متقي: غواړو په راتلونکې کې یو متوازن سیاست ولرو
۱۴۰۰ دی ۱۹, یکشنبهمتقي په یوه غږيز پیغام کې چې د طالبانو مرستیال ویاند، بلال کريمي پر ټويټر خپور کړی وايي چې ایران ته يې د خپل سفر پر مهال، له ایراني لوري سره پر سياسي، امنيتي، تجارت، نفتي موادو او د ترانزيت برخو کې خبرې کړي دي. متقي د خپلو خبرو په یوه برخه کې وايي: «زموږ کوشش دا دی چې د سيمې له هیوادونو سره خصوصاً ګاونډيو هیوادونو سره اړيکې ښې وي...او افغانستان د سیمې هیوادونو له پاره د منځنۍ او سويلي آسیا تر منځ د اتصال ذریعه وګرځي.»
د طالبانو خارجه وزیر همدارنګه د يو متوازن سیاست یادونه هم کړې ده: «موږ غواړو چې افغانستان په آينده کې یو داسې متوازن سیاست ولري چې چا سره په ټکر کې رانشې او کړنې يې د چا په ضد او د چا په ګټه تعبیر نه شي.»
امیرخان متقي وايي چې ایران سره د ترانزيت پر مسئله هم خبرې وشوې تر څو له ځينو هیوادونو څخه مواد، د ایران له لارې افغانستان ته داخل کړل شي او همدارنګه ایران هم وشي کړی د افغانستان له لارې د مرکزي آسیا هیوادونو سره تجارت ولري.
زیاته شوې چې ایران ته د طالبانو د حکومتي پلاو په چوکاټ کې د افغانستان د اقتصاد، تجارت، د مهاجرو د چارو، معادن او صنایع، کورنیو چارو، سرحداتو او د المپيک کميټې معینان او استازي مل دي او زیاته شوې چې هر چارواکي له خپل سیال ایراني لور سره پر اړوندو مساېلو خبرې کړي دي.
طالبان د تیرکال په اګست کې له افغانستانه د امریکايي قواوو په وتلو واک ته ورسيدل، خو تر اوسه يې حکومت په رسمیت نه دی پيژندل شوی. خو په دې موده کې د دوی لوړپوړې چارواکي تر ځینو هیوادونو په ځانګړې توګه له ګاونډيو هیوادونو سره کتنې درلودلې دي.
ځينې داسې رپوټونه هم ورکړل شوي دي چې ګواکي ایراني چارواکو ایران ته د تلو طالب چارواکو او د احمد مسعود په مشرۍ د مقاومت جبهې له ځينو څيرو سره د خبرو اترو زمينه سازي کړې ده، خو متقي په دې اړه په خپلو خبرو کې څه نه دي ويلي او افغان رسنیو په حواله د مقاومت جبهې ځینو غړو هم دغه خبرونه رد کړي دي.