتله ېې په سیاست کې نرمښت راوستلی. د ملي موزیم بیرته پرانستنه هم یوه بیلګه ده چې دغه ډله چې په سخت دريځې باندې هم یادیږي، غواړي ښکاره کړې چې په سیاست کې یې نرمښت راوستلی او د پخوا په پرتله عصري سیاست تعقیبوي.

Afghanistan I Afghanisches Museum zur Zeit der Taliban
د طالبانو حکومت د موزیم په پرانیستلو سره ښيي چې دوی د پخوا په پرتله په خپل سیاست کې نرمښت راوستلی دیانځور: Afghanistan National Museum

رپوټ وايي په خپله د طالبانو کسان هم موزیم ته د سيل له پاره ورځي. د ملي موزيم مشر په دې اړه زیاته کړه: «موږ د طالبانو څخه هم لیدونکي لرو، هغوی کله کله په ډیر لوړ شمیر کې د موزیم لیدو ته راځي.»

د افغانستان ملي موزيم په دې وياړي چې د ۱۸مې او ۱۹مې پيړۍ جواهراتو یوه ټولګه لري.

په سیلانیانو کې ښځې هم شته

موزیم ته د راغلو سیلانیانو په ډله کې ۲۴ کله ذهره چې نه غواړي خپل بشپړ نوم يې وښيي وايي: «زه دلته راغلې يم چې دغه جواهرات ووینم، چې د پخوا وخت لاکتونه او ګوشوارې څه ډول ول.»

دغه افغان میرمن چې د ناروې د مهاجرت شورا له پاره کار کوي، زياتوي: «زه غواړم د پخوانيو زیوراتو او د اوسنیو زیوراتو چې موږ يې کاروو، ترمنځ تفاوتونه ووینم.»

که څه هم د موزیم څخه د لیدونکو کسانو ورځنۍ شمیر د پخواني حکومت په پرتله له سلونو څخه کم دی، خو په افغانستان کې ميشت یو بهرنی وګړی بیا لږ تر لږه د کلتوري مسائلو په اړه د طالبانو اوسني سیاست ته خوشبيني ښکاره کوي.

د طالبانو په اړه د يوه بهرني نظر

فليپ مارکویس په افغانستان کې د فرانسې د لرغون پيژندنې په برخه کې رسمي استازی دی. هغه ټينګار کوي چې «په اوس وخت کې د لرغونو آثارو په اړه د طالبانو کلتوري سیاست ډير مثبت او ریښتينی ښکاري.»

 خو دا چې په راتلونکې کې به څه پيښيږي فليپ يې په اړه وايي چې «دا به احتمالا د نړیوالې ټولنې له غبرګون سره تړلې وي» چې هغوی د طالبانو دغې غوښتنې په اړه چې ځنډولې مرستې يې بيرته پیل کړي، څه کوي. هغه زیاته کړه چې د دغه ډول مرستو درول به کلتوري څانګه او د سیاست نورې برخې د شاتګ له خطر سره مخامخ کړي.

ټول کلتوري بنسټونه نه دي خلاص

د افغانستان د موسیقۍ ملي انستيتيوت، چې د افغانستان یو بل مهم کلتوري بنسټ دی لا تر اوسه تړلی پاته دی. د دغه انستيتيوت مشر احمد ناصر سرمست دی چې د خپل سلونو همکارانو او د هغوی د کورنیو غړو سره له هیواده وتلی دی.

د رپوټونو په حواله، د دغه انستیتوت استادان او ښوونکي او د دوی د کورنیو غړي چې شمیر يې نژدې ۳۰۰ ښودل شوی پرتګال هیواد ته رسیدلي دي.

افغانستان واک ته د طالبانو په رسيدلو سره له سختو اقتصادي مشکلاتو سره مخ دی او نړیوالو هم تر ډیره خپلې مرستې له دغه هیواد سره درولي دي. د طالبان حکومت چې لا تر اوسه په رسمیت نه دی پيژندل شوی، هڅه کوي چې په بهر کې د افغانستان د میليارډونو ډالرو په ارزښت کنګل شوې شتمنۍ آزاده شي.

آ/م.ک.ص./ن.ز. dwo/ecl/fox/ssy/jah