1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د پنجشیر زمردو بیا پلورل، آیا استخراج یې قانوني او مسلکي دی؟

محمد اسماعیل شاکر
۱۴۰۲ مهر ۳, دوشنبه

د طالبانو د کانونو او پټرولیم وزارت اعلان کړی چې د ۱۳۱ زره او ۴۰۰ امریکايي ډالرو په ارزښت یې یوزر او ۲۴ اعشاریه ۹۵ قراط زمرد پلورلي دي. خو آیا داو طلبي شفافه ترسره شوې؟

https://p.dw.com/p/4Wmbr
طالبان وايي، دا لومړی ځل دی چې د پنجشیر زمرد په کورنیو سوداګرو پلورل کیږي
طالبان وايي، دا لومړی ځل دی چې د پنجشیر زمرد په کورنیو سوداګرو پلورل کیږيانځور: DW/A. Bacha

د طالبانو حکومت د کانونو او پټرولیم وزارت پر خپله ایکس پاڼه لیکلي چې د پنجشیر د زمردو داو طلبي د یکشنبې په ورځ (د ۲۰۲۳ میلادي کال د سپټمبر ۲۴مه) د ځايي چارواکو او مخورو په شتون کې ترسره شوې ده.

د سرچینې د مالوماتو پر بنسټ، په دې داو طلبی کې دوه کسان ګټونکي اعلان شوي. « ښاغلی حاجي زبیر د ۲۵۰۰ امریکايي ډالرو په ورکولو سره د ۱۶۵  قیراط زمرد ګټونکی شو. او همدارنګه ښاغلی محمد نزیر د ۲۱۸۰۰ امریکايي ډالرو په ورکولو سره د ۱۲۳ قیراط زمرد، د ۵۳۰۰ امریکايي ډالرو په ورکولو سره د ۸۴ قیراط زمرد، د ۱۰۶۰۰ امریکايي ډالرو په ورکولو سره د ۱۷۰ قیراط او د ۹۱۲۰۰ امریکايي ډالرو په ورکولو سره د ۴۸۲،۹۵ قیراط زمرد ګټونکی اعلان شو.»

د کانونو وزارت زیاتوي چې په دې حساب ټولټال د ۱۳۱ زره او ۴۰۰ امریکايي ډالرو په ارزښت یو زر او ۲۴ اعشاریه ۹۵ قراط زمرد پلورل شوي دي.

طالبان ادعا کوي چې په دې اړه ټوله داؤ طلبي په شفاف ډول ترسره شوې، خو کارپوهان وايي افغانستان کې د قیمتي ډبرو د استخراج او د هغوی د قرارداد لپاره واضح او شفاف میکانیزم نشته.

د افغانستان په کانونو کې د چین علاقمندي

د پخواني حکومت پرمهال د افغانستان د کانونو او پټرولیم وزارت پخواني سلاکار عبدالقدیر مطفي دویچه ویله ته وویل: «د قیمتي او نیمه قیمتي ډبرو صادرات په قانوني شکل ډېر کم دي، ځکه دا خپل سره استخراج دی او خپلسری استخراج تل قاچاق کیږي، دا یو ستر مشکل دی چې په تېرو شلو کلونو کې هم ؤ، خپلسرې کېندنې به کېدلې.»

د کاني زیرمو دغه کارپوه زیاتوي افغانستان کې لاپخوا د کانونو د استخراج میکانیزم په ډېره ابتدايي بڼه دی چې دا میکانیزم کانونو ته د ګټې پرځای زیانونه اړوي او ځینې وختونه خو ان د ځاني زیانونو تر بریده هم رسیږي.

په روانه میاشت کې دا دویم ځل دی چې طالبان د پنجشیر د زمردو د پلور خبر ورکوي.

دوه اونۍ وړاندې د طالبانو حکومت د پنجشیر ولایت ځايي ادارې ویلي ول چې د ۴۴ میلیونه افغانیو په ارزښت یې یو زر ۲۰۰ او ۴۴ قیراطه د زمردو قیمتي ډبرې پلورلي دي. د طالبانو په وینا دا لومړی ځل ؤ چې د پنجشیر ولایت زمرد د داو طلبی له لارې د هېواد په سوداګرو وپلورل شول.

خو د تېر ړنګ شوي جمهوري حکومت پرمهال د کانونو وزارت سلاکار عبدالقدیر مطفي وویل، چې له کاني زیرمو د غوره ګټه اخېستنې لپاره باید  له ثبت شویو شرکتونو سره د ځانګړو شرایطو په رڼا کې قانوني قراردادونه وشي.

د نوموړي پروینا له دې پرته د قیمتي ډبرو پلورل د هېواد ګټه نه بلکې یواځې د اشخاصو ګټې خوندې کوي.

ښاغلی مطفي زیاتوي چې اوسمهال له افغانستانه د قیمتي ډبرو سربیره یو شمېر نور منرالونه هم په ډېرې بې رحمی او خپلسري توګه سره استخراجیږي او نورو هېوادونو قاچاق کیږي.