1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

طالبان: د کانونو د څارنې لپاره دیني عالمان ګمارو

۱۴۰۲ مهر ۶, پنجشنبه

د طالبانو د کانونو او پترولیم وزارت اعلان کړی دی چې د افغانستان د کانونو د څارنې لپاره یو شمیر دیني عالمان او حافظان ګماري. همدا راز ټاکل شوې دغه وزارت د دوه کانونو ۴۰۰ ټنه جست او سرب داوطلبۍ ته وړاندې کړي.

https://p.dw.com/p/4WtW8
Afghanistan I Kohle I Mine
طالبانو د خپل حکومت په دې وروستيو دوو کلونو کې د معادنو پر استخراج کړی دی چې ظاهراً موخه یې د بودجې تامين دی. انځور: Farshad Usyan/AFP

د طالبانو د کانونو او پترولیم  وزارت ویلي چې لس تنه «دیني عالمان، حافظان، وړ او ژمن کسان» چې د فراغت سندونه ولري، د افغانستان د کانونو د څار لپاره ګوماري.

دغه وزارت دا جزئیات نه دي شریک کړي چې د دغه ډول مسلکي کار لپاره ولې دیني عالمان ګماري ،خو دا یې ویلي چې  دغو دیني عالمانو ته به د میاشتې ۱۵زره افغانۍ معاش ورکوي.

طالبانو په ډیرو ادارو کې د مسلکي کسانو پر ځای خپل کسان او ملایان ګومارلي دي.

پر دې سربیره د طالبانو د کانونو او پترولیم وزارت ویلي دي چې د دوه کانونو ۴۰۰ ټنه جست او سرب يا ليډ یې خرڅلاو ته وړاندې کړي دي .

د طالبانو د کانونو او پترولیم وزارت په یوه خبر پانه کې راغلي چې په کندهار کې د بي بي ګوهر کان ۲۰۰ ټنه او د افغانستان په لویدیځ کې د خواجه زيدان لومړي بلاک  ۲۰۰ ټنه سرب او جست دواطلبۍ ته وړاندې کوي. دغه وزرات له داوطلبانو غوښتي چې د نیلام په ورځ دې پنځه میلیونه افغانۍ له ځان سره ولري.

طالبانو د خپل حکومت په دې وروستيو دوو کلونو کې د معادنو پر استخراج کړی دی چې ظاهراً موخه یې د بودجې تامين دی.

د طالبانو حکومت څه موده وړاندې په  داسې حال کې د افغانستان د ۷ لویو کانونو کیندنه له بیلابیلو افغانیو او بهرنیو شرکتونوسره لاسلیک کړل چې هیڅ هیواد دغه ډله په رسمیت نه ده پیژندلې.