1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

طالبان: له احمد مسعود او اسماعیل خان سره مو لیدلي

۱۴۰۰ دی ۲۰, دوشنبه

 طالبانو تائید کړې ده چې ایران ته د دوی ورغلي پلاوي له احمد مسعود او پخواني جهادي مشر اسماعیل خان سره لیدلي دي.

https://p.dw.com/p/45L4A
Russland I Konferenz mit den Taliban in Moskau
انځور زموږ له ارشیف انځور: Sergei Bobylev/TASS/dpa/picture alliance

د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد رسنیو ته په یوه را استول شوي پیغام کې ویلي دي: «په دې لیدنه کې دواړو ته ډاډ ورکړل شوی دی چې پرته له کومې اندېښنې او تشویشه بیرته هیواد ته ستانه شي.»

ذبیح مجاهد زیاته کړې ده چې طالبان کوښښ کوي د هیواد راتلونکې د ټولو له پاره د ډاډ وړ کړي او چاته د مخالفت دلیل پاتې نه شي.

تر دې دمه د دغې ليدني کتني جزیات له رسینو سره نه دي شریک شوي.

تیره ورځ ځینو رسنیو داسې رپوټونه خپاره کړل چې د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر د مقاومت جبهې له مشر احمد مسعود او پخواني حهادي مشر اسماعیل خان سره لیدلي دي، خو د مقاومت جبهې ویاند صبغت الله احمدي دغه موضوع رد کړه.

دغه ليده کاته د ایران په منځګړیتوب شوي دي.

متقي: ایران سره مو پر مهمو مسايلو مجلسونه درلودل او نتایج به هم ښه وي

د افغانستان د پارلمان پخواني غړي حفیظ منصور هم ویلي دي چې طالبانو له احمد مسعود او اسماعیل خان سره په یوه غونډه کې لیدلي دي چې د ایران مشر سلاکار علي اکبر ولایتي هم په دې غونډه کې حضور درلود.

طالبانو او د مقاومت جبهې چارواکو پخوا هم څو ځله لیدلي ول، خو خبرې کومې پایلې ته نه دي رسېدلي.

طالبان: د پنجشیر له جبهې سره مذاکراتو نتیجه نه ده ورکړې

وروسته له هغې چې طالبان واک ته ورسیدل د افغانستان ډېر پخواني جهادي مشران او چارواکي له افغانستانه ووتل، چې ډیر یې د افغانستان په ګاونډیو هیوادونو کې میشت دي.