1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

«طالبان دې د نجونو تعلیم د مخنيوي په خاطر محکمې ته راکش شي»

۱۴۰۲ مرداد ۲۵, چهارشنبه

د نړېوالو زدکړو له پاره د ملګرو ملتونو ځانګړي استازي، ګوردن براون، ويلي دي چې د جزا نړېواله محکمه باید د طالبانو رهبران د ښځو د تعلیم او کار د ممنوعيت په دلیل د «بشر ضد جنایتونو» د ارتکاب په تور محاکمه کړي.

https://p.dw.com/p/4VExy
د نړېوالو زدکړو په برخه کې د ملګرو ملتونو ځانګړی استازی ګوردن براون
د نړېوالو زدکړو په برخه کې د ملګرو ملتونو ځانګړی استازی ګوردن براونانځور: picture alliance/dpa/W. Oliver

ګوردن براون چې پخوا د بریتانيا لومړی وزير وو، دغه څرګندونې ېې د سه شنبې په ورځ د طالبانو د واکمنۍ دوه کاله په مناسبت یو مطبوعاتي کنفرانس کې چې په مجازي توګه جوړ شوی وو، وکړې.

براون وويل د افغانستان اوسني حاکمان «په ننۍ نړۍ کې د ښځو او نجونو د حقونو د نقض تر ټولو ناوړه، شرير او د نه دفاع وړ» مسئولان دي.

هغه زیاته کړه چې خپل حقوقي نظر ېې د جزا نړېوالې محکمې څارنوال، کریم خان، ته استولی دی. براون وايي د ښځو له تعلیم او کار څخه انکار «جنسيتي تبعيض دی چې باید د بشریت ضد جنایت وګنل شي او [عاملان ېې] باید د جزا نړېوالې محکمې له خوا محاکمه شي.»

طالبان د ۲۰۲۱م کال په اګست میاشت او له افغانستانه د امریکا متحده ایالاتو او ناټو ځواکونو د وتلو په وروستیو اوونيو کې، تر شل کاله جګړو وروسته بیا واک تر لاسه کړ. دغې ډلې د خپلې لومړنۍ دورې په څېر يوځل بیا پر خلکو اسلامي شریعت د خپل تند تفسیر پر اساس، تحميل کړی دی. طالبانو د نجونو له شپږم ټولګي څخه پورته ښوونځي، د هغوی پوهنتونونه، کار، په عامه فضا کې د ښځو حضور، ورزش او د ښځو سينګارتونونه ممنوع کړي دي.

ورته نور ولولئ:  د واک نیولو دویمه کلیزه؛ د طالبانو لمانځنه، د مخالفینو نیوکې

براون له اسلامي هيوادونو څخه وغوښتل چې د علماو يوه ډله کندهار ښار ته، چېرته چې ويل کيږي د طالبانو مشر،ملا هيبت الله اخوندزاده پکې اوسیږي، واستوي او دا موضوع ورسره مطرح کړي چې د ښځو د تعلیم او کار ممنوعيت په «قران کې اساس نه لري» او دغه ممنوعیتونه لرې کړي.

 ګوردن براون زیاته کړه چې هغه په دې باور دی چې «دننه په رژیم کې یو انشقاق» موجود دی او د طالبانو د پوهنې وزارت او همدارنګه د پلازمېنې په نورو ادارو کې ډير داسې کسان شته چې د ښځو او نجونو د تعلیم حق د اعادې غوښتونکي دي. نوموړي وويل: «زه باور لرم چې په کندهار کې ملایان د هغوی پر ضد په قاطع ډول ولاړ دي او د خپلو فرمانونو صادرولو ته ادامه ورکوي.»

د طالبانو ارشد ویاند، ذبیح الله مجاهد، د دوشنبې په ورځ په کابل کې له اسوشتید پریس سره په خبرو کې وويل چې اوسنی وضعیت به ادامه ولري. هغه همدارنګه وويل چې طالبان پر افغانستان باندې خپله واکمني پای ته نه رسېدونکې بولي، خپل مشروعیت له اسلامي قوانينو اخلي او هيڅ ډول ګواښ سره مخ نه دي.»

