1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په افغانستان کې د هند لسګونو پروژې له خطر سره مخامخ دي

۱۴۰۱ دی ۸, پنجشنبه

هند په تیرو څو کلونو کې په افغانستان کې پر بشري او پرمختیايي پروژو په میلیونونو ډالره پانګونه کړې ده. خو اوس دغه پروژې له مختلفو ننګونو سره مخامخ دي.

https://p.dw.com/p/4LXI9
Afghanistan Indien Staudamm Projekt
انځور: Getty Images/A.Karimi

د هند د بهرنیو چارو وزیر یوې پارلماني غونډې ته ویلي دي چې په افغانستان کې د موجود سیاسي او امنیتي وضعیت له کبله هلته د هند په مرسته پیل شوو ډیر شمیر پروژو ته شدیده ضربه رسیدلې ده او له مختلفو چلنجونو سره مخامخ دي.

د واکمن بی جي پي پارلماني استازي پي پي چودهري په مشرۍ د بهرنیو چارو وزارت پارلماني کمیټۍ ویلي دي چې د افغانستان له پاره په مالي مرسته کې کمی رامنځته شوی دی. د هند د بهرنیو چارو وزارت په دې اړه یوه وینا کې ویلي دي چې د پارلماني کمیټۍ نظرونه یي له ځان سره نوټ کړي دي او د حلولو هڅه یي کوي.

د بهرنیو چارو وزارت په خپل رپوټ کې ویلي دي: «په دې اړه پر مختلفو وړاندیزونو کار پیل شوی دی. په افغانستان کې د سیاسي او امنیتي وضعیت له کبله د دغو پروژو عملي کیدو ته ضربه رسیدلې ده.»

افغانستان کې د هند مهمې پروژې

هند د افغانستان په مختلفو ولایتونو کې په بیلابیلو برخو کې تر ۵۰۰ ډیرو پروژو کې مرسته کوي. په دوی کې ډیر شمیر پروژې د ځانګړي اهمیت درلودونکي دي.

افغانستان کې د هند د پانګونو راتلونکی به څه وي؟

هند چې د افغانستان په لویو پروژو کې مرسته کوي په هغو کې د دغه هیواد له تر ټولو سترو بندونو څخه یو هم د سلما بند پروژه ده. دا په دې سیمه کې د هند تر ټولو قیمتي پروژه ده. هند پر دې پروژې ۲۷۵ میلیونه ډالره مصرفوي. د دې بند تر بشپړیدو وروسته به په هرات ولایت کې لسګونو زره کورنیو ته اوبه او بريښنا ورسیږي.

په هند کې د افغانستان پر امنیت خبرې، آیا یوه چټک بدلون ته تمه شته؟

د هند لومړي وزیر نریندر مودي د افغانستان د هغه وخت له ولسمشر محمد اشرف غني سره یوځای په ۲۰۱۶م کال کې د دغه بند د پروژې پرانیسته کړې وه. د دې بند د جوړیدو له پاره ۱۰ کاله وخت په پام کې نیول شوی و، خو اوس دا خبره یو څه ستونزمنه ښکاري.

هند د ایران سرحد ته نږدې ۲۱۸ کیلومتره اوږد د زرنج دلارام لویه لاره هم جوړه کړې ده  چې ۶۰۰ میلیونه هندي روپۍ پرې لګښت راغلی و. دا د هندي پوځ پورې اړوند یوه سازمان «بارډر روډ ارګنایزیشن» جوړه کړې وه.

همدارنګه هند د افغانستان د پارلمان پر ودانۍ نږدې ۹۰ میلیونه ډالره مصرف کړې دی چې د دې جګړه ځپلي هیواد له پاره د هند له خوا تحفه یا سوغات بلل شوی و. لومړي وزیر نریندر مودي په ۲۰۱۵م کال کې دغه ودانۍ افتتاح کړې وه.

افغان هندوانو او سيکانو ته د هند تابعيت ورکول کیږي؟

په کابل کې د ماشومانو له پاره د اندرا ګاندهي انستیتوت روغتون هم د هند په مالي همکارۍ فعالیت کوي. د چابهار بندر هم د هند له مهمو تعمیراتي پروژو څخه یوه ده.

کارپوهان څه وایي؟

د بهرنیو او ستراتیژیکو چارو کارپوه ډان میک لین ګل، په خپل یوه مضمون کې لیکلي دي چې په افغانستان کې اوس د هند ډیر څه له خطر سره مخامخ دي. هند هلته له مواصلاتي پروژو نیولې بیا د انرژۍ امنیت او د ترهګرۍ ضد فعالتونو پر پروژو کار کوي.

د میک لین، په وینا هند د افغانستان د ولس د هوساېنې له پاره ډیره زیاته پانګونه کړې ده او په داسې یو وخت کې باید له طالبانو سره چې اوس په واک کې دي د اوږدمهاله همکارۍ په هکله غور وکړي، که هغه د طالبانو حکومت په مستقیم ډول په رسمیت پيژني او که یې ونه پيژني.

نوموړي زیاته کړې ده چې نوی ډهلي د خپلو ستراتیژیکو اړتیاو په پام کې نیولو سره له طالبانو څخه جلا کیدلی نه شي.

آژانسونه: ش.ن/ا.و.ا