ورته نور ولولئ:  د نجونو ښوونځي او پوهنتونونه ولې نه پرانستل کېږي؟

براون وويل طالبانو ته دې وويل شي چې که چېرته نجونو ته اجازه ورکړل شي چې هغوی له سره منځنيو ښوونځيو، لیسو او پوهنتونونو ته ولاړې شي، نو له افغانستان سره به د تعلیم په برخه کې هغه مرستې چې د ممنوعیت تر اعلانېدو وروسته قطع شوي، له سره پیل شي.

هغه په افغانستان کې په افغانستان کې د ښځو حقونه د نقض د نظارت او راپور ورکونې غوښتونکی شو او همدارنګه د امریکا متحده ایالاتو او بریتانیا له خوا د هغو افرادو پر ضد د تحریمونو غوښتونکی شو چې د دغو ممنوعیتونو مستقیم عاملان دي. براون همدارنګه د ښځو او نجونو د حقونو د مدافعانو د آزادېدو غوښتنه وکړه.

د ملګرو ملتونو دغه استازي وويل چې د طالبانو له ۸۰ صادر شوو فرمانونو له ډلې ۵۴ ېې  په ښکاره توګه ښځې او نجونې په نخښه کوي او د هغوی حقونه ېې سلب کړي دي. له هغې جملې د کانکور په آزموینه کې د ښځو او نجونو د ګډون ممنوعیت او په عمومي ځایونو کې د ښځو د حضور ممنوعیت چې په هغو کې هدېرې هم راځي چې خلک د خپلو مړو شوو عزیزانو ته د دعا کولو له پاره ورځې.

هغه زیاته کړه چې یو شمېر بنسټونه په تاکويو کې له جوړو شوو مخفي ښوونځيو څخه ملاتړ کوي او په وروستیو اوونيو کې دا نوښت هم پیل شوی دی چې درسي نصاب د ګرځنده تیلفونونو له لارې برابروي. براون وويل: «نړېواله ټولنه باېد وښيي چې د طالبانو د مخالفت باوجود، په افغانستان کې د تعلیم فرصت موجود دی.» هغه اعلان وکړ چې ملګري ملتونو او د نجونو د انترنيتي زدکړو په برخه کې نور بنسټونه چې له پټو ښوونځيو او هغو افغان نجونو څخه چې د زدکړو له پاره د هېواد پرېښودو ته اړې کيږي او مالي مرستو ته اړتيا لري، ملاتړ کوي.

ورته نور ولولئ:  بښنې نړیوال سازمان د طالبانو دوه کلنې واکمنۍ کې د مېرمنو د حالت ارزونه کړې

هغه د ښونکو او زدکونکو د امنيتي وضعیت په اړه په جزئیاتو سره بحث وکړ، خو دا ېې وويل چې «په دې کې شک نشته چې نجونې لا هم زدکړو ته هڅې کوي، چې په ځېنو حالاتو کې د دا ډول یو کار ترسره کول ډېر خطرناک هم دی.»

ګولدن براون زیاته کړه چې د شل کلونو په جریان کې چې طالبان په قدرت کې نه ول، شپږ ميلیونه نجونو زدکړې وکړې، ډاکټرانې شوې، انجنیرانې، حقوقپوهانې او د پارلمان او کابينې غړې شوې.

د نړېوالو زدکړو په برخه کې د ملګرو ملتونو ځانګړي استازي زیاته کړه، په افغانستان کې نن دوه نیم ميلیونه نجونې له تعلیمه منع شوي دي او درې ميلیونه نورې به په راتلونکو څو کلونو کې ابتدايي دوره پای ته ورسوي او «په همدې ترتیب موږ د یو نسل ټول استعدادونه له لاسه ورکوو.»

ګوردن براون د طالبانو پر ضد د لفظي فشارونو سربېره د پراخو نړېوالو اقداماتو غوښتونکی شو تر څو دغه ډله دې ته ېې هڅولی وي چې د نجونو او ښځو حقونو ته درناوی وکړي.

(AP)mks/nz